که پرون بابا رنگ واخست له ښامارهرنگارنگ گلونه لاړل له گلزارهکه د نن بابا رنگ واخلي له جباره
اوسني گلان به هم لاړ شي له ښاره که کارغان د بڼ فضا کړي تکه توره
بڼ به ړنگ شي د کارغانو له کردارهڅوک چې وایي چې کرم گلان په بڼ کې
هم هغه به گلان ریبي بې قرارهدا وطن په فتواگانو نه جوړیږي
دا وطن به جوړ په پوهه شي دینداره له بابا، بابا ویلو پوره نه شو
ځان آزاد کړه ای پښتونه له دې بارهای نصرته پښتانه دې خدای هوښیار کړي
چې پیدا کړي ځان ته سمه سپینه لاره
۲۴.۰۱.۲۰۲۰
زلمی نصرت
لایت های
دنمارک
لاړل له گلزاره
Typography
- Smaller Small Medium Big Bigger
- Default Helvetica Segoe Georgia Times
- Reading Mode