{slide=درې ګلونه}
رانه دي ورک ګلونه
راڼه راڼه مې دي پراته د زړه په تل ګلونه
اوښکو کې پټ ماته ښکاره زما غمجن ګلونه
شوه رانه لیرې په سپيرو دښتو کې
پښو ته پراته دي د اغزو زما په سجدو ګلونه
رانه دي ورک ګلونه
د پریښتو ګلونه
د ښاپیریو د کمڅو ګلونه
ترینه ټوکیږي د لونګو د خوشبو ګلونه
هم د رنګینو ګلغټیو د وږمو ګلونه
رانه دي ورک ګلونه
چا د ښکلا په عمر ئې نن د خزان ترخې سیلۍ راوستي
څوک ئې د پرخو د بڼو په څوکو
د بیلتانه د سړې غیږې جنازې ښخوي
څوک لوټوي ئې ښکلا
څوک کړوي یې وفا
هر خواته ګورم لټوم مې د حیا ګلونه
رنګ مې د کور د زړه په ګور زما آشنا ګلونه
رانه دي ورک ګلونه
د حکمتونو خدایه
د پریښتو د لمن
د سیوري لاندې ئې خوندي لرې زما گلونه
زما د وارث، زما د حارث زما د بلال ګلونه
زما د ټاټوبي ټول تنکي ښکلې ځوانان ګلونه
رانه دي ورک ګلونه
راڼه راڼه می دي پراته د زړه په تل ګلونه
اوښکو کې پټ ماته ښکاره زما غمجن ګلونه
رانه دې ورک ګلونه

{/slide}

 

{slide=افغان يم}
په تورو تورو شپو کې لکه لمر وځليدم
د ژوند اوراورکى يم په خيبر وځليدم

روان يمه د وړانګو قافلو سره مۍ يون دى
پيزوان غوندې د سرو شونډو پر سر وځليدم

د ګل پر پستو شونډو د وږمو په غيږ کې پروت يم
شبنم يم لکه ستورى په سحر وځليدم

ديدن ته مې را درومي بيا د پيغلو کتارونه
د وخت شهيد منګى يم په ګودر وځليدم

غليم که مې هر څو په سر د غشو باران جوړ کړ
د للمې تږى ګل يم پر کمر وځليدم

رڼا د ازادۍ به رسوم ښکيل ولسو ته
زه څرک د سباوون يم په سپين غر و ځليدم

بيا ناوې د وطن غواړي تندي ته سره خالونه
توده غيرتي وينه په خنجر وځليد م

ګټلى په تاريخ کې ما د روس د ماتې وياړ دى
نړۍ کې لکه ستورى د ظفر وځليدم

پرنګ اوس هم بچو ته وايي چوپ شۍ فغان راغى
تاريخ کې زه د فتحې په فتر وځليدم

د وخت هر يو غاصب ته مې ښودلى د مټ زور دى
د وخت هر يو ګرګين ته په سنګر وځليدم

د حق په پاکه مينه که شوه تويه زما وينه
پروا نشته په زړه پرهر پرهر وځليد م

افغان يم سرلوي ده له ازل نه رب راکړې
د حق بيرغ په لاس زخمي ټټر وځليدم

ورکړي مې ډالۍ کې د شهيدو وينو سره دي
په ښکلو اننګو چې ددلبر وځليدم

زخمي زخمي احساس وم او سلګۍ سلګۍ غزل
ستا شعر کې نصرته په هنر وځليدم

{/slide}{slide=غزل}
رقيب زمونږ د ګلالو نجونو بنګړي ماتوي
ګودر ته ځي په ښکلو پيغلو مو منګي ماتوي

لار ورته نېسم ترې بدل د خپلو وېنو اخلم
چې بې ګناه زما په خوار ولس تندي ماتوي

خورمه سوګند چې زلزلې به دې په کور راولم
زما د قام بچي غلېمه تل پردي ماتوي

ځوانان خو څه د وطن پېغلې مې سرونه شېندي
لکه ملاله چې لښکر د پېرنګي ماتوي

څوک چې زما خاورې ته بد ګوري نو سر به وخوري
زما ولس خو تاړاکونه خونړي ماتوي

دا د ننګونو غيرتونو عظمتونو کور دى
په هر دښمن باندې غاښونه ېې زلمي ماتوي

نصرته تل د خپل وطن له قافلو سره ځه
څوک چې پردېو پسې ځي خود به ېې سپي ماتوي

{/slide}

 

 

