{slide=د پيښور په کمپ کې}
د پيښور په کمپ کې  ديوافغان
مهاجر د زړه فرياد

دشمشه تو په کمپ کې

دشمشه تو په کمپ کې پروت يم په بد حال
خالقه لايزال ، که خلاص شو لدې بنده

يمه بندي د ای، اس، ای
نااخلم قدم کله بل ځای
چې زه نه واک لرم نه رای

نه مې دسرتضمين خوندي دی نه د مال
خالقه لايزال ، که خلاص شو لدې بنده

دلته کې هره ورځ ماتم دی
هر ګړۍ ظلم دې ستم دی
دلته د غم دپاسه غم دی

دې زور واکانو ربه کبر کړې زاوال
خالقه لايزال ، که خلاص شو لدې بنده

وطن مو ټول شولو خراب
د تنظيمونو په حساب
کور او هستی مې شوه برباد

کلې مووران شو نه ېې در شته نه دیوال
خالقه لايزال ، که خلاص شو لدې بنده

ربه قبول مو کړې دعا
له تا نه غواړو موږ پناه
که ددې بند نه شو رها

نه يې مزه د چپاتي شته نه د دال
خالقه لايزال ، که خلاص شو لدې بنده

اولاد تعلیم ځينې  محروم دی
د دوی کمک هسې په نوم دی
بې وسه ځوان دی که ماشوم دی

ځوانان لويږي بې تعليمه بې کمال
خالقه لايزال ، که خلاص شو لدې بنده

ځوان مو په نوم د مدرسې
چې شي شامل په ليلې
راځي په زړه کې دا ګيلې

ددین په نوم انتهاري جوړشي په چال
خالقه لايزال ، که خلاص شو لدې بنده

دا انتهار لويه ګناه ده
د ورور وژنه ناروا ده
د خدای مخلوق سره جفا ده

زما اولاد مجبوروي پدې منوال
خالقه لايزال ، که خلاص شو لدې بنده

ربه وطن مو کړی اباد
هرخواته سوله کړې بنياد
دا زور واکان کړی ټول برباد

چې شي خبر زموږ د زړونو د احوال
خالقه لايزال ، که خلاص شو لدې بنده
----------------------------------------------

نرګس  منصور
س، ا،ی

{/slide}

 

{slide=افـــــغانان پـــه خوب بـــیده دي}
افـــــغانان به لا ترهغه دغفلت په خوب بـــــيده وي
چى په سریی مــــردكي د دښمن وارهره شيبــه وي

دښمنى كى به خپل ورونه د پردو په لـــــمسه وژني
خپله ژبه ، خپل بازو، خپله پښتوپه پلـــــــمه وژني

چى ورگډ په يوه لاره، لوړ همت دا ټـول ټــبر شــي
بيا به هلته دوې په کلكه د هرچا د زرګي سر شـــي

داسې پوه مدبر نشته؟ چى دا ټـول سره يو ځای كـړي
چې ورگډ يي په يو لاره، هم د سمی هم دغــــر كــړي

دوئ راويښ كړي، لګ روسته ورپیاد خپل تاریخ كړي
گنى تل مدام اغياربه مو په سَرباندى ژوند تریخ كـړي

دوئ ته ووايه چى راشۍ دوحـــدت لاسونه وركـړي
په يو والي او ټينګ عزم خپل سپونه برابــــــر کړۍ

لا تر څو به بد حالت، زمـونږ په كلي او په كور وي
په دښمن باندى به پاتى، د نيکه او دادا پــــور وي


مــوږته پاته د کلونو، يا د ټول عمرپيــــــغور وي
ستاوجود کى به بياکله دا طاقت او داســـې زور وي


لږ همت کړه، همدا وخت دى،لاترڅو به ورته گورى
غليمان دى په كورگډ دي،لاترڅو به ورته سوړ يې

دا گلشن چى درته پاتى، ستا دپلارو او دنيــــــكو دى
دوی ساتلي دا وطن تل په با عـــــزمه ا ولســــو دى

