{slide=بهار وطن}
اول حمل 1390 هجری شمسی
بهار گرچه همه شور و رنگ وناز آرد
به حزن غمکدهء دل نوا و ساز آرد
بجای نیش مغیلان که زهر آلود است
چمن چمن گل و نسرین عطر ساز آرد
هوای فصل دی وبزم سرد ژاله و برف
ز داغ لاله ، شرار غم و گداز آرد
به شکر مقدم فصل بهار بهر سری
که هیچ خم نشده بر سرنماز آرد
کهن فسرده چمن دشت ومرده صحراها
چو نو عروس خرامیده عشق وراز آرد
بهار یا که زمستان به میهنم ، که دلش
شکسته ،کیست؟ که نشداروی نیازآرد
یتیم پای برهنه ، گرسنه بیوه زنان
نشیب بخت بدش ، فصل نو ، فراز آرد
به لاله زاروطن نیست ارج و بازاری
به کوکنار ، خریدار پرگداز آرد
شکوفهء رخ دوشیزه گان خزان گشته
زبس که موج هوس پیر عشقباز آرد
نهال سبز حقیقت فسرد ، زهر فساد
و سارقان وطن تیغ حرص و آز آرد
خمیده است قد نوجوان ز نشه بنگ
هزار غم به دل و جان اهل راز آرد
کجاست دست محبت که ازستاره وماه
درخت خشک وطن را قبای ناز آرد
به باغ سبزه وگل ،میهنم که جانمنست
شکوه رفته ما را دوباره باز آرد
شعیب دم مزن از غم درین بهار امید
که شام غم برد و صبح دلنواز آرد

{/slide}

{slide=انقـــــــلاب}
چی په سر کی یی شور د انقلاب نه وي
چی خپلواک  لکه د یاغی عقاب نه وی
یوازی په ژبي څوک پښتون کیدلی نښي
افغان څوک ورته  ویلی، منلي یی  نښي
 چی د پښتونوالی یی لوستلی کتاب نه وي
-----------
پښتونوالي ـ پښتو: پت ، ښیګنه ، توره ، وفاو ننګ
-------------
چی د پتمنو په سنګر کی روزل ښوی نه وي
چی د میړنیو افغانانو په لشکر کی منل ښوی نه وي
  چی د خړو شملو، خمتا جامو، ښکیدلو  څپلو
  د اسیر یتیم ولس په غم کی زوریدلی نه وی
بیا دا ټپوس څله  په ځان  نامه د باز  کیږدي
چی خپلواک لکه یاغي باز بلند پرواز نه  وي
------------
چی د خداي ( ج)  په لاره  ګران  وطن د  پاره
هسکه شمله ټوپک په غاړه ، دنګه غاړه نه وي
چی د عزت ژوند،عزت مرګ یی لاره نه وي
چی بي له دغی لاری یی  بله چاره  نه  وي
بیا دا   ګیدر څله په ځان  نامه د ځمري کیږدي
چي د ځمري په شان یی لـوړه  غاړی نه وي
-------------
چی مخ په   وړاندی لکه د خړ سیلاب نه وي
چی د وطن اسیر ولس د ژغورنی نجات د پاره
  خوا مخوا په  فکر د لاریو ن و انقلاب نه وي
      افغــان  نه ده  افغــان  یی  څوک  منلی  نښي       
چی یه سخته کی تیږه د ژرندی ـ آسیاب نه وي
-------------
داوده اپريدیه ! د غازیانو نیکونو لمسیه :
د غازي غلام حیدرخان ، ِغازي عجب خان ،
غازي شهزاده خان ، شهید غازي حیدرشاه خان اپريدي
   د بستی خیلو د کلو د شیره کیو خوریی  یه  
-----------
   ځار ښه قربان ښه د با احساسه افغانانو نه
 د خپلواکو سایتونو د  مښرانو متصدیانو نه
 چی د وطن اسیر ولس په غم کی  زوریږي
د غلامی د  اسارت په  امیلونو  شرمیږي
============
   داود شاه اپريدي
 د شعر نیټه: 12/19/2013
-------------
 12-23-2013    :  د خپروني نیټه    

{/slide}{slide=د نوامبر تړون - د دیورند دوهم تړون}
   داوده!مونږ افغانانو د پیرنګي ـ دیورند تړون
     د لرو برو زړونو کی وهل ښوی خنجر پرون
د شاه شجاع د لمسی د داګترعبدالرحمن خائن ملی
 د تاریخ  شرم  و ننګ  ټـړون نه ده منلی
--------------
مونږافغانانو د دیورند د المسیانو د[نومبرتړون]
  د نــړی د لــوټمارانو د  زور زر تـړون
 د بیپیلوته الوتکو د چترلاندی د شر تړون
     مجاهد ولس ته د پیغور و زهر تړون نه منو  
 -------------
د شاه شجاع و کلکانی د المسیانو ګډاګیانو
د وطنپلرونکو بیهویتو،بیغرتو، کله خامو
د  خاوری  و ولس د  دشمنانو ،  خاینانو
د خاین ملی، مــداري د خـر تړون  نه منو
------------
مونږ د پردیو فیصلی و  فرمان نه منو
  په  پلمه  د  بیشعوره  طالب  و  تـرهګـر  
قتل عام د مجاهد ولس اتل افغان نه منو
دا منو  تر څو چی :
 د نړی د لوتمارو حضور په خاوری د افغان وي
هم به منفوره بیشعوره ډلی په نامه د طالب
هم د روسیه  تظار د غلوډلی کله خام  وي
  منفوره ډلی طالبان نه مړیږي نه خطمیږي
دا تزویر د پیرنګی تسخیر د لوي افغانستان ده
-------------
پــرونی  پیرنګي طالبان دي  وژي ښوي
  د بشریت دشمنان لوټماران دي وژي ښوي
بلخ و بدخشان بلوچ و بولان رانه غواړي
د آمو و واګه بندر لوی افغانستان رانه غواړي
--------------
د دیورند د المسیانو د فرمان لاندی ژوند
د نړی د یرغلګرو دسیوری لاندی ژوند
غلامی ،  اسارت ،  حقارت ، خیانت ده
 د وطن ناموس په  سر سودا جنایت  ده
------------
داوده!ځارښم د مجاهد ولس افغانانو نه
د خاوری ؤ نامـوس حامیانو ځمریانو نه
چی د  خدای  (ج )  په لاره وطن د پاره
  سرونه یی په لاس سر  می  ورنه ځــار
-------------
مونږ د وران ویجاړ ګران وطن د پاره
د زوریدلی کړیدلی پریشان  ولس د پاره
د ګاوندیو د نړی بهرنیو هیوادونه  سره
د سیاسی اقتصادی تجارتی تړونونه منلی ومنو
------------
    خو  په  شرطی چی :
 په  اساس  د  حکم  د ( الهي)افغـانی وي
ځمکنی بښپرتیا ،خپلواکی مو خوندي وي
 مطابق  د  تعامل د افغاني بین الملی  وي
     تامین امنیت د ملي غرور د افغاني   وي   
-----------
نه دا چی د بیپلوطه الوتکو د چتر لاندی
د یرغلګرو  د  ټوپک  د  میلی لانـــدی
په فرمان د پیرنګی، پره دي،تحمیلي وي
نه خپلواکي،عزت ناموس د چا خوندي وي
----------  
 
