{slide=رڼاګانې}

قـــــــــــاتله                               
زه شــــوم  شــــهید ، هم می کوچنیان شول بی پدر قــــــــاتله                         
مـــورمی شـــــوه بوره ، میرمن کونډه ، کور بی سرقـــــــاته                         
کـــــوم  دښمــــــــنی دی  وه ز مـــــــا او زما اهل ســــــــره
چی دی د غم ټـغــــــــر کړ خـــــور زمـــــا په در قــــــــاتله


د قاتل تر نامه لاندی څلوریځه                                                                                              
محـمد قاهر دردمــند

{/slide}

{slide=داخترماښام}
داد روژې وو یو ورستی مازدیګر
ډک له خوښیو وو زیړی مازدیګر
... پیغلو نکریزو نه جامونه ډک کړل
د ماشومانو ګلالی مازدیګر
ماښام ملا یو څو خبري وکړې
څه یی وړي خو څو یی ستري وکړي
سبا کمکی اختر خو غټه ورځ ده
دې کلیوالو تي شکري وکړي
نور مو له زړونو نه کینه وباسئ
له بدوبدو نه توبه وباسئ
سهاراختر دی یو بل غیږکی ټینګ کړئ
له خپلو شتو نه سرسایه وباسئ
دي ماخوستن یی څه مزې لرلي
ټولو په زړه کي تلوسې لرلي
جینکو لاسو کي نکریزي ګل کړي
هر یو ماشوم ښکلي جامي لرلي
زموږ د ځوانانو د بګریو کتار
په بر میدان کی د هګیو کتار
خدایه ! سهارته به ورورسیږي
زموږ د رنګینو ټکیالیو کتار
دوئ خو په زړونو کی کیسي جوړوي
په سرو صدریو خو چرمي جوړوي
د لمندارو کمیسونو پیغلي
نن په لمنو ستاري جوړه وي
د څو چورلکو په غوړمباراویښ شوو
د راکټونو په درزا راویښ شوو
د ماشومانو چیغو چیغي کړلي
د سرو لمبو په سره فضا راویښ شوو
یو تور لوګی تر دیوالو پورته شوو
د سپین جومات تر منارو پورته شوو
زموږ دڅارویو د رمباړو اواز
پورته شو ښه تر اسمانو پورته شوو
څو شیبي ورسته یوه چوپتیا خوره شوه
د یوي مورکی.ماشوم ژړا خوره شوه
خلک په زوږ له کورو ووتلو
نور نو په کلی مو بلاخوره شوه
د زیړ ماشوم پر مخ ایري پرتي وي
لاس کي نکریزي یی لندي پرتي وي
په سره دسمال کي یی هغه سپيني جامي
سر تي په سرو وینو کي سري پرتي وي
دا سور شفق په وینو سور را هسک شو
ورپسي لمر لکه تنور راهسک شو
په سره پرهر کی ویني ډنډ ښکاریدي
لکه یاقوت چي په ټټر را هسک شو
د سرو نوکانو ناوکی بوره شوه
کبلی یی نشته دا هوسی بوره شوه
د کور خاوند یی هم ګولو خوړلی
د زړه ټوټه باندي مورکی بوره شوه
په ژړا وایی زما بنګړی یی یووړ
زما خاوند زما ټکری یی یووړ
چي په اوږه باندی له خیاله می وړ
زما د اوږي ها سور منګی یی یووړ
دلته اختر د ویر ناري جګیږي
له دي کوڅو نه انګازي جګیږي
تاسو تصویر زموږ د کلي ولید
وینی تري څآڅي جنازي جګیږي

محمدرفيق عزت

{/slide}

 

{slide=اختر څه ته وایی ؟}
په  خپل  وطن کی  اوسیدل  اختر  دی                                            
د  اشنا خوا  کی  ګرزیدل  اختر  دی                                              
چی  په  خمارو  سترګو  ګوری  ورته    
په  هغو  سترګو  کی  کتل  اختر  دی    

چی  کونډی، رنډی، یتیمان ژړوی                                               
داسی  ظالم  ته  بد  ویل  اختر  دی                                              
چی  د  یتیم اوښکی  یی وچی  کړلی
دی   ترحم   ته   تمیدل   اختر   دی  

چی  د  قومونو  جوړ جاړی  یی  وکړ                                          
په  دی  سپین ګیری  دریدل  اختر  دی                                         
چی  تور ته  توراو سپین  ته سپین ووایی
داسی   منصف  ته   ښه   ویل  اختر  دی

