غني خېلو ته تګ د زمري زړه غوښت

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمدروښان ښاد

د افغانستان په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره  ولسمشر د ننګرهار غني خېلو ولسوالۍ ته سفر وکړ. دا سفر په داسې مهال کې کېږي چې تر څه مودې وړاندې پورې یاده سیمه د داعشیانو په واک کې وه، نو له دې امله هلته د ولسمشر تګ ځکه اسانه خبره نه ده، چې هره لحظه د یوې ناامنۍ او پېښې د رامنځته کېدو احتمال او اټکل کېدلی شي

.

د هیواد په ناامنه شرایطوکې غني خېلو ته تګ د زمري زړه غوښتاو دغه د زمري زړه ولسمشر غني درلود، نو ځکه یې پرون په غني خېلو کې له ولسي مشرانو او ځوانانو سره په غونډه کې ګډون وکړ.

جمهوررئیس غني د ننګرهار د ولسونو تود هرکلي څخه په مننې وویل، زه نن د ننګرهار د ولسونو او په ځانګړي ډول د شینوارو او مومندو د مننې لپاره راغلی یم، چې یو ځل بیا یې د خپلو مېړنیو نیکونو په څېر د افغانستان شمله هسکه کړه. زه او ټول افغانان درباندې ویاړو.  هغه د شینوارو او مومندو اتلولۍ او سرښندنې وستایلې چې د خپلو سیمو د تصفیې لپاره یې نه یوازې له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره همکاري وکړه، بلکې د هغوی په لیکو کې ودرېدل.

هغه څرګنده کړه، غواړم له همدې ځایه ټول افغانستان ته مبارکي ووایم هغه توره ورېځ او غبار (داعش)چې خلکو فکر کاوه، خلاصی او ورکاوی نه لري، د ننګرهار د ولسونو او د امنیتي او دفاعي ځواکونو د اتلولیو او سرښندنو له برکته ورک شو.

محمداشرف غني وویل، د ننګرهار د ولسونو اتلولي یوازې د ننګرهار نه، بلکې د ټول افغانستان لپاره ویاړ دی، ځکه چې ولسونه له خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو سره اوږه په اوږه د دښمن پر وړاندې ودرېدل. هغه زیاته کړه، پخوا همغږي نه وه، مګر اوس له ولسونو او د دوی له واقعي مشرانو سره د کار کولو په پایله کې له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره همغږي او همکاري رامنځته شوې. هغه زیاته کړه، په هلمند، کاپیسا او ټول افغانستان کې دغه معادله عملي او بریالي کېدلی شي.

نوموړي د ۲۰۱ سېلاب قول اردو قومندان، د ننګرهار امنیه قومندان او د امنیت رئیس څخه له دې امله مننه وکړه چې هم یې په خپل منځ کې او هم یې د ننګرهار ولسونو سره د وروڼو په څېر ګډ کار او همکاري وکړه. هغه د ټولو شهیدانو کورنیو ته تسلیت ووایه او ډاډ یې ورکړ چې د دوی سرښندنې به هیڅ وخت هم هېرې نشي.

په ننګرهار کې واقعاً په دې وروستیو دوه کلونو کې چې امنیتي وضعیت خراب شو، ولسونه سخت وځورېدل، ځکه داعشیانو او تروریستي ډلو قومي مشران په بمونو کېنول او بیا یې چاودنه ورکړه، د مور د غېږې ماشوم یې په ژوندونې دوه ټوټې کړ او داسې نور ډېر جنایتونه یې ترسره کړل چې د بشر تاریخ یې په یادولو شرمېږي، مګر د ولس او امنیتي ځواکونو د مېړانې له برکته نن ننګرهار تر پخوا زیات ارام دی.

محمداشرف غني د شینوارو او مومندو مشرانو ته ډاډ ورکړ چې د دښمن له لوري ویجاړ شوي کورونه به بېرته ابادېږي. د ټاکل شوي پلاوي له لوري د اوښتو زیانونو له ارزونې وروسته به د دوی د معلوماتو په رڼا کې اساسي پانګونه او بیارغاونه وشي، تر څو بیا اباد او هوسا ننګرهار ولرو.