   پام  کوی  افغانانو  دا  ملی  امنیت  نه  ده
  دا  وحشت  ،  جنایت ،   شرم  د ملت  ده
       دا  تـوطئه  ،  تدبیـــرو تـــزویر د پیرنګی   
   واک مو د خپل نه ده د پردي ، پیرنګی ده
------------
    مونږ افغانان  یـــو ننګ زمونـــږ غلام ده
   مونږ  پښتانه  په  وطن مو سر قـــربان ده
     مونږ اسارت ،حقارت نه ده منلی نه یی منو
     خپلواکي زمونږ شعار د پلارونو نیکونولار ده
------------
   لـرو بـر د  آمــو  تـــر اباسینده  افغـانان
       پښتانه  دری ژبی ، نورستانی ، بلــوچان
    د یوی  خــاوری بچی د  یو چمن ګلـونه
       داوده !ټول  سره  ورونه  یو افغــان دي
------------
     د آمـو تر اباسینده ګران لــوی افغانستان
     لرغونی  بلخ  و بدخشان ، بلوچ و بولان
     هلمندو ، ننګرهارو  ، کنـرو لویه پکتیـا
اپريدی خیبر، د آدمخیلو آخر دره لویه تیرا،وزیرستان
     فخرد افغان شریکه کور د هر افغان ده
-------
       څوک  یی چی  نه منی د  خاوری دشمنان
     پریږدی دي دا   میړنی خــاوره  خاینان
       وطن مور  ناموس  پلرونکی کله خــام  
       خوښه یی چی ایران خراسان ـ خرو آسان
       پاکستان ـ  که  هـــر آستان  غــــواړي
------------
  مونږ خو چغی وهلی دا کاذبه دموکراسی ده
   نوی سیاست د استعمار، شیطنت د پیرنګي ده
  تسخیرد لوی افغانستان هغه زړه امپراطوري ده
   مونږ ویل  پام  کوی  چی په کی راګیر نښٍی
      دا  استعمار ،  استثمار  لــومه  د  غلامي ده   
   خدای(ج)  نکړی واک ـ اختیار مو د پر دي ده
-------------
مونږ ویل دموکراسی نه ده ډموکراسي ده
د وطن ناموس په سر سودا ، خیانت د ملي ده
د ډمو نظام شرم د افغان خلاف د( احکام د الهي) ده
اصیله افغانانو چیرته  منلی ډمـوکراسي ده
------------
 مونږ لیدل چی په کابل وکوټه و پشاور کی خاینانو
  د وطن ، مظلوم ، ولس  دشمنانو، نامردانو
د روسي و پیرنګي ډول ته یی لاسونه ټکول
    په پښو کی یی بنګړي په سرونو یی سره ټکري
د مونږ کره راسی  ، چپ و راست  ګډیدل
  هــر کله راشی  شعــارونه  یی ویـــر کول  
------------
لعنت د جاسوسی د شبکو په ملی خاینانو
چی د وطن ناموس په خرڅولو نه شرمیږی
د اسیر یتیم اولس په اسارت خوشحالیږی
هر زور و دهل ، روسی و پیرنګی دهل ته
لکه د۲۰می پیری- زمانی، د خاینو ډلو په شان
لکه د لاهـور  ډمی  ګډیږی نه  شرمیږي
-----------
 خدای(ج) نکړي:د وطن مور د جنازي په اعلان کی
لرو بر په  ټول لوي ګران افغانستان کی
لاریـون  ونښول  د لاریون په انتظار کی
 دغه شرمیدلی حال ته تندر دآسمان ژریږي
-----------
ادیبانو ، شاعـــرانو غــږ مو اوچت  کړی
لوی افغانستان شریکه کور د هر افغان ده
  د وطن ناموس نه دفاع مسئولیت د هرافغان ده
دا زوریدلی حال شرم و ننګ د هـرافغان ده
-------------
دا وخت د  نڅا ، خندا  ،  د ګــډا  نه ده
وطن ناموس خرڅیدو ته یی پـــرینږدی
 فرهنګی غلـــو پره دو ته یی پـــرینږدی
دا وخت د پریوتو د پاڅیدو د شاه ځلموده
-----------
 د وطن مـــور ناموس  د نجات  په خاطر
 د اسیر ، یتیم ولس د  ژړا و فریاد په خاطر
 هیوادوالو په  کابـل و کوټه و پشاور کی
         پاڅون خو څه کوی  چا  لاریون و نکړل        
  تاریخ ثبت کیږی ریکورد کیږی وخت د امتحان ده
----------                                                                
خپلواکی منل ښوي اصل د هر انسان ده
غلامی شرم و ننګ د هر اصیله افغان ده
وعده د خدای(ج) به په سرکیږي،خپلواکی به ګتل کیږي
    ناامیدي صفت د شیطان ،چیرته افغان ده
-----------------
 خدای(ج) پوهیــږي  څوک  نه  پوهیــږي
داود اپــریدی!  به  وي  یـا  به  نه  وي
 د تـورو  خاورو  لانــدی  به  ویــده وي
څه می چی د زړه  په وینو لیکلی رقم کړي
 ځوان  نسل  ، راتلــونکی  نسل  ته   به
 د لویی تیرا د اپريدیو آدمخیلو آخر دري کی
د بستی خیلو د ما ما خیلو شیره کیو  په کلو وکورکی  
تار یخی شعار،  یادګار ، ویاړ پاتیګیږي
= = = = =  = == = = =
 داود شاه اپريدي      11/21/2013
          -------------                                                                
 یادونه : ډم = سیاسی رقاصه
ډموکراسی  =   د ډمــو نظام
خفاشان ، حیوانان  . = Dog - ter
=========  

{/slide}{slide=معاهده دوهم دیورند ـ اشغال وطن}
مرثیه در مورد وطن

تاریخ : ۲۰۱۱ -۱۶- ۱۱

•• • • • •

هموطنان وطن تسخیر ـ اشغال شده
ملت ی غیور اسیر به غم گرفتار شده

داود!همچو مرغی در قفس بـی آب و بیدانه
پرو بالش شکسته بیچاره و بیمار شـد ه
-----------

به ( خدا ج ) جګرم خون اشک دیده ام خون
غـم ی وطن ننګ ملت برسرم بـار شده
-------------

کسی به جرم دفاع از ناموس مادر وطن
با بمبهــای خــــوشه یی کـــور دشمن
لر و بر در هلمندو، پکتیاو و اورزګان و قندهار
در وزیــــرو ، سوات و کنرو ننگرهار
کشته و بر سرو رویش ادرار بیوقار شده
--------
کسی به جرم مظاهـره کشته و زنجیرو زولانه
بیگناه و بیدفاع برسر د دار شده
-------
کسی را طفل یتیمش بیخبر از گناه
به جرم مسلمان بودنش مجاهد فــردا
قلم و کتابش را گرفتند اسیر خیمه ها
گشنه و تشنه گدای کوچه و بازار شده
-----------
کسی را طفل یتیمش بیخبر از دنیا
برای ترویج ډموکراسی غـــــربیها
از طرف لوطیان و دزدان شمال بیحیا
در تخار ـ بغلان تجاوز آشکار شده
--------
کسی در کشوری نامسلمان ایران و پاکستان
از طرفی دولتمردان ثیغه یی زاده از نیاکان
بجـرم ی پناهنـده و مهاجر مظلوم افغان
زنجیـــرو زولانـه روانه یی دار شده
•• • • • •

تو ای احمدی بد نـــږاد ، کمزاد ایران
صیغی زاده حرامزاده غلام زاده از نیکان
خبردار هــــــوشداری ملت غیور افغان
شاه محمود و شاه اشرف دیګر در فکر انتقام شده
-----------
تو ای پورکستان بدنام زاده غلام از نیاکان
بیخبر از تاریخ نیاکان ملت غیور افغان
خبر دار هــــوشدار تو ای کودن نادان
نواده های وزیري و اپریدي در فکر انتقام شده
----------------

این همه بستن و کشتن و به دار آویختن
فقــرو بیکاری اسارت و ظلم و ستم

تـــوهین و تحقیــری ملت غیــور وطن
با حضور طالبان انگلیسِی دشمنان میهن با مصلحت نواسه های خاین شاه شجاع
دزد ان ی سمت شمال مجاهــد نما
مادروطن فروشان این حالت زار شده
-------
قــــدری آزادی و مادر وطن ـ کجادانند
خفاشه های طویله های ایران و پورکستان

آنکه اجیر و خود فروخته و سر سپرده
انگلیس و روسیـه یی تــزار شــده
•• • • • •

به ( خدا ج ) جګرم خون اشک دیده ام خون
غـم ی وطن ننگ ملت برسرم بـار شده

•• • • • •
داود ! بنازم ، ببالم فخـــــر افغان
شاه محمود ، شاه اشرف ـ میرویس خان
شیران غـــران ی ملت غیــــور افغان
که در جنګ افغـــــان و اصفحان
به زانو درآورد شاه حسین اصفهان
شاه دخت اصفحان به رسم احترام
تاج شاهی گذاشت بر سر شاه محمود افغان

------

بنازم ببالم حماسه های ملت غیوری افغان
اپريدي غازي غلام حیدرخان ،عجب خان ، شهزاده خان
که در جنګ سوم ی انګلیس و افغان
به زانو درآورد امپـــراطوری جهان
----------
مراجعه شود
www.britishbattles.com/.../ali-masjid
-------------
Fire In Afghanistan 1914/ 1924 مراجعه شود
--------------
از ماست که برماست شرم و حیا کجاست
این همه توهین و تحقیر متوجه همه یی ماست