چی  په  افغان  او  افغانیت  وی  ولاړ                                            
داسی  افغان  ته  ورور  ویل  اختر  دی                                          
چی  په  ملت  او  خلکو  کړی  اتکاء
داسی  لیډر  نه  ځاریدل  اختر  دی   

چی  خپل هیواد  یی  کړلوخرڅ  په پردو                                         
داسی  رهبر  نه  خلاصیدل  اختر  دی                                            
په  دغه  ورځ  کی  بد  بښل  اختر  دی
زړونه  کینو  نه  خلاصول  اختر  دی

دردمنده  بس ده  نوره  یی  مه  اوږدوه                                            
د  افغانانو  یو  کیدل  اختر  دی                                                     
اختر  اختر دی  که  مونږ پوه  شوو  سره
یو  بل په غیږ کی  ټینګ  نیول اختر  دی

د محمد  لیکنه  .

{/slide}

{slide=تصور}
راغلى مې جانان وو همزمان په تصور کې
وﻻړ مې وو په خوا کې تورچشمان په تصور کې
بې غمه وم د خپلو او دنيا له پيغورونو
د غره لمن کې زه وم او جانان په تصور کې
په ژوند مې خپل جانان راسره ډير ظلمونه کړي
کوي مې پس له مرګه ډير ارمان په تصور کې
په مرګ د عشق شهيد وم و زيارت په ما جوړ شوى
راغلي مې زيارت ته وو غازيان په تصور کې
رقيب سره مې شخړه  وه بې دريغه مې خراب کړو
په اوښکو يي لړلى وي ګريوان په تصور کې
ګودر کې د چينار غاړې ته ناست زه او جانان ووم
شروع به مو ټپې کړې يا قربان په تصور کې
سپرلي د محبت وو خپل وزرونه خواره کړي
مستۍ نه په ګډا وه عشقان په تصور کي
پرې وکړي ستمونه پيغورونه ټګ جانان مې
ګټلاى مې زړګي وي امتحان په تصور کې
نفرت وي سوزيدلاى محبت رازغونيږي
دمېنې او وفا کلى ودان په تصور کې
حبيب سره يو ځاى وي خپل جانان په هرمحفل کې
رقيب غماز جهان وي ټول حيران په تصور کې

(((سيد حبيب افغان)))

{/slide}{slide= بي وفا}
زه فرصت کې هميشه راځم ستا در ته
ته په خپله خوښه رانغلې چکر ته
ما دزړه په درشل څوک پريښودل کله
دا خو ته وې چې مې پريښوې د زړه سر ته
ستا د دوه وړو خبرو په ارمان کې
ﻻس  نېولي مې هميش در د اکبر ته
زه به څه وايم چې ستا په زړه کې څه دي
خو ﻻر نشته چې مې وګورې ځېګر ته
که زما دخولې وينا دې يقين نشي
په مخ وګوره زما د اوښکو جر ته
زه حبيب به درته څه وايم چې ولې
ته سوچ وکړه د خپل کلي ماذيګر ته

(((سيد حبيب افغان)))

{/slide}{slide= هجر}

مونږ د پردي وطن کوڅو کې لوى شو
خلک ښايسته ښکلو ماڼو کې لوى شو
زما پښتو له تا نه کلکه ښکاري
ته يي د ښار مونږه په غرو کې لوى شو
تاسره فرق د ورځې شپې نه کيږي
مونږ دچراغ په رڼا شپو کې لوى شو
افغان له جنګ او جګړو نه هيريږي
له ماشومتوبه په لمبو کې لوى شو
ستا د فوځي غاښ مات بچى دې زما
ځکه چې مونږ په سنګرو کې لوى شو
څه به له خونده د ژوندون وي خبر
څوک چې د هجر تورو شپو کې لوى شو
د حبيب سترګې به سرې ولې نه وي
چې يي ګلونه په لمبو کې لوى شو


(((سيد حبيب افغان)))

{/slide}{slide= افغان}
تل مې ګريوان لوند وي ليونى نه يم
خير که يي لمسى يم خو پردى  نه يم
خپل تاريخ  که وګورې درياد به شم
نر يمه پښتون يم پنجابى نه يم
زه د احمدشاه او ابدالي لمسى
نر يم د نر زوى څه ښځونى نه يم
اوسم چې کوم ځاى کې هغه ځاى زما
دا مې دې وطن د تلو سړى نه يم
ما تل د غيرت غشي په زړه وړي
مړ نه يمه مړ په شا سورى نه يم
لر او بر پښتون دې سره يو پښتون
زه حبيب افغان څه څحرانى نه يم

(((سيدحبيب افغان)))

{/slide}

 

زیاتې مقالې …