{slide=د ميني نذرانه}
پروت يم د اور په غيږ كي
خوځنده ئ لمبي دي
ا وړم پري اوړم
تن او ځان پري سوه ځوم
سري سكروټي ئ ښكله وم
د روان مي پورته غلبلي دي
زړګي مي په لړزا دي
كبابه مي سينه ده
پتنګ غوندي ځان پري كړوم
سري سكروټي ئ ښكله وم
سوه ځيدنه زما هستي ده
دي هستي كي زما مستي ده
ځكه پري تپيږم،كه سوه ځيږم
په جام كي دسكروټو
يوغوړپ ئ د لمبو
د ميني نذرانه ده
د ميني نذرانه ده

عبدالهادي عارض

{/slide}{slide=دکابل چور}
د داخلی جنګ دوران او د برهان الدین ربانی حکومت

په دی ښار کی د خوبانو اثر نسته
په مردانو کی هم حس د احسان نسته
زنانه خو وای کمبود دتوان ګــالی
په مردانو کی هم ډار د سبحان نسته
څوک د بل ومال ته غل وی طمع کاندی
چا د بل مځکه غصب کړی حساب نسته
دلته حق دی د یتیم چی خوړل کیږی
هلته بډی رشوتونه،مستنده قضا نسته
یو دروغ وایی چلونه فریبکاری کړی
بل وعظونه کوی ډیر، رفتار یی نسته
کله ښځی دی تیری ورباندی کیږی
کله ښار ټوله تالا سی پرسا ن نسته
ښار ته ګوره ګویا کیږی دی پخپله
هیڅ حاجت هم د شاهد او ګواه نسته
چا کورونه تعمیرونه دی ړنګ کړی
چا نلونه اره کړی خوف د الله نسته
چا د برق ستنی چپه او ټول تالا کړی
بل پلونه کړه ویران ځای دجزا نسته
یوه هم ونی د ټول ښار اره اره کړی
بل راکټ را توغوی پروا یی نسته
خو دا ټولو هم داسلام دعوی کولی
عارض ګوری رسوا سوی بیان نسته

{/slide}{slide=بد مستی}
عشق دیار می اتشین دی سوځل کیږم
زړه لمبه سوعقل دود اوزه پخیږم

ساقی راوړه پیمانی چی بیخود کیږم
که د نۍ فغان می واورید را خوځیږم

وخرابات ته د رندانو حا ضریږم
پیمانی چی ویشل کیږی نه او بیږم

ځنی مست ځنی مدهوش زه لمبه کیږم
زړه می خوږ دی په اندک څه خفه کیږم

دعشق مست یم لږ او ډیر یی نه پوهیږم
د مقام ویش چی روان وی تری تیریږم

بدمستی او خوف چی راسی نو لمبیږم
خُم خو لږ دی په حوضونو نه صبریږم

خوف ؛ رجا چی ویل کیږی خوشحالیږم
دوه وزره د شهباز سی پروازیږم

زه په لوح او محفوظ دواړو نه مړیږم
غیر له پیره بحر لوی دی عاجزیږم

که یوه شپه دلبر و وینم تکمیلیږم
ګوندی لار می سی کوتا چی ورسیږم

د فراق غشی پر زړه بسمل تپیږم
که سر د مځکی اور سی نه سوځیږم

عارض څومره هڅی وکړی نه پخیږم
صرف د هیلو په کاروان یی هوسیږم

{/slide}{slide=وصال}
په لیدلو دخپل یار غنچه غنچه سوم
سلام او په کلام خوله خوله سوم
همیشه چی می دفراق اوښکی تویولی
اوس چی وقت دی د وصال لمبه لمبه سوم
ډیر وختونه انتظار په شپه او ورځ وم
خو چی راغی زړه لوګی ایره ایره سوم
زړه می پاک د اب په شان سمندری سوم
په بحری طوفان زه خوار څپه څپه سوم
کوم بڅرکی چی ته وینی زما دزړه دی
په هوا کی نڅیدم شاوخواپیکه پیکه سوم
چی د خضر پیالی راکړی حیاتی دی
ژوند په نوی شکل پیل اشعه اشعه سوم
حال می تاته ښه معلوم دی حاجت نسته
خُم اود مینا څخه روان قطره قطره سوم
په زړه کی پټ لکه انار خون جګریم
چی کارد راغی پر ګردن دانه دانه سوم
د دوو سترګو په محراب کی یی تاثیر دی
چی نظر کړی زما پر خوا زره زره سوم
د ښکلا تعریف یی نسته یار معلوم دی
چی نظر یی کړ پرما زره زره سوم
چی یی لاس د شفقت را باندی کښیښود
زه د شرمه او حیا اوبه اوبه سوم
یار می سترګی تورول رانجه چپه سول
ځان می تیر کړ تر اونګ رانجه رانجه سوم
عارض نسی هیرولای ستا یا دونه
په هریاد دی زه ناتوان پارچه پارچه سوم