•• • • • •
گفته بودیم طمع ی نیست از خفاشه ها
وطن ناموس فــروشان ـ مـادر خطا
ما در وطن را خنجر مــزن بیحیا
تا کی تــوانستند خنجر زدند خفاشه ها
-------

به هر رنگی که جامه پوشند خفاشه ها
نواسه های زمانی ـ هند برطانوی و شاه شجاع
چادر سرخان جنـده پوشان کمونستان ی
پشاور و کـــویته بنام خیبـر پشتوخـوا
----------
من از قرصک پای نیاکانش میشناسم
برده ؤ غلام ، منفور و بدنامش میشناسم
مهاجر و جاسوسان ـ هند برطانوی ـ و ایران
خراسان ـ خروآسان کله خامش میشناسم
•• • • • •
داود شاه اپــــریدی
۲۰۱۱ ۱۸- - ۱۱
==================

{/slide}{slide=د افغان و انګليس څلورمه جګړه}
هیوادوالو ! بيا په وطـن جنګ ده
د افغان و انګليس څلورم جنګ ده
د ڼــړی د تــرهګرو سره جنګ ده
ټوله پښتنونخوا په وينــو رنګ ده
------------
افغانانو پاڅـی په وطن جنګ ده
د بشریت د دشمنانو سره جنګ ده
د ړانډو بمونو ، تښو لاسونو جنګ ده
د ظالم و مظلوم ډیر نابرابره جنګ ده
عراق و فلسطین ټوله نړی په وینو رنګ ده
-----------
داوده ! دا وخت د تماشا و خندا نه ده
دا وخت د نڅــــا و ګــــډا نه ده
وطن ناموس خرڅیدو ته یی پرينږ دو
دا میراث د نیکونو ، عظمتونو،هیبتونو
پیرنګو ته ، پره دو ته یی پرينږدو
------------------
پیـــرنګیان د نــــړی جنـــاتیکاران
د پلار و نیکونو قــــاتلان ، دشمنان
په فکـــــر د انتقـــام دي راغلــــي
په فکر د تسخیر د لوی افغانستان راغلي
آمو بندر بلخ و بدخشان ر انه غواړي
د ګوادر بندر بلوچ و بولان رانه غواړي
ثروت و عزت فخر د افغان رانه غواړي
------------
وطن بيا تسخير ښوی ويجار ښوی
ميړنی اولس اسير ښوی يتيم ښوی
وطن بيا د مونـږ نه قربانی غـواړي
اسير يتيم اولس خپلواکی غــواړي
-------------
قتل ی عام د لـرو بـــــرو پښتنو ده
د ميـړنيو ، پتمنـ ،ننګیالو توریالـو ده
کور په کور کلی په کلی چغه د غزا ده
د وطن د کاڼـو و بوټـــو دعــا ده
-------------
ټولی پښتنونخوا کی اور دی لګيدلی
تندر د آسمان دغه حال ته ژړيدلی
افغانان و پاڅی په وطن جنګ ده
دا وخت د تماشا ، خندا د ګډا نه ده
----------------
د هلمندو ، ميـوندو ، پکتيا و اورزګان
وزير و ، مسيد و ، ډاورو ، چترال و بلوچ بولان
د هــــری دری کــاڼـی او بــوټی
بيا د شهيدانـو په وينـو رنګ دي
----------
په وطن جنګ ده غیرتونه ټولوم
راته دريدلی ننګ ده سنګرونه جوړه وم
لرو برو پښتنونخوا کی چغه د غزا ده
په توکل د ( الله ) زنځيرونه ماتوؤ
----------
د اپـریـــدی خیبر و د تاریخی تیـرا
د کنــــر و پکتیا غـــرونه دړه زیږي
چی افغانـــن بيا دی يــــاغـی کيـږي
لروبر مرور ورونه سره يــوکيږي
د دیـورند زنځیـــرونه به ماتیــــږي
لـرور بــــر که يو موټي يو آواز نښی
خدای ج ده نه کړی زوال د پښتنو ده
-------------
اپــــريدي غــــازي غــلام حيــدر خانه!
د افغان و انگلیس په دوهمی جګړی کی
د علی مسجد د لوی خيبر په دری کی
چی د غـازيانـو مښر د لشکر وی
د پيـــرنګيانو مخی ته سپر ـ خطر وی
----------
د لــــوی افغانستان د هــری دری
کاڼی او بــوټی ژاړی چيــــرته يی؟
مراجعه وښي
www.britishbattles.com/.../ali-masjid
-------
د کتاب نوم . Fire in Afghanitan
*********
غـازی امـان الله خانه ! فخر د افغان
غـازی عجب خانه غازی شهزاده خان!
د افغـان و انگلیس په دريمی جګړی کی
د لويی پکتيا د ټولو وګړو په قبيلو کي
د ( ټــــل ) د فتـــح په حمـاسی کي
چی مښـــــر د لشکــــر وؤ افســـــر وؤ
پبرنګیانو ته تنـــــدر د آسمان چيرته يو؟
=========
داود شاه اپريدی
8-10-2010

{/slide}{slide=د د نوي کال پيغام}

د د نوي کال پيغام
--------------
لرو برو په پت مينو قدرمنو افغانانو
ياغي ورورنو د دنګو غرونو ځمــريانو
غم ځپلو خويندو ميندو مظلومانـــو
نيکمرغه موکال ـ نوی کالم ومبارک ښه
--------
ښه پوهيږو په وطن کی څه تيريږی
په کوزه او بری پښتونخوا کی څه تيريږی
خلک محتاج ، وچه ډوډی نه پيدا کيږی
خوشحالی وروکه د تورتمونو بازار ده
د پسرلی په خوند څوک کله پوهيــږی
پسرلی حيران په دغه غم ځپلی حال ده
د خپل د راتګ نه شرميږی زوريړي
چه په مغروره اولس څه تير يږي
******
داوده ! پسرلی د شتو د غرونو لالی وايی
------------
پيرنګيه ! تر څو به دی په ســـر
تاج د زړی امپراطوری پادشاهي وی
دا استعمار، استسمار ډموکراسي وی
د شاه شجاع د کلکانی د هند د نوابانو
د زرو کالو سرو جنــډو، سروټکړو
لاس په ځنی جيره خواره ګډاګی وی
--------
د نړی زوريدلی حال ته چه ګورو
په توکل د پاک الله نن وی که سبا
ستا د کبرو غرور زوال به ګورو
وعده د لوی خدای (ج ) به په سرکيږي
د افغــــان و فلسطين و عــــراق
د نړی د زوريدلو کړيدلو مسلمانانو
هيلی و آرمانونه به سر ته رسيږی
--------
3-24- 2011
داود شاه اپريدي
=======================

{/slide}{slide=د ڼړی ترهګرو د  غــم  لشکرو }             
------------                                                               
د ڼـړی  تــرهګرو  خيمی وهلـــي         
د افغانانو په دشتو غرونو کلو وکور       

د وطن  حالاتو حادثاتو زورولي          
هر چا ورک  کړی   کلی او کور      
---------                                                      
د  ژونـد  په ځوانی و پسرلی کی                                           
نه د ځوانانی ، نه  د پسرلی  شور                                          

نه د يارانو لشکری د ملګرو په لور                                         
نه مينه و محبت  د ورور او خور                                          
--------                                                      
نه د پسرلی د خـوشحالی سندری                                          
نه  د اخترو د  نيکمرغی لشکری                                          

نه  د غــرونو  د دښتو   په لمنو                                          
د کوچيو ملالو د پسرلی  لشکری                                         
---------                                                       
نه د مازديـګری  د ملالـو  ښـور                                          
نه په ګدرغاړو د پايزيبونو ښور                                        

په  هــر لـوری  خاموشی  ښوه                                          
نه دې بيوسو ملالو په  نغريو اور                                         
------                                                           
نه د  رباب زلفـی خـوری کيږی                                         
نــه د بلبلــو چغــې اوريدل کيږی                                       

ربابـــونه ګنګه ښوی مات  ښوی                                         
نه د ځوانانو حجرو کی ټنګو ټکور                                         
----------                                                      
نه د  اخترو نو د خوشحالی خبری                                        
نه د لرو برو ملالو د پسرلی سندری                                     

داوده ! نه پوهږو دا څه وښوؤ څله                                       
دا  په  کومی ګنــاه  په  کــوم  تــور                                        
---------                                                     
1-4-2009                                  
داود شاه اپريدي