اى ولسه ته را پاڅه د خوشـــــحال دميـــنى كور دې
ســـاتندوى ددى گلزار شه، گنى دا درته پيــــغور دې

لا تر او سه يی په فکر او خاطر کې ډار د جنـګ دی
چاچى دوى سره هغه وخت لاوهــلى سر په سنگ دې

د بابا د تورى شـــرنگ نه دښـــــمنان دي تښتــيدلي
باهمت شه ته په ټينگه ، گــنى يو به شــــــــرميد لي


چى خــــــــپه نشئ زما نه لګ مى سخـــــــــته درته ويلي
زمادردمند زړه ته مرحــــــم شه دا مى حًـــكه درته ويلي

درواري شم راپاڅيږئ  سره يو موتی قوت شئ
د سادات د ارمانو سره ټينګ عزم او همت شئ
-------------------------------------------
د اولس خدمتګار سادات
لــــــــــــــــندن ښار
۲۵/۰۱/۲۰۱۲

{/slide}

{slide=سر و مال ودل جانم فدای ملک ویرانم}
نه من تاجک نه پشتونم، نه زيک سمت ويک زونم
نه من هزاره نه ازبک، نه من زین حلقه بيرونم
خوشم ازاينکه انسانم
نه از این و نه از آنم
من افغانم من انسانــــم ، من افغان پريشانم

خطا باشدتعصب ها، جفاباشد تعصب ها
برای ملت افغان، جزا باشد تعصب ها
من ا و لا د مسلما نم
و زیرا من به زندانم
من افغانم من انسانــــم ، من افغان پريشانم

توای مامورتوای رهبر،توای مادون وای افسر
بيا با هم شويم يکجا ، بسازيم با هم اين کشور
ز غمها ی فر ا و ا نم
به گريانم بــــه گريا نم
من افغانم من انسانــــم ، من افغان پريشانم

سر و مال و دل وجانم، فدای ملک ويـــرانم
همین است عزم و ایمانم من افغانم من افغانم
خوشم براينکه انسانم
من افغانم من افغانم
من افغانم من انسانــــم ، من افغان پريشانم

بيا ای هموطن يکجا، بسازيم کشور خود ا
هستیم اقوام گوناگون، بياريم صلح صفا را
همه یک ملت با هم
بلای افتاده بر جانم
من افغانم من انسانــــم ، من افغان پريشانم

زحسرت ها ګــریزانم، که میسوزد دل و جانم
نمیدانم چه میخواهند، از این حال پریشانم
دریغا این همه حرفها
جفا باشد به حال ما
من افغانم من انسانــــم ، من افغان پريشانم

کجاست میرویس نیک نامم، نمیدانم نمیدانم
کجا شد شاه ابدالي ، نمیبیند به چی حالـــــم
کجاشد مرد میدانــم
نمــیدانم، نمیدانــــم
من افغانم من انسانــــم ، من افغان پريشانم

بیا بابا که نا اهلان، خراب کردند آشیــــــانم
بیا بابا تباه کردند نه باغی است نه بوســــتانم
الا ای اکبر ومحمود
بپا خیزید ببا ایوب
من افغانم من انسانــــم ، من افغان پريشانم

رسول الله شفاعت کن، تو درپیش یـــزدانم
که میسوزد دل و جانم به ګریانم، به ګریانم
من ا و لا د مسلمانــم
که من  پابند ايمانم
من افغانم من انسانــــم ، من افغان پريشانم

من افغانم من انسانــــم ، من افغان پريشانم
چی دردی است درجانم که علت را نمیدانم
رحـم فرما به حال ما
که میــسوزد دیار ما
من افغانم من انسانــــم ، من افغان پريشانم

من افغانم من افغانم ، من افغان پريشانـــم
چی دردی است درجانم که علت را نمیدانم
مـــرنجانم مــــرنجانم
که من سادات چنين ګويم
ســـــر و مال ودل جانم فدای ملک ویرانــــم
همین است عزم وایمانم من افغانم من افغانم
-------------------------------------------

