ثمر ته رسیدونکی باغ؛ طالبانو ته د ساتنې اړتیا
ملا عبدالسلام "ضعیف"
زه کله هم د دې هڅه نه کوم چې د طالبانو په سیاسي لیدلوري کې ورګډ او یا ورباندي داسي انتقاد ونیسم چې زه په هغه انتقاد سره ځان ته د طالبانو سیاسي چارو کې د مداخلې حق ورکړم؛ ځکه زه اوس د هغه کاروان سره په سیاسي پریکړو کې، چې د ژوند په دغه حساس پړاو کې په کومه طریقه مزل کوي، ګډون او برخه نه لرم، او نه هم د طالبانو د هغو تګلارو څخه معلومات لرم چې د دغه مزل د لارې پیروي کوي.