اتمر دې د نیوکو پرځای خپله برنامه وړاندې کړي

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

عبداللطیف یاد

په لومړیو کې داسې فکر کېده چې ښاغلی اتمر به د ولسمشر غني پر وړاندې تر ټولو جدي نوماند وي او د غني بریا به ستونزمنه کړي، مګر کرار کرار داسې برېښي چې په اتمر هسې خلک تېروتلي و، ځکه د نوماندۍ په ورځ یې هم ټوله وینا په انتقادونو او دفاعي حالت راټوله وه. له قانوني سره یې چې د نظام پر سر پټ کوم جوړ جاړی کړی و، د هغه دفاع یې کوله

.

پرون یې چې کوم مطبوعاتي کنفرانس ورکړ، په هغه کې هم ټولې نیوکې وې. په دولت نیوکې، پر ولسمشر غني نیوکې. حتی د قانون پر حاکمیت یې هم نیوکې کولې، د بېلګې په توګه د جرئت او نورو غیر مسوولو وسله والو ډلو او هغو حکومتي شخصیتونو چې د قانون د حکم خلاف ټاکنیزو ټکټونو ته تللي او ولسمشر له دندو شړلي دي، نو پر دې یې هم نقد کاوه او ویل یې چې دا کار عقده یي او غیر قانوني دی.

مګر پوښتنه داده چې ښاغلی اتمر خپله برنامه نه لري او که نه یې وړاندې کوي؟

زما په باور چې اتمر به د ولس لپاره داسې برنامه ونه لري چې د هغوی پام د ځان لورته ور واړوي او یا که د برنامې په نوم یو څه ولري، نو په هیڅ شکل به د ښاغلي غني تر برنامې او منشور قوي نه وي، ځکه ولسمشر غني وایي زه د افغانستان دراتلونکو سلو او پنځوسو کالو په اړه فکر کوم، پلان او برنامه ورته لرم.

خو ښاغلی اتمر برعکس د راتلونکو پنځو کالو لپاره هم داسې څه د برنامې په نوم نه لري چې له ولس سره یې شریک کړي. هغه حتی د سولې پروسې باندې هم نیوکې کوي او غواړي چې ځانته یې منحصره کړي، ځکه وایي چې د دې لپاره باید ګډ کمېسیون جوړ شي او ټولو نوماندانو ته په کې سهم ورکړل شي، هغه غواړي چې له سولې څخه هم د کمپاین لپاره استفاده وکړي.

اما ولسمشر غني برعکس ټول نوماندان چلینج کړل او له هغوی یې وغوښتل چې د سولې لپاره که طرحې لرئ، نو لطفاً یې شریکې کړئ، چې تر ټولو مناسبه یې انتخاب کړو او پر هغې له توافق وروسته همغسې د عمل پلان جوړ کړو او دسولې مذاکراتو ته ادامه ورکړو، خو د ښاغلي اتمر په ګډون تراوسه هیچا هم د ولسمشر غني د دې وړاندیز او ننګونې پر وړاندې غبرګون نه دی ښودلی او ځکه یې نه دی ښودلی چې دوی کومه برنامه نه لري.

که ښاغلی اتمر غواړي چې واقعاً واک ته ورسېږي، نو پر جنګسالارانو او زورواکانو د حساب پرځای دې پر ولس حساب وکړي. ولس دې په اعتماد کې واخلي، د دوی ملاتړ دې خپل کړي او دا کار یوازې او یوازې په ملي برنامه کولی شي. داسې برنامه چې ولس یې ومني، او باور وکړي چې واقعاً اتمر د هیواد د ښه راتلونکي لپاره د هیلې لرلو ترڅنګ د عمل برنامه هم لري. له دې مه واره به ولس ځکه ورباندې باور نه کړي، چې هغه تراوسه داسې څه نه دي وړاندې کړي چې د ولس پام دې ور واړوي.