2012/01/12سادات ساعت یک ونیم شب
شهر لندن - انګلستان

Ph.S.Z.Sh.Sadat

{/slide}

 

{slide=مــــوري}
په هر قدم کي دي حکمت وینمه
غیږکي دي مینه محبت ویـــنمه
لوړزړه سرکښه مهــــربانه لرې
پکښي احســاس اوشفــقت وینمه
د ژوندون لاره دي ښودلې ماته
له مشـــورو دي برکـــت ویــنمه
ستاهریوکارله پنده ډک وي همیش
د هرعمل دي  کــــرامت وینــمه
خوږې کیسې چي راتـه تا کــولې
زه هغه ټول اوس حقیـقت وینــمه
دعــا د مورکـه چا ګټـــلې ده نـن
زه یې په ژوند کي سعادت وینمه
امانزی رب لره درخواست کومه
خوپه نصیب کي دي جنت وینمه
امانزی ۱۲مارچ ۲۰۱۱ناروي

{/slide}{slide=ځـــوان افــغان زلـــمیه}
ځوان افغان زلمیه پروت  لـمبوکي د سره اور یمه
ســـوځم لولـپــه شـــوم د بابا دي کلی کــــور یمه
۰۰۰۰۰۰
پام تاریخ ته وکړه  وطني ویاړ حـــماسوکي دی
پلار نیکه غـــیرت یي خپل دتوروازانګوکې دی
نوم یې لوړ اوچت په افغاني جګو شمـلوکې دی
ستا په لوړهمت به ستاپه لاس کي زه سمسوریمه
۰۰۰۰۰۰۰۰
زما ښکلي درې دتــورو شرنګ کښي ترانې لري
ټـــول افغاني وړونه  خــــپل د میني افسانې لري
هرځای سره غــمیان وه په یووالي کي کیسې لري
نـن په نا عــــلاجه رنځ اخته وینـــوکي بــور یمه
۰۰۰۰۰۰۰۰
ورشه په نـــــړۍ کي وطنپال احسا سات وګـوره
ځـــوان نسل اګاه  کړه د پایښت امکــانات وګوره
لـــوړعلم په زده کړه د پیشرفت جذبات وګـــوره
لاس له جنګه واخله دردیدلی کــــــور په کور یمه
۰۰۰۰۰۰۰۰
تیرشی ترنفــــاق د اتحــــاد ږغـــونه پــورته کړی
نوي مفکورې مـــود سمون لاروکوڅو  تــــه کړی
نــوي ډیـــوې  بلي دپـــوهني نـندارو تـــه کـــــړی
بــــل راته څراغ کړه ستا دغبرګو سترګو تور یمه
۰۰۰۰۰۰۰
تــورغـــلیمان ګوره شاوخوا مي راټــول شوي دي
غواړي ما ویجاړکړي ستردښمن د کهول شوي دي
ګــوري امانزی چي د نــامردو پـه رول شـوي دي
ښکــلی باغ د ګـــلوهرافغـــان  تــه جنت نــور یـمه
امانزی ناروي ۲۰اپریل ۲۰۱۱

{/slide}{slide=ســــــــوز}
د زړه ســوز مي را برسیره کـــړه قلمه
چي خالي شي صندوقچه لږڅه لــه غمه
پلــنډي ډ یري کوټه شوي په کوګـل کي
رانه وایې خـله چي زما ده ډ یـــره تمه
درنځور وطــن پیغام پر نوشته کــــړه
چي افغـــــان ولس بیماردی لـــه ستمه
که پردې د نفاق ځوړند وي پر سترګو
داسي  ډ لي خاماخا  زه شــــرمــــومه
د ستړیا احساس دي لیري کړه له فکره
اما نــزی  چي څـــه کوم هـــغه لیکـمه
امانزی ناروي