{/slide}

{slide=پسرليه په خير راښی}
---------------                                                                                                                      

د پشتونخـوا  د غـرنو او د دشتو  په لمنو کې                          
د نړی د ترهګرو وحشی لشکرې کوزی ښوې                        
کور په کورکلی په کلی فاجعی دی تکرارې ښوي                                                                                                            
د زړه پـه دشته می د غـم لشکرو خیمې وهلي                         
-----------                                           
د هلمند و اورزګانو قندهارشارونه سوزیدلی                         
د وزیرو پکتیاؤ کنرهار شارونه وران ښوي                       

د بلبلو د چیغار د بهار ګلونه  مـــړاوی ښوي                         
په د غه سوزیدلو شارونو بهاربه څرنګی رازی                        
------------                                           
د  میړنیو ځوانـانو حجری  دی  ړنګی  ښوي                           
څوک شهیدان څوک بندیان څوک یاغی ښوي                         

د ګـــودرو غــــاړی  ماتی ښوی خــــالی ښوي                        
چه مازدیګر وخت د ګودر ښی څوک نه راځی                        
--------                                              
د خاینو ګډاګیانو کورونه  شارونه ودان ښوي                         
د اصیله افغانانو کورونه ، شارونه وران ښوي                        

د ډمـــو د ګـــډا محفلونه بـــازارونه توده ښوي                         
دغه شرمیدلی  زوریدلی حال ته بهار نه راځی                         
---------                                               
د ګـیډړو شـرمیدلو خرڅی ښوؤ ډلی نشه ښوي                          
د خپلو بادارانو پیرنګیانو په ولو سپا ری ښوي                          

تر څو چه د ګیډړو نشه  نه وی ماتــــه ښوي                           
په دغه  شرمیـــدلی حال نـــوی کال نه  راځی                           
---------                                               
د پره دیو د سیوری لاندی ژوند دی تحمیل ښوی                         
د بی پتی  بی عــزتی  ژونــــد دی  تحمیل ښوی                        

داوده! دافغان د حال نه نوی کال دی خبر ښوی                           
په دغه  زوریدلی حال نوی کال به څرنګی راځی                       
--------                                              
2006                           
داود شاه اپريدي

{/slide}

مرالدین سرحد :داروښا د داکترنجیب الله دشهادت
د پنځهلسمي کالیزی په مناسبت
 
ما راوړي نن ګلان له لرې کلي
په پاک نیت مې ستا په کبر غوړولي
زه چې گورم دی کبرو ته هرې خواته
رنگا رنگ جنډ ی هرچادي ځړولي
ستادکبر په زیږو خاورو د پاسه
ښکلي ښکلي سره ګلان دي راشنه شوي
 
ای شهیده!
نورڅه نه لرم بیان کړم
دوطن د درد کیسې دي
جنگ وهلي گران وطن ته
جوړې تورې دسیسی دي
تاچې مخکې و ویلي
گوري وار مو خطا نشي
که واک واخیست ټوپکدارو
بیا نو مرگ او ادیرې دي
درته وایم خپل احوال زه
د وطن جامې زړی دي
تڼۍ نلري گریوان کې
ډیری یخې لاس و پښې دی
دغربت پښې لوڅې پوڅې
له تڼاکو هسې سری دي
له دی چاودو چاودو پوندو
سری وینې تری خورې دي
د رانجو په ځای چوخړنې
دواړه سترگی یې نیولي
هره ورځ په ژړا پروت دی
ر ڼې اوښکې تکی سرې دي
په بدن کې یې پیدا شوې
څوغونداري سری دانی دي
د رنځور وضع ترخه ده
اوازې خورې وری دي
ډلی ډ لی طبیبان دي
لټوي علاج رنځور ته
هر طبیب ته که په ځیر شئ
ددی رنځ هلته کیسې دي
اوس په دی متیقین شول
اوس لیکلی یئ نسخی دي
په ملی مصالحه کی
ددی رنځ درمل پکی دي
 

{slide=د«کاڼی» غږ }

غل
یوغل بل غله ته داوایې
ای دغله بچیه ګوره
ورځ به راشي چې ته خوارشي
بیا به غلا کوې له کوره
یابه ونښلوخپل مینځ کې
بیاپه دې تشه کڅوړه
بیابه خواروزارله شرمه
ژوندبه ډک وي له پیغوره
دادکلي خلک پوه شول
نه لروډوډۍ مونږسپوره
پرونی توان مواوس نشته
چې داخلک کړوبی کوره
تاته وماته پاڅیدلي
زمونږماڼۍ غواړي نسکوره
چې له مونږه ډاریدل دوي
اوس ویښ شوی دي له خوبه
اطاعت نه کړي نورولې؟
ډارورک شوی پام کړه ګوره
خاوندان دکورویښ شوي
ورک مالونه غواړي وروره
امرالدین سرحد
مسکو
۲۳/۰۳/۲۰۱۶{/slide}{slide=د«کاڼی» غږ }
غږ دی پورته کړه عالم په مونږ خبر شی
روغی جوړی ته مو خلاص نوی ګدر شی
ورته راشی له کپړیوو سره تږي
وچ یی ستونی په اوبو ورته معطرشی
ورته راشی دمینوو لوی کاروان

دکلو تږي دمینی خلاص یی سر شی
بیا د«کاڼی» دسندرو غږ له ورانه
تر سرحده څې رسیږي غږ هنر شی

{/slide}{slide=د زړي ببئ}

 راشه ګوره دی کلا ته
د زړي ببئ ژړا ته
دړي وړي یې دروازي دي
دری کړکئ په وینو سري دي
«»«»«»
ماتری وپوښتل زړی نه
حال ته ووایه کردی نه
په ژړا یې راته وويل
حال بیان کړم درته څه خیل؟
‎«»«»«»
ډزي وشوي دپوځیانو
غږشولوړدبهرنیانو
دروازه یې کړله ماته
په خپل سرراغلل کلا ته
«»«»«»
ماشومان ټول په ژړا شول
دوه اورپکي په خندا شول
مشرځوی یې راټپی کړ
زمونږ سپینږیری یې بندی کړ
«»«»«»
زمونږ جامي یې وشندلي
په خپل مینځ کښې څه ویلي
مونږ له ډاره په خوله چپ و
لاس تړلي په ملا کړوپ و
«»«»«»
بهرنی اوس په خپل سر دی
بی سری دایو خطر دی
قام په قام مونږ جنګوي
څه څې غواړي هغه کړي
۱۱،۶،۲۰۱۲

{/slide}{slide=د سمندرګې لویدیځه غاړه مانه ده لیدلی}
زما د مینی غوټۍ له پولی هغی خواته د سمندرګی لویدیځی غاړی ته د یو لوی بڼ په پراخ زړه کښې د ښکلی څانګی په سرښوری، له ډیر اوږد واټن څخه خواږه غږونه او انګازی د یوی د سهارنی بلبلی د چڼهار په شان او یا کله د ځنګله د شني چیني نری شڼهار په څیرغوږ ته می راځی او سوکه، سوکه می تخنوي،
ما سوچ نه کاوه
چې مینه واټنونه
غرونه
ځنګلونه
توپانونه
نه پیژنی.
اوه دا څه حال دی؟
دا قوت او دا قدرت
دا خو بریښنا ده
انګازه خوهمدا ده
دا خو مینه ده
دا لیونتوب نه دی؟
نه؟ نه دا......
دا په افکارو کښې
په زړه کښې
په ادراک کښې
په جذبو کښې
له زړه څخه راوتلی
دمېني توپان دی
پام پکاردی

او بیا مې هیله لکه د سري پلوشي په شان دمېني له تودو وړانګو سره یوځای سپرغۍ ، سپرغۍ په ترکهارهوا ته پورته شوه په تخنیدو راغله، لکه د مرغۍ واړه بچوڼی وزرونه کاږی.
زما په ماغزو له اوږدو واټنو څخه لری اغیزناکه غږ ولږیده، د خیال په سترګو مې لکه چې د موسکا شونډو په څوکو له ورا سری غوندی بریښیدي چې ښکلی انځور تری جوړیده، فکر ته مې راغی.
څنګه وکړم ای خدایه!
ته مې د مېني تنکي مزیو ته قوت راکړه

