طالبان رښتیا هم سوله کوي؟

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ګلرحمن رحماني

سوله د ټولو افغانانو لمړنۍ او ضروري غوښتنه ده، ځکه افغانان له جګړو ستړي شوي او د تلپاتي سولې په تمه شپې او ورځې تېروي . د افغان سولې لپاره ډېرو داخلی او بهرنیو سازمانونو او بهرنیو هیوادونو هلې ځلې وکړې، خو تر اوسه هم په افغانستان کې تلپاتی سوله رانه غله .

کله چې د سولی لپاره هلې ځلې شروع شوي په ورته وخت کې طالبانو جګړه تېزه کړې او ځینیو داخلی اشخاصو او بهرنیو هیوادونو د افغان سولی د ثبوتاژ کولو کوښښ کړی.کله چی د افغان سیاسیونو او طالبانو تر منځ په روسیه کی د مېشتو افغانانو په منځګړیتوب د سولې خبری کېدلی په همغه دوران کی طالبانو د افغانستان په ډیرو سیمو کی جګړه توده کړه چی ډیری افغان سرتیری او عام افغانان پکې ووژل شول .

خو تازه د افغان جګړې د پای ته رسېدو لپاره د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غنی د فبروري په ۱۱ مه نېټه د سولې ملي مشورتي پروسې غونډی ته په وینا کی وویل چی حکومت به یې په هیواد کی د سولی لپاره د روان کال په حوت میاشت کی په پلازمینه کابل کی یوه لویه مشورتی جرګه جوړوي .

خو یوه ورځ وروسته ذبیح الله مجاهد د طالبانو ویاند رسنیو ته په استول شوی پیغام کی د سولی د خبرو لپاره له امریکا یی چارواکو سره د خبرو لپاره نوې مرکچي ډله اعلان کړه چې مشري یی د همدی ډلی سیاسی دفتر مشر عباس ستانکزی کوی .

د افغانستان د اساسی قانون د پینځه شپیتمی مادی پر بنسټ (جمهور ریس کولی شی په مهمو ملی ، سیاسی ، ټولنیزو ، او یا اقتصادی چارو کی د افغانستان د خلکو ټولپوښتنی ته مراجعه وکړی).

لکه څنګه چی پوهیږو سوله د ټولو افغانانو غوښتنه او ضرورت ده په همدی هدف افغان ولسمشر محمد اشرف غنی بهتره وګڼله تر څو په هیواد کی د شته ناخوالو د ختمولو لپاره یوه لویه مشورتی جرګه راغواړی تر څو د سولی په رابطه یو ښه تصمیم ونیسی ځکه د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد او طالبانو تر منځ د سولی خبری د پرمختګ پر لوری روانی دی .

له بلی خوا افغانستان د جرګو او مرکو وطن ده ځکه د ولسونو تر منځ هغه ناخوالی چی حکومت ورته رسیدګی نشوه کولی خو د جرګو له لاری دغه مسلی په ډیری اسانی سره حل شوی دی په همدی هدف ولسمشر هم وویل که د افغانستان روانه جګړه د سولی له لاری ختمیږی زه اماده یم چی لویه مشورتی جرګه راوغواړم ځکه له یوی خوا اساسی قانون ورته اجازه ورکړی او له بلی خوا به عام وګړی خپل تصمیم په خپله ونیسی .

طالبانو له امریکایی چارواکو سره د خبرو لپاره یوه ۱۴ کسیزه ډله اعلان کړی چی مشری یی عباس ستانکزی کوی خو په دغه ډله کی ځینی داسی اشخاص موجود ده چی له افغان حکومت سره په پلچرخی زندان کی بندیان دي . په دی تړاو ډیرو افغانانو سره شکونه پیدا شوی وه چی شاید انیس حقانی له امریکایی چارواکو سره د خبرو لپاره افغان حکومت له زندان څخه خلاص کړی خو د ملی امنیت عمومی ریاست رسنیو ته په استول شوی پیغام پاڼه کی وویل افغان حکومت د قانون پلی کولو او د عدالت ټینګښت ته ژمن دی او د دوی په ټکو ، د هغه چا په اړه به د قانون په رڼا کی پریکړه کیږی چی د خلکو پر وړاندی یی جرمونه ترسره کړی وی .

دغی غونډی ته طالبانو ځکه نوی مرکچی ډله اعلان کړه چی شاید طالبانو په پخوانی ډله اعتبار نه درلوده ځینی داسی راپورونه دی چی دغه ډله یی ځکه اعلان کړه چی هر څه د پاکستان د ګټو لپاره تصمیم ونیسی .