{/slide}{slide=زنګـــــــا وات}
دغه څـــه رنګـه انصاف که مســـاوات دی
ســـورپه وینوغـــم لــــړلی زنګــاوات دی
مـــوراوپـــلارد خـــپل بچوسره بیــــده وه
پټ یـرغل دنیمي شپې کــــوم مجا زات دی
نـــر اوښځي ماشــومان لــــژند په ویــــــنو
خـــوار ولس ته د مرمیو مکــــافــــــات دی
بــــیرحــــمان دعـــدالت کـــــوي خـــــبري
خـــوعــــمل یې دخـــونخوارو روایـات دی
نهه بچیان یې بې ګـــناه ټول شهېدان شـــول
تاسي خدای دغـــه وحشت که کـــرامات دی
شپـــاړس تنه شهیدان شپــــږ نور زخمي وه
دوحشي امـــریکــــایي اردوعــــــــادات دی
تیـــل پاشـــلي اوربـــل شوی و پـــــر مــړو
امانـزیه دغه بل رنګ دتاریخ یوجنا یا ت دی
امانزی ناروي ۱۱مارچ ۲۰۱۲

{/slide}{slide=هـــــنر}
د بڼې رنګ مي الـــــوتی غم پر سر یم
رنځور ګرځم زخمي شوی پر ځګر یم
دارمان هــیلي زما ټــوټې ټـــوټې شوې
په یـــرغل د انګریزانـــو ښه خـبریـــم
د دښـمن نــاولي موخي پـه رنګــو کي
زه بیــــزاره یې د خیراوهــم د شــریم
د دې واري ډ یر په کلکـه دي راغــلي
پوهید لی یې په چــا ل او په هــنریـــم
چي خــطا نشې افغــانه دوستي نشتـــه
اما نــزی د رته لګیا په زیراو زور یم
امانزی ناروي ۱۱سپټمبر ۲۰۱۱

{/slide}{slide=خپـــل جهــــا ن}
که دي ځان په خپل جهان کي مستغـرق کړې
جوړي لوی کنـــډي کپري ژوندون ګران دی
نه پـوهــیږم چي پر څه راتــه اختــــــه شوې
داسي وایې دې سفـــر کښي ازمون ګران دی
که یـــو شـــــمع لګیــد لې ستـــا و مــخ تــــه
پـــام کوه چي د وطــنه بیـــلتون ګـــران دی
که اغــزي پلنـــډه په شـــا ولس تـــــه ورشي
د جــــفا پــه غـــم کـکړ پیوستون ګـران دی
د پردې تـــرشـا چي جـــوړي معـــا ملې شي
امانزیه په سیا ست کي پټ شـون ګــران دی
امانزی ناروي ۰۱ جنوري ۲۰۱۲

{/slide}

{slide=د ژوندون چپې}
خدایه ولی می هر وخت زړه پریشان دی
مدام په سترګو کی می اوښکو باران دی

مزل می اوږد او زه یم ستړی، تلې نشم
منزل می نشته رانه ورک کاروان دی

ستا د مینی لیونتوب داسی انتها ده
خپل ځانه بی خبر،څیری می ګریوان دی

تا په یاد کی می ډیری کړی تویی اوښکی
یو خدایی می حاله خبر او بل ځان دی

وختونو په چپو کی داسی تیر شو وخت
شاته کندی مخ ته می بیابان دی

غمونو شپی دی چی راځی یو په بله پسی
هره ورځ وحشت هره شپه هجران دی

احمده دی نیمګړی او غمځپلی ژوند کی
مرګی ستا غیږ کی راشی دا می ارمان دی
شاعر احمد نواز بنګش

{/slide}{slide=بی حوصلګی}
بس ده نور د غمونو حوصله نشته
د هجر تور ماښامونو حوصله نشته