څې دا اوږده له پیچمو ډکه لاره
تر وروستی مزله پوری پای ته ورسوم،
دا د ارمانونو تنکۍ پاڼي
دا د مېني نرۍ، نرۍ څانګي
څې د هیلو غوټۍ پی ځوړندي دي
لا سپړیدلی نه دي
د لمر وړانګي یې
په پرخو لامده غومبری
ترسهاره تودوي
ورورسیږم
خو له ما نه په لری واټن کښې
د سمندرګی په لویدیځه غاړه کښې
هلته څې زما د مېني غوټۍ
زما د لمر په وړانګو وغوړیږي
د سمندرګی هغی غاړی ته نژدی شم
زه به هرومرو نژدی شم
په دی چې مینه ده
هغه په انګازو لیکلی لیک ،څې یوازی زه پې پوهیږم
زه یې وینم ،زه پې خوشالیږم
زما د مین زړه په پراخه جونګړه پروت دی
زه یې هر سهار لولم
ستا دخیالونو لیک
د سمندرګی له هغی خوا
راغلی زه یې لولم
بیایې لولم
ستا لیک
دسمندرګی له هغی خوا
لویدیځه غاړه
ستا د ښکلا غاړه

مسکو ۲۰۱۲د می یودیرشم

{/slide}{slide=ای وطنه}
تل دی یادومه ای وطنه په سندرو کښې
مینه دی توده ده زما رګونوکښې
ویاړم څې جرګي په تا راټولي دي
نیغه دی شمله ده محفلونوکښې
تل دی یادومه په سندروکښې

خلک نن لړلی په سرووینودي
لږڅه پریشانه له پردیودي
تیری به ناخوالی شي په تا باندی
نوم دی مدام لولم تاریخونوکښې
تل دی یادومه په سندروکښې

ستا د زړګی ټپ ته به ملهم شمه
ستا دپرمختګ شاته اړم شمه
مخ د ماشومانو په ښونځیوشي
جوړدی پوهنځي شي په ښارونوکښې
تل دی یادومه په سندروکښې

غواړم کروندي شني په غنمو شي
جوار،اوربشي لو بیا په بزګرو شي
کليو هم ښاروکښې غلي ډیري شي
سترګي شي مړي په بازارونوکښې
تل دی یادومه په سندروکښې

{/slide}{slide=مینه تنکئ وه}
مینه تنکئ وه سره سپرغئ وه
له هیلوډکه شنه غوټئ وه
دمېني اور یئ راکښې بل کړ
دپخي مېني لیونئ وه
مینه تنکئ وه سره سپرغئ وه

ښکلی پسرلی کښې پاڼي شني شوي
وړانګي تودي ورباندی سري شوي
غوټئ په ناز کله ویده وه
څې تخنیده څنګ کښې بوډئ وه
مینه تنکئ وه سره سپرغئ وه

په زړه زړوره په نیت پاکه
رڼه رڼا وه هم خپلواکه
وه ملالئ د پخي مېني
دغره هوسئ وه غرڅنئ وه
مینه تنکئ وه سره سپرغئ وه


دا پاک لمنه کلیواله
دمېنی ژوند ته انډیواله
خوږي ترخي یې اوس منمه
دلوړو څانګو دا مرغئ وه
مینه تنکئ وه سره سپرغئ وه


زه پې مین وم له اوله
دا مې نصیب و له اذله
ګاللي ما څې و غمونه
منکرکه زه وای بیا ځیندی وه
مینه تنکئ وه سره سپرغئ وه

لکه مرغئ خځلی راوړي
دونې څانګې ته څو پاڼي
نژدی سرحد ته وه دا ځاله
لکه جونګړه پلرنئ وه
مینه تنکئ وه سره سپرغئ وه
مسکو۲۱.۴.۲۰۱۲

{/slide}{slide=:پوځیانو مات دکلا ورکړ }
تا څې کیسي دجنګ کولي
سترګو مې اوښکې تویولي
تودي،تودي ستونی ته،لاړي
دژوند سلګۍ څې مالیدلی
سترګو مې اوښکې تویولي

پوځیانوویښ کړو نیمه شپه کښې
ډزي ېې پیل کړي دروازه کښې
برګ ښکاریدل وحشت یې پیل کړ
ډزي په هر چا دوي کولی
سترګومې اوښکې تویولي



پوځیانو مات دکلا ورکړ
جوړیې په کورکښې تورمحشر کړ
لکه دغلو په شان په کورکښې
دکور جامی یې وشیندلی
سترګو مې اوښکي تویولی

حاجی بابا سپین ږیری مشر
ځوی یې شهید شو د ده کشر
دوه یې لمسیان ورته ټپیان کړل
هم نارینه،ښځو ژړلي
سترګو مې اوښکې تویولي

{/slide}{slide=:ښځه : }

دښځود نړیوالی ورځي په ویاړ

--
مینه ده که سوله ده
داورته ښه جوړه ده
کړی روزنه دبشر
پوهه،زده کړه ټوله ده
«»«»«
څنګه څې حسینه ده
ښځه ده څې مېنه ده
خاص رحمت دخدای په دی
برخه یې لونګینه ده
«»«»«»
ښځه ده رڼه شمعه
روڼ به کړی تیاره هرکور
چیرې څې هغه نشته
هلته دي رنګونه تور
«»«»«»
هلته څې دا نشته ده
نشته،نه رڼا،نه اور
سوړنغری هم تش دیګی
نشته ښاپیرۍ دکور
«»«»«»
ښځه ښاپیرۍ د ژوند
جوړبه کړی دمینی شور
مه یې ځوروۍ خلکو
ښځه ده څراغ دکور
«»«»«»
ویژغورۍ له شخړودا
دا ده ځورید لی مور
اوښکي یې وروچي کړۍ
چاڅې ځورولی خور
«»«»«»
پوهه کښې سرداره ده
لاس هم دمحنت لری
لاړه ترآسمانه دا
«ولانتینا تریشکوا»
«»«»«»
موروه زمونږ دلوی بابا
زمونږه زرغونه آنا
سترمشردې وروزه
دا ده فلسفي مانا
«»«»«»

پوهه د نازوآنا
وړانګي ،انګازي شولي
ښکلي مرغلري دي
ویاړی په دې هردانا
«»«»«»
کم نه یو نړۍ کښې مونږ
رابعه بلخي لرو
ښځه وه مریم په نوم
ویاړ یې تاریخي لرو
«»«»«»
ډیري ملالۍ مودي
ناستي دوي سنګرکښې دي
وایو مونږ د دوي لنډۍ
ټول پردي هدرکښې دي
«»«»«»
ښځه نن ستایل غواړې
حق لری په ما اوتا
خویندو مبارک موشه
دا ډالی سرحد له خوا
مسکو: دمارچ څلورمه ۲۰۱۲

{/slide}{slide=:دالله په نام: }
بیا شوي وینې توې دالله په نام
جیګ شول له بګرامه قام
غت واړه نارې کوي
مرګ په امریکادي وي
نور دی زمونږ پاچا نه وي
خلکو ته رسوا دې وي
دا توهین څې دوي کړي قرآن باندې
زمونږپه پاک اسلام باندې
وروسته دکابل خلک لږشانتی په غضب شولو
لږپه ګونګوسه شولو
چاڅې په ډالرونن لمني ډکې کړي دي
خولي یې نن تړلي دي
ځینې جهادیانوته هم بدښکاري څوک وغندی
لوی لالا خپه کاندې
دوي ته بهرنیان خپه کول غټه ګناه ده
ځان ساتل روا ده
هلته ننګرهارکښې ورته جوړه نن غزاده
دود،اوراوغوغا ده
سوزی په لمبوکښې ډک دتیلو ټانکرونه دي
دا د چا لاسونه دي
بم یې غورځولی نن چوړلکو په ښوونځې باندې
نجونو په ټولګې باندې
داهم دناتودوړندوسترګوتوربمونه دی
وران تری نن کورونه دي
ټول ژاړي غمونه دي

{/slide}{slide=: هغه ماښام }
په یاد دی راوړه هغه شپه ته
هغه ماښام هغه شیبه ته
څې ما اوتا په پټه پټه
دواړه له کوره ووتلو
زاړه کنډونه تیریدلو
واوره له پاسه اوریدله
په وچه مځکه خوریدله
ماوتا یوبل څې کتل کړل
په مینه مینه یې خوړل کړل
ماپه ښې لاس دتا کیڼ لاس توداوه
تاپه کیڼ لاس زماښې لاس سولاوه

