د ولسمشر غني داخلي او بهرني سفرونه

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

مطیع الله سحر

ولسمشر غني د خپلې ولسمشرۍ په روانه موده کې د هیواد بېلابېلو ولایتونو او بهرنیو هیوادونو ته ګڼ سفرونه وکړل. د هیواد په هر ولایت وګرځېده او هلته یې له مېشتو اوسېدونکو سره په مخامخ ناستو کې د هغوی غوښتنې واورېدې او د خلکو شته ستونزو ته یې د مناسبو حل لارو لټولو په موخه اړونده مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.  همدا شان یې له هیواده بهر هم زیات سفرونه وکړل او د نړیوالو ملاتړ یې افغانستان ته زیات کړ، د هغوی توجه یې جلب کړه او هغوی یې دېته قانع کړل چې افغانستان سره باید دوامداره همکاري او مناسبات وپالي

.  

ولسمشر محمد اشرف غني تېره یکشنبه په ناڅاپي سفر ننګرهار ولات ته سفر وکړ، غوښتل یې چې له ننګرهاریانو سره له نیږدې وویني. هلته یې له سپین ږېرو مشرانو او  افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره په یوه لویه غونډه کې ولیدل. ولسمشر غني د دښمن د ځپلو او له هغوی څخه د سیمو د تصفیه کولو له امله د هغوی لاسته راوړنې او سرښندنې وستایلې چې واقعاً هم د ستایلو وړ وې. د ننګرهار له ولسي مشرانو او امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه یې مننه وکړه، چې په ننګرهار کې یې د داعش  تروریستي ډلې ته غاښ ماتوونکی ځواب ورکړ. او هغوی یې له خپلو سیمو او کلیو څخه وشړل.

په ننګرهار کې مېشت اوسېدونکي ولسي مشران، ځوانان او امنیتي ځواکونه د ښاغلي غني له دغه سفر نه دېر خوښ شول، هغوی وايي چې د لومړي ځل لپاره یو رئيس جمهور د ننګرهار غني خېلو ولسوالۍ ته راغی. چې دا زمونږ او د ولسمشر محمد اشرف غني مينه ده چې د زیاتو ستونزو باوجود بیا هم ننګرهار ته راغی او د ننګرهاریانو مېړانه یې وستایله. چې په دې کار سره یې د ننګرهاریانو په زړونو کې یوځل بیا مینه پیدا کړه.

ښاغلي غني په غني خېلو کې په ولسي غونډه کې د وینا پرمهال پر طالبانو هم غږ وکړ چې نور د خدای او د وطن د بچیو لپاره سولې ته غاړه کېږدئ، او له جنګ ورانکاریو څخه لاس واخلی، راشئ له حکومت سره مخامخ کېنئ، ستونزې مو له حکومت سره شریکې کړئ. د نورو په لمسون خپل ځان او خپل هیواد بربادوئ. کلونه کیږي چې تاسو د افغان حکومت پر وړاندې جنګېږئ هېڅ کومه لاسته راوړنه مو نده لرلې. ښاغلي غني طالبانو ته دا هم وویل چې د هیواد پلازمېنه، ننګرهار او بل هر ولایت کې چې دوی وغواړي، نو دولت به هم ورته د مذاکراتو لپاره دفتر ورکړي او هم به د دوی امنیت وساتي.

له دغه سفر وروسته ولسمشر په مونیخ امنیتي کنفرانس کې د ګډون لپاره جرمني ته لاړ او د یاد کنفرانس په څنډه کې یې د نړۍ د هیوادونو یو شمېر مشرانو او استازو سره په جلا جلا کتنو کې د افغانستان د امنیت، سولې، پرمختګ او اړوندو مسایلو په اړه بحث او خبرې وکړې. ولسمشر د هیواد په داخلي او بهرنیو سفرونو کې پر ستونزو د برلاسۍ او د افغانستان د خودکفایۍ پرلپسې او عملي هڅې کوي او تر ډېره په دغو هڅو کې بریالی اېسي.