سیدعبیدالله نادر

له ښـــاره وځـــــم ،ویرانو کي یو انســـــــــان لټوم

د خپل دردمن زړګــي د پاره می درمــــــــان لټوم

‎چي په وینا یـــي روښــــــانیږي ،کوردلانو زړونه

په رمــوزاتو باندي پوي ، صـــــــــاحـــــبدلان لټوم

سید عبیدالله نادر

سمسور به دا وطن شي ، په زیار او په زحمت

آباد به دا وطـــــن شي ، په کــــــار او په همت

په مټو د ځـــــــوانانو ، په تدبیر د عــالمـــــانو

جوړیږي ، له ډاګــــونو ، ویرانو څــخه جنت

د تا سره می شیخه تضا د په اند یښنو دي
د ستا د بی الری عا مل لمسون د پردو دي
له عقله خپل کا ر نه اخلي داوهام سیند کی الهو یی
د حور اود غلما ن سره دی مینه له وختو دي

 

سید عبیدالله نادر

د شعر او ادب د برخي د پاره

کال ۱۳۷۹

دردمن چي ، په خــــپل ژبه د بلـــــبل په شــــان ګویا وي

په رموز د عشــــــــق پوه ، وي په دردونو آشــــــــنا وي

زیاتې مقالې …