له ستوروډک آسمانه لاندی
په سپینو واورو خوزیدلو
اوجوړول موسپین غونډاري
لکه پانډوس لکه سپین کاڼي
او وارول مویوتربله
ښکلی رڼا شپه کښې څوځله
په تن زمونږ تودي جامي وي
دګریوانه تڼۍ مودری وي
په پښو زمونږ تودي پڼي وي
له واوروډکي تودي شپي وي
دنیمې شپې خوږي کیسي وی
دتنکۍ مینې ترانۍ وي
ماپه ښې لاس دتا کیڼ لاس توداوه
تا په کیڼ لاس زما ښې لاس سولاوه

{/slide}{slide=: احمد شاه بابا }
احمدشاه باباخبري
دور دانی دی مرغلري
فلسفې منطق یې لاره
په کړند لارکښې بهادري
«»«»«»
ستر سالارد قوتونو
پوه افغان د لوړفکرونو
زیږتاریخ نه یې جوړشوی
سترښونځې دسیاستونو
«»«»«»
کارنامي یې د ویاړونو
غټ قوت شود قومونو
ستربری د«پانی پت» یې
جوړ تاریخ د ولسونو
«»«»«»
څه لمسیان که کړوسیان دي
ترینه پاتی افغانان دي
تیره وار دتوری شرنګ یې
پکوه کړي یې دښمنان دي
«»«»«»
و پاچا د ولسونو
عادل مشرد ملکونو
ګڼل شوي لکه صدر
وطبیب زمونږ دردونو
«»«»«»
شرنګ دتوری یې په ډارکړل
یرغلګریې نن ناچارکړل
له پښولاندی اوربل شوي
دغی خاوره نه یې بیزارکړل
«»«»«»
دغه خاوره میړنیو
تل ساتلی له پردیو
تاریخی ویاړیې یادیږي
شملي لوړي دپګړیو

{/slide}{slide=: ژمی راغی}
منی لاړه سړو پیل کړلي ناري
ژمی راغی په تن نه لروجامي
د کمیس د ګریوانه تڼۍ شکیدلي
نوي نه شوي دا زمونږ دپښو پڼي
سرګردانه یو وطن کې یخ وهلي
تاوده ګرځي پردي کاندی ننداري
دیتیمو٬ کونډو میندواوښکي څاڅی
په مخ راغلی ان له سترګوڅوګیلي
لاړي والوتي تودواوبوته زاڼي
مونږه ناست یوو تیرو یخي څیلي
جګړی ړنګ کړتود کنډرله پلاره پاتی
په مونږ اوری یخي واوري شوي خوري

ژ

{/slide}{slide=: دتریاکوجګړی}
کروندي په چرسو شني شوي
دتریاکو پیل جګړي شوي 
خلک مری دجنګ په اورکښې
ژوند مونشته په خپل کورکښې
جګړي جوړي دسیسي کړی
زمونږه روغي پښي راپری کړي
قدرت پیل شو دبی باکو
نرخ شو پورته دتریاکو
فابریکي دي د«مورفینو»
نغری تود د «هیروینو»
داسې حال دی په وطن کښې
ټول ویده چرسیان چمن کښې
ټول ککړخیرن پیرن دي
داددي خاوری زامن دي
مورو پلار یی غم لړلي
له اولاده ځوریدلي
ډیرخیرن پراته پله لاندي
په مونږخاندي ټول دباندي 
ناست نیشه دي په پوډرو
دشپی سرږدی په ډبرو
غټ واړه چرسی بنګیان شول
ډیربیکاره زمونږځلمیان شول
دی جګړی راوړل مرګونه 
جیلخانی ولچک بندونه 
هم تریاک یې مونږته چڼ کړل 
خپل خپلوي راته دښمن کړل
دپوډرو دود او زهر 
عقل یې ړوند کړسربی سر
داسی یومیلیون بی سره
نیشه شوي له پوډره 
دغه څوک دی افغانان دی
زمونږپه کورکښې رنځوران دی
تورسوغات جګړی راوړی
زمونږ په اوچلی یې تپلی
سوداګر ټول دپوډرو
نژدی یارد فساد ګرو
خدای دی ژر وطن آرام کړی
ټول یوموټی دی دا قام کړی

کابل – جنګلک ۲۰۱

{/slide}{slide=:داروښا د داکترنجیب الله دشهادتد پنځهلسمي کالیزی په مناسبت}

ما راوړي نن ګلان له لرې کلي

په پاک نیت مې ستا په کبر غوړولي

زه چې گورم دی کبرو ته هرې خواته

رنگا رنگ جنډ ی هرچادي ځړولي

ستادکبر په زیږو خاورو د پاسه

ښکلي ښکلي سره ګلان دي راشنه شوي
ای شهیده!نورڅه نه لرم بیان کړم

دوطن د درد کیسې دي

جنگ وهلي گران وطن ته

جوړې تورې دسیسی دي

تاچې مخکې و ویلي

گوري وار مو خطا نشي

که واک واخیست ټوپکدارو

بیا نو مرگ او ادیرې دي

درته وایم خپل احوال زه

د وطن جامې زړی دي

تڼۍ نلري گریوان کې

ډیری یخې لاس و پښې دی

دغربت پښې لوڅې پوڅې

له تڼاکو هسې سری دي

له دی چاودو چاودو پوندو

سریوینې تری خورې دي

د رانجو په ځای چوخړنې

دواړه سترگی یې نیولي

هره ورځ په ژړا پروت دی

ر ڼې اوښکې تکی سرې دي

په بدن کې یې پیدا شوې

څوغونداري سری دانی دي

د رنځور وضع ترخه ده

اوازې خورې وری دي

ډلی ډ لی طبیبان دي

لټوي علاج رنځور ته

هر طبیب ته که په ځیر شئ

ددی رنځ هلته کیسې دي

اوس په دی متیقین شول

اوس لیکلی یئ نسخی دي

په ملی مصالحه کی

ددی رنځ درمل پکی دي

{/slide}{slide=دکابل کوڅي}
راپیاد شوي تودي اوښکی پرونۍ
ژړوي می دغه وضع ننۍ
زمونږکلي جنازوته په ژړا دي
وچی نه شوي دلته اوښکی پخوانۍ

دکابل کوڅي په وینو دی لړلی
تښتی خلک له وحشته له مرمۍ
له شهیدو اوزخمیانو څاڅی ویني
غزیدلی دجګړي توره کړۍ

دسپینږیروڅوخبروته په ځیرشي
وایې مه کوي بی ځایه تربګنۍ
دشیطانو لمسونی کړي ژرلری
ځان تری ساتي دپردیوله ځیندۍ

شول دیرش کاله دجګړی له تاوده اوره
تری بادیږی لاتراوسه سری سپرغۍ
داد«بن»کیسه اوږده شوه په جګړوکی
دوم«بن»کی به په چاکیږدی پګړۍ

دکنډرغولی سپیره ده پاتی شوي
نوي نه شوه پرونۍ زړه شړۍ
ادري موډیری شوي په هرښارکی
ژردی ختمه شی دمرګ وغم لړلۍ

{/slide}{slide=اختر}
لمونځ٬اوږده نفلونه دی قبول شی طراوسره
ګوندی دپاک نیت روزه سبب شی ګناه وبښي
پاک الله قبول کړي زمونږه عذرله توبوسره
غواړوموږاخترڅی ټول وګړی مومسکا اوسی
اوښکي دغم وچي زمونږدخلکوله جګړوسره
ګډمودی وطن قبله یوه ده ګد اختر لرو
ټول قومونه یودی خدای حضورته له عذروسره
خوشالی شونډی بریښي سترګی اوړی غږیداکوی
خدای دی کړی راډیري داسي ورځي له میلوسره
وایو مونږهغوته څی اختر یې ځورولی دی
اوښکی به سیلاب شی تاسي ورک کړی له وسلوسره

{/slide}{slide=سترګي}
که می سترګي ستاپه خواباندی کږي شوي

مین زړه کې می دسترګو انګازي شوي

یونری غږ می له غوږه تیرو بیر شو

دبریښنا په څیراسمان کې ګونګوسي شوي

خیال د مینی دی په ماباندي غږ وکړ

توري وریځي د سپوږمۍ په مخ رڼي شوي

یونظر دی د خیالونو په ما راغی

زما د بڼ د ونو وچي پاڼي شني شوي

هیلي سپړی د غوټیو تنکي پاڼی

د موسکا شونډو په څیرپه خنداسري شوي

سرحد نه لری انځور د مینی خیال می

په لیدو یې د اغیار سترګي ړندي شوي

{/slide}{slide=ما مه ژړوي}
زه یم انسان دغمځپلي ځمکی
زما ګناه په څه کې
لږڅه زما ومني
لږخپل ضمیرته ځیرشې
په پښومې نشته څپلۍ
په سرمې نشته خولۍ

