پاکستان دې له طالبانو سره خپلې اړیکې واضح کړي

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمدبشیر یوسفزوی

په دې کې هیڅ شک نشته چې پاکستان نه یوازې له طالبانو سره اړیکې لري، بلکې ټولې ترهګریزې او وسله والې ډلې دوی پالي، ځکه په پاکستان کې پټنځایونه لري، امکانات یې ورته برابر کړي، روزنه ورکوي، استخباراتي معلومات ورسره شریکوي، حتی د پاکستان استخبارات او متقاعد منصبداران ورسره د تروریستي فعالیتونو په پلانونو او ترسره کولو کې هم معلومدارې مرستې کوي.

مګر پاکستان په دې هر څه سترګې پټوي او ورباندې منکر دی، خو د دې انکار باوجود دا څووم ځل دی چې پاکستان له طالبانو سره یو ځای را څرګندېږي، یو ځل د ولسمشر کرزي په وروستیو کې یې د طالبانو مشران له حامدکرزي سره اسلام اباد ته ور څېرمه مري کې د مذاکراتو لپاره کېنول، بل ځل یې ابوظبۍ، دوحې او مسکو ته بوتلل او له مذاکراتو وروسته بېرته طالب مشران دوحې او پاکستان ته ستانه شول.

همدارنګه د القاعده مشر اسامه بن لادن، ایمن الظواهري، د طالبانو د تحریک مشر مولوي اخترمحمد منصور او دېته ورته نور طالب مشران، القاعده او تروریستان په پاکستان کې لیدل شوي او وژل شوي دي. نور نو پاکستان باید له طالبانو سره په خپلو اړیکو منکر نشي، بلکې پاکستان باید دا اړیکې واضح کړي، تر څو پوه شو چې پاکستان د کومو اصولو او نړیوالو نورمونو په اساس له طالبانو سره چې کومه رسمي ډله نه ده، خپلې اړیکې پالي.

نړیوال او خصوصاً د افغانستان دولت حق لري چې له پاکستان سره له طالبانو سره د اړیکو لرلو په اړه وضاحت وغواړي، ځکه طالبان د وسله والې او تروریستي ډلې په توګه پېژندل کېږي چې په افغانستان کې په جګړه کې ښکېل دي او تروریستي فعالیتونه ترسره کوي. دا د پاکستان له لوري د پاکستان په لاس جوړه شوې ډله ده چې پر افغان دولت د نامشروع فشار راوړلو لپاره له لسیزو راهیسې کارول کېږي.

افغان دولت تل دا خبره په نړیوال سټېج مطرح کړې، خو لا هم نه اورېدل کېدله، مګر اوس داسې پړاوو ته رسېدلی چې پاکستان به نور په اسانۍ ورڅخه منکر نشي. پاکستان دې اوس له طالبانو سره خپلې اړیکې تعبیر او دا دې واضح کړي چې طالبان یې د کومې اړتیا په اساس رامنځته کړي دي او دوی ورسره په کوم اساس خپلې اړیکې پالي، ځکه چې دوی له یوې خوا د افغانستان دولت په رسمیت پېژني او له بل لوري له هغې وسله والې جنګي ډلې سره اړیکې پالې چې له افغان دولت سره په جګړه کې ښکېله ده.

د پاکستان او طالبانو اړیکې د نړۍ د ټولو بین المللي نورمونو او قراردادونوخلاف دي. پاکستان لا هم وخت لري چې یا له طالبانو سره خپلې اړیکې پرې کړي او یا له افغان دولت څخه د ټولو وحشتونو او جنایتونو بښنه وغواړي. مګر پاکستان به دا کار ځکه ونه کړي، چې پاکستان د همدغسې یوې توطیې او دسیسې په اساس جوړ شوی دی. پاکستان نه یوازې د افغانستان، بلکې د سیمې لپاره یو ناسور ټپ دی. د دغه سرطاني ټپ اساسي چاره پکار ده، ځکه هم سمې او نړۍ ته هر وخت خطر او تهدید پېښولی شي.