د غني او کرزي عمده توپیر

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

اېمل پیاوړی

د لاس د ګوتو په څېر د انسانانو خویونه، ،ښېګڼې او وړتیاوې هم سره متفاوتې وي او د همدغو ځانګړنو له امله ځینې انسانان د نورو زړونو ته رسا لاره کوي، مګر ځینې بیا د ډېرو هلو ځلو باوجود هم د خلکو له سترګو لوېږي. ډاکټر غني او حامدکرزی یې ښې بېلګې دي

.

ډاکټر غني هره شیبه د وطن د ابادۍ او سرلوړۍ په فکر کې دی او له وطن سره بې کچې مینه لري او خپلې دغې موخې ته د رسېد لپاره هیڅ ډول مصلحت په پام کې نه نیسي. په همدې خاطر یې په تېرو څلور نیمو کالو کې هم د هیواد په داخل کې له سیاسي شخصیتونو او ګوندونو سره په اړیکو کې وضاحت رامنځته کړ او هم یې د سیمې او نړۍ له هیوادونو سره په اړیکو کې مثبت بدلون ایجاد کړ.

د بېلګې په توګه پاکستان ته یې وویل چې د افغانستان پر ضد دې خپله جګړه ودروه. منځنۍ اسیا او مرکزي اسیا ته یې وویل چې باثباته افغانستان ستاسو ټولو په ګټه دی او د دې لپاره یې پر سیمه ییزه اقتصادي همکاریو تمرکز زیات کړ او په دې برخه کې یې کافي پرمختګ وکړ.

خو مخکېني ولسمشر حامد کرزي برعکس له نورو سره نرمه غاړه وړله. په کوردننه یې سیاسي اشخاصو او احزابو ته د باج ورکولو ناوړه دود رواج کړ. هغوی یې نازولي روږدي کړل. د دې ترڅنګ یې تر افغانستان د نورو ګټو ته پام زیات و، د بېلګې په  توګه هغه یو ځل په ډېر وضاحت وویل چې که هرڅوک پر پاکستان برید وکړي، نو دی به د پاکستان طرف ته ودرېږي، حتی د امریکا په مقابل کې هم.

مګر ولسمشر غني داسې نه دی، هغه وایي چې موږ هیڅ دایمي دوست او دښمن نه لرو. زموږ مناسبات په عواطفو نه، بلکې له هیوادونو او دولتونو وسره په دوه اړخیزو ګټو ولاړې دی، هغوی چې زموږ د ګټو درناوی کوي، نو موږ هم بالمثل عمل کوو او څوک چې موږ ته د دوستۍ لاس را وغځوي، نو موږ دوه قدمه وړاندې ور اخلو او درناوی یې کوو.

ولسمشر کرزي به تل ویل چې د پاکستان له همکارۍ پرته په افغانستان کې سوله ناممکنه ده، مګر ولسمشر غني سوله له پاکستان نه غواړي، هغه برعکس وایي چې د سولې کیلي په افغانستان او د جنګ کیلي په اسلام اباد کې ده. اسلام اباد دې د جګړه مارو له ملاتړه لاس واخلي، نور موږ له افغان وسله والو طالبانو سره نتیجې ته رسېدلی شو، ځکه موږ هم د سولې اراده او هم یې برنامه لرو. هغه سوله د پاکستان نه، بلکې د ولس او ملي اجماع په همکارۍ غواړي.

ولسمشر کرزي د افغانستان له نړیوالو ستراتیژیکو ملګرو او متحدینو سره د افغانستان د ملي ګټو د ترلاسه کولو لپاره  د معقول دریځ اختیارولو او ډیالوګ پرځای تر ډېره  احساساتي او عقده یي چلند کاوه چې له بده مرغه د هغه د دغه چلند له امله افغانستان ډېر فرصتونه ضایع کړل.

ښاغلی غني او ښاغلی کرزی د افغانستان دوه لوی شخصیتونه دي، دواړه محترم او ښاغلي دي، خو افغانستان په دغه جګړه ځپلي وضعیت کې د خپلو ټپونو او دردونو او ستونزو  د کمولو او حلولو لپاره د ښاغلي غني فکر او دریځ ته زیاته اړتیا لري.