زه خومظلوم یم
زه خویتیم یم
مادلته مه ځوروي
مادلته مه ژړوي

زه یم بی پلاره صغیر
کله به زه شم کبیر
هیلي رښتني لرم
هوس دمینی لرم
جوړه کړم ښکلی پګړۍ
هم خپل ګریوان ته تڼۍ

زه خو مظلوم یم
زه خو یتیم  یم
مادلته مه ځوروي
مادلته مه ژړوي

له پاسه ولویدل بمونه په کور
کنډرمنډرشو نسکور
غوجلي وراني شولي
غواوي مرداری شولي
کنډر ویجاړ وګوري
پرتې تری لاندې شړی

زه خومظلوم یم
زه خو یتیم یم
مادلته مه ځوروي
مادلته مه ژړوي


دیګی نغری کی چپه
دپلاردرګاه شوه سپیره
هیڅ شی راپاتی نشول
جګړي ژوندي ووژل
زما دا ټوله هستي
یوازی اوښکي سلګۍ

زه خومظلوم یم
زه خویتیم یم
مادلته مه ځوروي
مادلته مه ژړوي


زه یم بی پلاره صغیر
کله به زه شم کبیر
هیلي رښتني لرم
هوس دمینی لرم
جوړه کړم ښکلی پګړۍ
هم خپل ګریوان ته تڼۍ

زه خو مظلوم یم
زه خو یتیم  یم
مادلته مه ځوروي
مادلته مه ژړوي

{/slide}{slide=جونګړه}
دامو جونګړه دهستی اوژوندون
غم به یې ګالو داموکړی تړون
په دی زانګو کې زنګیدلي یومونږ
په خوږه مینه کې لوي شوي یومونږ
دا خوشالی به ړنګه نکړی بیلتون
دامو جونګړه دهستی اوژوندون
******
خاپوړي مونږد ماشومتوپ پکې کړي
مونږله خوشالی منډي په خوب کې کړي
مونږورته غواړو سوکالي اوبدلون
دامو جونګړه دهستی اوژوندون

******
دامو پټی پاس می آسمان دی ښکلی
له اوبو ډک دی زمونږدبڼ لښتی
دغه انځوریې اوږدوي مونږته شتون
دامو جونګړه دهستی او ژوندون



ښکلي نن بریښي دپټي کروندي
دبزګربڼ کې پخي شوي مڼي
بزګرو ځمکو ته ورکړی سمون
دامو جونګړه دهستی او ژوندون


******
دامو کلا دامو دیره ده ګوري
کنډرکې تل لرولمڅی هم شړی
پښتونوالي ته غاړه ایښی پښتون
داموجونګړه دهستی اوژوندون

فیصلی تل مونږ په جرګو کې کوو
دا وړي شخړي مرکوته وروړو
داغونډي ځانته خاص لری مضمون
دامو جونګړه دهستی او ژوندون




دکلي غونډ،مشرد قام لرو
په مونږه ګران وطن ته پام لرو
له دی به جوړشی یومزبوط پیوستون
دامو جونګړه دهستی اوژوندون


افغانستان دی دزمریانو وطن
مدام یې ساتي هرافغان پتمن
دښمن دی تل وي شرمنده اوزبون
داموجونګړه دهستی اوژوندون

******
ماشوم مونږ روځو څی میړانه وکړی
وطن پی ګران دفاع له ځانه وکړی
دخلکودردته ژر پیدا کړی روغتون

داموجونګړه دهستی اوژوندون

******
په وطن ویاړي داځلمی ګوري ډیر
توره په لاس کې دوي له سره دی تیر
دمیرویس اواحمدشاه دکارنامودي مدیون
داموجونګړه دهستی او ژوندون

{/slide}{slide=ګونګوسی}
که دا رښتیا شی
نن آوازي دي
اوس ګونګوسي دي
لږ څه راورسته
مونږته اوس وایې:
٬څی
دغه شپي
دغه تیاري
دغه اوښکی
دغه چیغي
وایی څی ژر به
شپي به رڼا شي
تیاري تر شا شي
اوښکی به وچي
چیغی به هم ژر
دشونډومینځ کې
موسکا موسکا شی
که چیری خلک
په جوماتو کې
په کلی کور کې
که شمله غواړی
غټي پګړی کې
دمښورو
په سرداری کې
نو اوس راغونډشي
موده لږ پاتی
غږونه جیګ کړي
وطن ٬وطن دی
هم دپښتون دی
هم دتاجک دی
هم هزاره دی
هم دترکمن دی
هم دازبک دی
هم دبلوڅ دی
هم پشیې دی
دوي یو تربله
ان په ښادی کې
شونډی موسکا وي
ټول دوي په غم کې
هم په ژړا وي
دی خدای لپاره
ګوري وخت لنډ دی
ګریوان ته سر کړي
دښمن نژدی دی
هم په خندا دی
هم په ژړا دی
تاسی ته ګوری
څنګه ښوریږي
څنګه جوړیږي
خوځښت موجوړکړي
غورځنګ غورځنګ شی
لاسونه ورکړي
وطن لپاره
لږ څه بیدارشي
لږڅه هوښیارشي
وطن ٬وطن دی
دهرافغان دی

{/slide}{slide=دتوری شرنګ}
دی ملک کې دافغان دتوری شرنګ دی
همدا ده څی دښمن دلته په تنګ دی
دا شاړي شاړي ځمکي دغه غرونه
اغزیې زخمی کړي دي لاسونه
اغزي زمونږ دخاوري هم یوزنګ دی
همداده څې دښمن دلته په تنګ دی

روښانه مو تاریخ ددی وطن دی
پوه شوی کلی کورکې هرپتمن دی
هربوټی دوطن په وینورنګ دی
همدا ده څی دښمن دلته په تنګ دی

میوند به درته ووایه میړانه دافغان
انګریزهم صفت نه کاندی دځان
کیسه یې اوریدلی څی داجنګ دی
همدا ده څی دښمن دلته په تنګ دی

راځی څی وطن وژغوروله جنګه
آباد به یې وساتو کړو به یې ننګه
یووالی مو ویاړنه دوطن دی
همدا ده څی دښمن دلته په تنګ دی

{/slide}{slide=مین زړه}
مین زړه می ویل ماته
په موسکا وګورم تاته
خیال دسترګو می په تاشو
خوږی مینی کې بسیا شو
سترګی لږشانته رڼي شوي
ستا په مینه کې لږ سری شوي
«»«»«»«»

دواړه زړونه انګازوکې
دسهار په لمرختوکې
مښی شونډي یوتربله
لټوي وړانګی په خپله
سپړوي غوټی رڼا ته
مین زړه می ویل ماته
«»«»«»«»
«»«»«»«»
دتودی مینی په تمه
خود به سوځم لکه شمعه
وچ لانده به ټول سکاره شی
دا ایري به تور رانجه شی
بریښی ښکلی سترګی تاته
مین زړه می ویل ماته
«»«»«»«»
سترګی ستا کوي خبري
ماتوي تنده له لری
دا دمینی خوند همدا ده
پټ ساتل زړه کې روا ده
ځم تودي مینی وخواته
مین زړه می ویل ماته

{/slide}{slide=رڼا}
ما ویل که شپه رڼا شی
مونږ به ووینو حالونه
دتیارو وحشت به لږ شی
څه تازه به شی خیالونه

دجګړی له تور وحشته
بیرته تم شول امیدونه
غوټی مړاوي په تیاروکی
ګالی شپي دجنګ اورونه

زمانه ګرده تاویږي
کړی لیدل ویني حالونه
توره شپه به هم رڼا شی
که پی تیر شی څوکلونه

موده لږ ده پاتی شوي
لنډوو اوږده مزلونه
مخکې درومی جوړ کاروان مو
مخکې ډیر دي کړاونه

