سوله په زاریو او ناندریو نه راځي

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

مطیع الله سحر

د افغان  سولې لپاره چې د هیواد دننه اوله هیواده بهر هڅې زیاتېږي، نو همدومره ورسره له خوښۍ او هیله مندۍ د افغانانو بڼې او څېرې هم له خوشحالۍ غوړېږي، حتی که دا هڅې د پاکستان له خوا هم وي، خو خلک یو څه د خوښۍ احساس کوي، له همدې څخه سولې ته زموږ د لېوالتیا کچه په ښه توګه لګېدلی شي.

دا ځل سولې ته هیله مندي او لېوالتیا تر پخوا زیاته شوې ده او اکثره خلک په دې باوري دي چې سوله به حتماً راځي، خواکثریت یې وایي، موږ هغه سوله غواړو کومه چې ولسمشر غني غواړي، ځکه د هغه په باعزته او تلپاتې سوله کې د وطن د هر وګړي عزت ساتلی او د چا د سر خطره نشته په کې.

څو ورځې وړاندې چې په مسکو کې افغان سیاسیون له طالبانو سره د افغانستان د سولې لپاره کېناستل. په یاده غونډه کې د طالبانو استازي ویلي و چې د افغانستان اساسي قانون اسلامي قانون ندې او دا د بهرنیو له لوري پر افغانانو تپل شوی دی. او زمونږ لپاره د منلو وړ ندی. طالب مشر عباس ستانکزي او له کابله ورغلو سیاستوالو هم ځینې مادې غیر اسلامي وبللې، او طالب استازو هم ترې وغوښتل چې وروسته له سولې باید په اساسي قانون کې تعدیل راشي.

د افغانستان ولسمشر ښاغلي اشرف غني بیا په ځواب کې طالبانو ته وویل چې تاسو ته به هېڅکله هم دا موقع په لاس درنکړو چې د افغانستان په اساسي قانون کې لاسوهنه وکړئ. اساسي قانون وارداتي نه، بلکې ملي دی، او په دې کې هېڅوک هم بدلون نشي راوستلی او که راولي یې هم نو د ولس په خوښه او غوښتنه کولی شو له هغو لارو پکې بدلون راولو چې په خپله اساسي قانون یې وړاندیز کړی دی.

طالبان د افغانستان اساسي قانون غیر اسلامي بولي، خو خپلو کړنو ته بیا غیر اسلامي نه وایي. سوله چې د اسلام تر ټولو غوره لاره او الهي امر دی، دوی یې له منلو ډډه کوي. جنګ یې له افغانانو سره دی، وژني افغانان، مګر د سولې خبرې بیا له روسانو، عربانو او امریکایانو سره کوي. له خپل مسلمان ملت سره طالب استازي مخامخ خبرو ته نه حاضریږي، دوی له امریکا غواړي چې په افغانستان کې سوله راشي ګر چې د افغانانو په سوله کې د دوی خپل مشکل دی. کلونه کېږي چې د افغانستان د ورانولو لپاره یې هر ډول غیر اسلامي او غیر انساني کړنې تر سره کړي. اوس نشي کولی چې له افغان حکومت سره خپلې ستونزې شریکې ‌‌کړي.

ولسمشر محمد اشرف غني د ننګرهار په غني خېلو کې ولسي غونډې ته په وینا کې وویل چې طالب مشران دې له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته کیني. او افغان حکومت کولی شي چې د افغانستان په دریو ولایتونو کې دفتر ورته پرانیزي او ساتنه به یې هم افغان حکومت کوي. طالب بیا هم خپله ستونزه په روښانه ډول له افغان حکومت سره نه شریکوي، دلیل یې دادی چې طالب یا له زړه څخه سوله نه غواړي او یا هم د سولې واک او صلاحیت نه لري.