{/slide}{slide=وطن}
زه دی قـــــربان سمه له تا افغانستان وطــــنه
ای دمیرویس اوغزنوی اواحمدخان وطــــــنه
ستاپه لمن کی روزل سوی شنه زمریان پراته دی
ستاسردرو باندی گزمه کړی شاه بازان وطــــــنه
ســــــــــتا په سینه کی بی کفنه شهیدان پراته دی
تا زیږولی غیـــرتمنــه باتوران وطــــــــــــــنه
دایوب جګه شمله به د انګریز په یاد وی
ای د ملالی او اکبر دزانګو ځای وطنه
ایران که هرڅه کوی زموږ ترمنځ حساب باقی
ای د تیموراو شاه محمود او شازمان وطنه
تاکی خـــــــــــــرقه مطهره دمحـــــــــمد پرته ده
تاکی مرقد دی دسخی شاه مردان وطـــــــنه
بت شکــــــنان دی یو احمـــــد اومحـــــمود ندی
ستا ټول زامن دی فاتحان اواتلان وطنـــــــه
د افغان توره دی پرزړه لکه ســــــورلمرځلیږی
ای دطالب اومجاهد اوهرافغان وطــــــــــــنه
هــــډونه مات دزمانی ســول ستاپرســـــره لمنه
دشریعت چیغه دی لوړه تراسمان وطـــــــنه
ته نازنین یی با تمکین یی په ښایست ترهرچا
ای دلاله او د سنبل ، ریحان اود زعفران وطنه
عارض به څومره ستا صفت کړی دصفت خزانی
ته په خوږمن صورت همت کړی په خنداوطنه

{/slide}

 

{slide=خوښیږی}
ستا به رنګونه رنګارنګ خوښیږی 
خو زما رنګ د غنم رنګ خوښیږی 
ستا به د بل وطن بنګلی یا د یږی
خو زما ژوند د یار تر څنګ خوښیږی
تا به لید لی وی ښایست په جهان
خو زما د خپل کلی بد رنګ خوښیږی
ستا به زړه چیر ته مالداره غواړی 
خوزما د خپل وطن ملنګ خوښیږی
ستا به د مشکو عطر ډیر خوښیږی
خو زما بوی تل د لونګ خوښیږی 
ستا به له بم سره وی ډیره مینه 
خو زما د خمارو سترګو جنګ خوښیږی
ته نیشه شوی چی شراب دی وڅښکل
خو زما نیشه همیش د بنګ خوښیږی
ستا به خوښیږی د رباب تارونه 
خو زما مدام د بنګړو شرنګ خوښیږی
ستا د ټوپک ګولی ونه رسیده 
زما د بابا د توری شرنګ خوښیږی

{/slide}{slide=زمونږ کلی}

لاړلو خران شولو سپرلی زمونږ دکلی
ښه ښایسته زیړماذدیګری زمونږ دکلی 
پیغلی به کتار شوی د ګودر په لور 
ورپسی د مینانواسویلی زمونږ دکلی
ګونګی شوه شپیلی له ورشو نه اواز نه راځی
خوارکی غریب شهید شولوشپونکی زمونږ دکلی
داکدړی چی په وینو باندی سری دی 
کوم ظالم مات کړی ده منګی زمونږ دکلی 
د ماذدیګری لوګی و نه ختل انګړ نه
د تل لپارمړ شونغری زمونږ دکلی
مړه شولو سپین ګیری او مشران زمونږ
خاورو لاندی خاوری شول پټګی زمونږ دکلی
لاړو مهاجر شو ورک له خپل وطن شو
ډوب شو په غمو کی ځوان ځلمی زمونږ دکلی
مه ږده خپی پری مه ږده خپی دی ما تی شه 
را وخله لیونیه مات بنګړی زمونږ د کلی
ښکلی خړه کی وه پټ پټونی به یی کولو 
د بم په لمبه اوسوه خوار کی زمونږ دکلی
مه ژاړه سرور له خاورو یی او چت کړه
زړه ته یی نږدی کړه ده څونډی زمونږ د کلی

{/slide}

زیاتې مقالې …