د نړیوالو ژمنتیا لا هم پرځای ده

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

اېمل پیاوړی

د افغان دولت سیاسي مخالفینو، منتقدینو او هغوی چې په دې وروستیو کې د بېلابېلو ملحوظاتو له امله له دندو څخه شړل شوي دي ، دوی داسې اوازې خورې کړې وې او عامه اذهان یې مغشوش کړي وو چې ګواکې ولسمشر غني یوازې پاتې او په نړیواله کچه هم منزوي شوی او د نورو پام ور څخه اوښتی دی، مګر د مونیخ امنیتي کنفرانس وښوده چې د نړیوالو پام لا هم پر افغانستان ور ټول دی او دوی لا هم له افغانستان سره په خپلو کړو ژمنو ولاړ دي.

د مونیخ امنیتي کنفرانس په څنډه کې چې ولسمشر غني د امریکا متحدو ایالتونو په ګډون د نړۍ د نورو هیوادونو مشرانو او استازو سره دوه اړخیزې کتنې لرلې، نو ټولو یې په واضح توګه ولسمشر غني ته ویلي چې دوی د نړیوالو ستراتیژیکو ملګرو د افغانستان د حکومت او خلکو ترڅنګ ولاړ دي او د دوی همکاري د وخت او زمان تابع نه ده، بلکې په شرایطو پورې منحصره ده. د دې هدف دادی تر هغو چې د ترهګرۍ خطر او تهدید نه وي دفعه شوی او افغانستان د خودکفایي لورته نه وي نږدې شوی، نو نړیوال متحدین ورسره د امنیت، ثبات، انکشاف او نورو برخو کې مرستو ته چمتو دی او خپلې ژمنې یې پرځای دي.

د دې ترڅنګ د یادو هیوادونو مشرانو او استازو ولسمشر غني ته دا هم ویلي چې هیوادونه یې د افغانستان د حکومت په رهبرۍ او مالکیت د سولې ملاتړ کوي او په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دی. مانا دا چې وسله وال طالبان باید د سولې د مذاکراتو لپاره افغان دولت سره خبرو ته کېني او تر هغو چې دا کار ونه کړي، نو نه سوله راځي او نه هم له بهرنیانو او نورو ډلو او اشخاصو سره د وسله والو طالبانو د استازو ناستې کومه موثره پایله لرلی شي.

لنډه دا چې د حکومت د مخالفو او سیاسي منتقدینو دغه اوازه او ګونګوسه هم دروغ ثابته شوه چې ویل یې حکومت او ولسمشر غني خپل نړیوال متحدین او ملاتړ له لاسه ورکړی دی. په افغانستان کې ستونزه داده چې حتی ملي مسایلو ته هم له شخصي عینکو کتل کېږي. زموږ دسیاسیونو محاسبه د ملي ګټو پرځای د شخصي ګټو په اساس استواره ده، دوی د وطن، ولس او ملي ګټو هغومره فکر نه کوي لکه د شخصي هغوځکه هغوی چې تل شخصي ګټي، مقامونه او منصبونه له لاسه ورکړي، نو د حکومت، نظام او ولس پر وړاندې ودرېدلي، حتی د ملي ګټو پروا یې نه ده لرلې، عقده یي چلند یې اختیار کړی دی.

مګر که د دې پرځای ملي ګټې، وطن او نظام د سرو کرښو په توګه ومنل شي او له دې راښکته خپلو شخصي، سیاسي او سلیقوي مسایلو ته ځای ورکړو، نو په لویه کې به مو ولس او وطن ته نجات ورکړی وي. زموږ مخالفتونه به پر وطن، نظام او ولس منفي اغېز ونه لري، بلکې په یوه محدوده دایره کې به یې وساتو. هر وخت چې دغه ډول دریځ او چلند اختیار شي، نو هغه مهال به مو هم وطن، هم ولس او هم خپلو خلکو ته خپله ژمنتیا ثابته کړې وي.