مونږ څه غواړو او له څه دفاع کوو؟

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ژباړه: اېمل پیاوړی

دریمه برخه

طالب، د افغانستان په سلو کې له شلو کم نفوس په خپل واک کې لري، خو هماغه په سلو کې شل هم، د خپلې درملنې، حج، معارف، لوړو زده کړو او د خپل هویت د ثبت لپاره د افغانستان دولت ته مراجعه کوي او مونږ د دولت په توګه په ټوله علاقه د دوی لپاره خدمات برابروو.

هغه څه چې د طالبانو له لاسه پوره دي؛ وژل، تاوتریخوالی او د لارو ناامني چې په اولسو مالومو نقطو کې مونږ پر هغې کار کوو. مونږ دغه اولس نقطې، د خطر په نوم اولس ستراتژیک ځایونه نومولي دي.

زه په ننګرهار کې د شینوارو غني خېلو ته تللی وم چې یو کال مخکې د داعش پنډغالی و. اوس هلته داعش او طالب نشته او د دولت ځواکونه او قوم حاکم دي. یانې دغه ننګونې د ماتولو وړ دي. هغه څه چې زمونږ د وضعیت په باب د خبرونو په سرټکو کې ویل کېږي، مبالغه او تهمت دی.

طالبان په دریو برخو وېشل شوي دي. لومړی برخه هغه کلیوال دي چې د طالب لپاره جنګېږي، خو په دې نه پوهېږي چې طالب د څه لپاره جنګېږي. دا هماغه څوک دي چې د اوربند په ورځو کې کابل ته راغلل، آیسکریم یې وخوړل او زمونږ له ځواکونو سره یې عکسونه واخیستل. دا کلیوال خلک دي او په ټول تاسف سره چې د طالب لپاره مصرفېدونکی قشر ګڼل کېږي. دا خلک سوله غواړي. کلیوال سوله غواړي او د دوی لپاره باید سوله ډالۍ کړو. دا اکثریت دي او د طالبانو د رهبرۍ او د هغوی د غلطو سیاستونو له امله برمته شوي دي.

دویمه طبقه د طالبانو آمرین دي چې دوی هم ټول یو ډول نه دي، په دوی کې یې ځیني حاضر دي چې سوله وکړي او ځیني یې سوله نه کوي. دا منځنۍ طبقه ده. اصلي ستونزه د طالب له لوړ پوړو سره ده چې د افغانستان په خاوره کې شتون نه لري او دلته مېشت نه دي. هغوی زمونږ او د نړیوالو ځواکونو له وېرې په پاکستان کې مېشت دي.

 د دغې طبقې تعداد سلو او یا تر دې کم و زیات دی او په اصطلاح د طالبانو رهبران دي. دوی له حرامو اقتصادي او همېشنیو استخباراتي فعالیتونو څخه تغذیه کېږي. دوی له امریکا سره په مذاکراتو کې شریک دي. په طالبانو کې تر ټولو ستونزمن پاتې شوني همدا دي، ځکه دوی ته د جنګ تاو نه ور رسېږي او د یوه هوسا ژوند څښتن دي چې: د پردیو استخباراتو او په ځانګړي توګه د پاکستانانیانو لخوا تمویلېږي

د مسکو مذاکرات د هغو ګډون کوونکو لپاره یوه بشپړه رسوایي وه چې له کابله ورغلي وو. کاملاُ یوه رسوايي. اول دا چې دغه ناسته هیڅ اجرایي الزامیت نه لري او نه به یې ولري. دویم دا چې دغه بانفوذه کسان د بېرته راستنېدو په وخت پوه شول چې د افغانستان خلک څومره دوی ته په غوسه وو. هغوي په مسکو کې، د خلکو له هغو یواځینیو هیلو او غوښتنو چې؛ د جمهوریت له بنسټ دفاع او د هغه تر چتر لاندې ښاروندي ده، هیڅ یادونه ونه کړه.اوس ځیني رهبران هڅه کوي چې خپل اشتباهات جبران کړي