ستا جفا د لاسه ټول زخمی زخمی یم
مینه کی نور د زخمونو حوصله نشته

سترګی می هم جوابی شوی په ژړا ژړا
اوښکو تویولو او ویرونو حوصله نشته

زړه می ټوټی ټوټی پکی ساه نشته
نور کتل د ماتو زړونو حوصله نشته

للمی پټی لکه می زړه ویجاړ دی
داسی ریژل د سرو ګلونو حوصله نشته

خدایه ستړی شوم په ژړا او فریاد
د زړه سوی ماتمونو حوصله نشته

سمه لاره د مینی راته کږه کړه خلکو
میراتی دی دنیا رسمونو حوصله نشته

سور انګار کی سوځم ستا د مینی په اور
زړه می پوخ شوو نور اورونو حوصله نشته

ستا په مینه کی د لاسه می هر څه ورکړل
احمده چپ شا نور فریادونو حوصله نشته

احمد نواز بنګش

{/slide}{slide=غزل}
غم د پاسه په غمونو کی راګیر یم
سوړ اسویلو او دردونو کی راګیر یم

ستا یادونه می هیڅ له یاده نه اووځی
که ډیر هم د دنیا ښکلی مخونو کی راګیر یم

خدایی خبر څنګه به وی خوشالی او خنده
زه خو فقط خپلو فکرونو کی راګیر یم

زما مینی ته ځنډونه دنیا جوړ کړو
بی ترسه د دنیا په رسمونو کی راګیر یم

زړه می ټوټی او څیری ګریوان ګرځم
د تړمو اوښکو سیلابونو کی راګیر یم

خدایه ولی دی زه په ژړا خوښ یم
چې هر وخت ازمایشونو کی راګیر یم

ستا د وصال په طمع ژوند تیریږی
حضرت آیوب غوندی صبرونو کی راګیر یم

خلک خاندی خوشالی او میلی کړی
زه احمده هر وخت چرتونو کی راګیر یم

شاعر احمد نواز بنګښ

{/slide}{slide=غزل}
دومره غم په ما انبار شو چی یی وړلی نشم
دردونه دومره زیات شوو چی یی زغملی نشم

سترګی می د اوښګو نه مړیږی هر وخت ډکی دی
د غمه تکی سری دی او غړولی نشم

د اوښکو یو تالاب دی چی اوچیږی نه
خپل زړه پکی لامبوم خو زه لامبلی نشم

دا نیمګړی ژوند او غم ژپلی ژوند
بی له تا حداد بابا اوس تیرولی نشم

هغه سپیځلی خلک هغه وتلی خلک
پکی حداد صیب غوندی نور موندلی نشم

په ژړا دی هر کس چي کوم خوا ګورم
دومره زړونه پری دی چی یی ګنډلی نشم

که د دنیا واړه شی پښتانه راجمعه
بی له تا سترګی په چا خوږولی نشم

خړ ویجاړ پټی می د زړه پاتی شو
پکی خوشالی او خنده تخم کرلی نشم

په چیغو چیغو می زړه ژړه غواړی
خو پښتون یمه زه ډیر ژړلی نشم

احمده اول هم غمونه کم نه وو
مګر دا غم خو وله هیڅ هیرولی نشم

احمد نواز بنګش

{/slide}{slide=د قدرت الله حداد صیب (بابا پښتون) په یاد کی}
یو درون پښتون او وو سوچه پښتون
په ظاهر او په باطن کی سوترا پښتون

ماتم دی په هر کور کی او خپګان دی
په ویر دی او په ژړا پښتون

تل یی کړی وو جنګ د پښتنو لپاره
درویش وو، ملنګ وو او ساده پښتون

شوو لر او برټول پښتانه یتیمان
د زړه آواز وو هر چا او بابا پښتون

ناموس وو، غیرت، ننګ او شان وو
پت وو، وقار او وو صفا پښتون

هره خبره یی د ګل هر بیان یی ګلچین
او به نه مومی پښتانه اوس داسی تکړه پښتون

نه یی قدرت درلود او نه یی واک وو په لاس
مګر همه واړه ته وو قدرت الله پښتون

د ستا خدایی هم په لړزید و شوه خدایه
کله چی درتلو زمونږه دا ښایسته پښتون

دا دنیا راته احمد ه اوس خړه سپوره ښکاری
نه پکی پښتو پاتی شوه او نه رښتیا پښتون

{/slide}

زیاتې مقالې …