رڼي سترګي شوي خیرني
خولا لولی تاریخونه
دواړه لاس یې پاکوي تل
ګرد وهلي ټول مخونه

غوړیدو ته نژدی شوي
تنکی هیلي مړاوي زړونه
پریږدي وسپړی نن پاڼي
جنګ وهلي ارمانونه

{/slide}{slide=موري}
نه پوهیږم په کوم لفظ دی موري یاد کړم
محبت زما دژوند یې زه دی ښاد کړم
دالله او داکبر نوم دی را زده کړ
په پوهنه کې دی پوه په لوی الله کړم
ستا دمینی پي می ورودي مورجانی
توده غیږکې دی هم غټ هم دی آباد کړم
ستا دپښو خاوری رانجه زما دسترګو
رڼا ته شولی تیاروکې دي زه یاد کړم
په لمړې ځل کې دی راکړه مړی ماته
وږی ناست ومه له لوږي دی ازاد کړم
اوس دتا دهغي مینی په خاطرزه
څی ما تاته لږ خدمت کړی فریاد کړم
خوږی موری تا راوباښه نعمت دیر
ستا دخیرهیلی به هر وخت کی ادا کړم

{/slide}{slide=ګریوان}
لوڅي پښي ګریوان شکیدلی یوانسان دی
نه یې پیژنم خوځوي دیوافغان دی
داشوکاری خرین مخ ته یې څی ګوري
دی په ګیډه وږی ناست غم یې دځان دی
چاودي پوندي ان دلاس زخمونه یې ښکاري
غم لړلی جنګ وهلی پریشان دی
خپل وطن کې بی وطنه مهاجرشو
دژوند پیټی یې په لاس کې اوس حیران دی
چا ته خلاصه کړی دغم غوټه ای خلکو
کوڼ او ړوند ته په ژړا هم په فغان دی
دواړه سترګي یې له اوښکو ډکي پکي
دی دحق خبري کاندی په ایمان دی
نه به وچی شی دا اوښکي ددي سترګو
ترهغوڅی دجګړی دلته مکان دی

{/slide}{slide=لنډی}
له دې وړی خندا دې ځارشم
مین په تاشوم زه دې زړه کې تل ساتمه
«»«»
کتل دی وکړل پلو لاندي
دسترګوغشي دي ناڅاپه زخمي کړمه

دانتظار سترګک دې وکړ
دعاشقی په ژبه پوه یم رابشمه
«»«»
بارانه کله ته اوریږي
دیار په لاس می ګل کرلی وچ به شینه
«»«»
یارمی په بڼ کې باغوانی کړي
دپسرلی باد٬ بوي دګلانو تری راوړینه
«»«»
ګلان څی ما تاته کرلي
ښکلي غوټي په سپړیدوشي دربې وړمه
«»«»
مینه می تمی نه خوند اخلي
اومه مڼه څی تکه سره شی خوند کوینه
«»«»
صبر کاسه دي ډکه ساته
دا تږي شونډۍ دسفرپی لمدی کړمه
«»«»

مخ راښکاره کړه ټیکري لاندي
له سلګو ډک زړګي به ګوندی صبر شینه
«»«»
که دی خندا لږ ورته وکړه
داژړغوني شونډۍ ژر به موسکا شینه
«»«»

دګدرغاړی ته ٬ ته راشه
رڼو اوبو کې می صورت ګوره مینه
«»«»
زړګیه لږ څه په موسکا شه
شپه دجمعی ده ښه خبرغوږ ته راځینه
«»«»
زړګیه بس کړه سلګۍ مه کړه
یاردتودي میني قصد کړی رابشینه
«»«»
زما د بخت ستوری ښکاره شو
اسمان ته ګورم رڼا ما خواته کوینه
«»«»
ستوری نژدی شو سپوږمۍ څنګ ته
ګوری سپوږمۍ ته سترګک ماخواته کوینه
«»«»
پروا می نشته په تیاروکی
دراڼه ستوری په رڼا کې ناسته یمه
«»«»
مخ راښکاره کړه ټیکري لاندي
له سلګو ډک زړګی به ګوندی صبر شینه
«»«»
که دی خندا ورسره وکړه
داژړغونی شونډي ژر به موسکا شینه
«»«»
دمینانو تاریخ دا دي
په سپینږیرتوب کی ورپه یادشی خوښ به شینه

{/slide}{slide=للو}
د تاریخ که هره پاڼه چالوستلی
دافغان دننګ هنداره یې لیدلی
له وطن سره دمینی لوړاحساس یې
په للو کې له خپل میندو ېې زده کړی
دمیرویس اواحمد شاه په ترانو کې
پت او ننګ یې په ماغزوکې ځای نیولی
«»«»

که په خیټه یویې موړوي بل یې وږی
دهیواد دفاع ته هر یو دی غښتلی
دا مړی به دواړه وچه خوری په لار کې
خپلي خاوري په نامه یې مرګ منلی
«»«»

که څه هم دښمن،دښمن کړل یوتربله
دوطن په نامه یودي دوي ترتله
څی تر اوسه خپله خاوره یې ساتلی
دجرګوغږته به راشی ترکابله
«»«»

کاڼي بوټي جیګي وني لوړیې غرونه
جوړه وي ښکلي ښکلا یې انځورونه
دسندونو شني اوبه یې دغرومینځ کې
په سرو شونډودرته خاندي سره لعلونه
«»«»
د ویاړنو کارنامې به هیري نشي
له نیکونومونږ پاتي سړي نشي
څی ژوندي وي پلرنۍ وینه رګوکې
یرغلګر به په بد نیت نورپاتي نشي
«»«»

دتن ویني به هم ورکړوکه ضرورشي
په دي باندې که دي مونږ ته په سرور شي
سر په لاس کې یو ولاړازادیې بولو
سرلوړي به یې مدام زمونږغرور شي
«»«»
په ماغزو کې دااحساس زمونږپاتي شوي
دوطن په مینه غټ شوو کلی کورکې
د ټاټوبی تل ساتل په مونږ فرض شوي
یادوي تل دخاپوړوماشومتوب خپل
هرافغان څی په هرځای کی میشته شوي
لاس مو لوړ دي پورته کړی پاک الله ته
څی وطن موله جګړی ډیرپکو شوي
ته یې خلاص کړی پاکه خدایه ژرترژره
سرحد تل تاته په اوچلی سجده شوي

{/slide}{slide=ټیکری}
څنګه دی راوکتل ټیکري لاندي
بریښي ښکلی ستوري دی تندی باندي
توري دي کوڅۍ ښکلی اوبدلې دي
زانګې په ټټردی مالیدلی دي
خال دی پټ ساتلی له پیکۍ لاندي
بریښي ښکلی ستوري په تندی باندي

مادرته کتلي ګناه زه ګالم
دربه شم ګدرته زه به ووایم
کیږده دا ښی لاس دي زما زړګی باندي
بریښي ښکلی ستوری په تندی باندي

سترګي دي پخوانه رانجه داري دي
ښکلي تکي توري ښی خوماری دي
خال دی ورته ګوري په مستي باندي
بریښی ښکلی ستوری په تندی باندي

ته څنګه تنکی ښکاری مڼه شولی
شنه شولی پخه شوی تکه سره شولی
خیال دسرحد کوز شو په پسرلی باندي
بریښی ښکلی ستوری په تندی باندي

{/slide}{slide=«کوکنار»}
اوښکی مرګ کبرونه ټول
مونږ ته په نصیب کې شول
شاړي مځکي پاتي شوي
شنه «کوکنار» پټي کې شول
«»«»
شونډې ژړه غونې شوي
مرګ غږ مې تر غوږه شو
ټول ژاړي په کلی کې
ځینی په فایده کې شول
«»«»
څه له به خندا وکړو
شاوخوا مرګونه دي
نشته دپسرلې ورځی
وچ ګلان باغچه کې شول
«»«»
ټول خلک وزګارګرځی
کار مو «کمپنۍ» کوي
ګیډه مو مړه نه شوه
وږي په ناره کې شول
«»«»
کور مود با با بولو
واک یې دپردیو دی
چا نه ګیله مه کوي
خپل مو معامله کې شول

«»«»
اوس خو هم لا وخته دی
سوچ وکړی غلط نشی
ځینی څې پې پوه نشول
بند پردي دانه کې شول

{/slide}{slide=لنډی}
وریځو آسمان بیا باراني کړ
ګدراوبه به سبا پورته جیګی شینه
«»«»
اسمانه ووره لږ ژر شه
غنم دللمی بخت باران کې لټوینه
«»«»
نری نری شمال خوپیل شو
تنکی غوټي به مخ په پاڼو پټوینه
«»«»
پیکي دنجونو زما خوښیږي
څې شنه خالونه دتندي پی پټوینه
«»«»
دا مشدی په پیکی ګوره
لکه جیلوانه بندی سترګی پی ساتینه
«»«»
سترګی خو نه وي څه بلا وي
په یوه کتو یې زه له لاره وویستمه
«»«»
شپون د شپیلی غږ کړراپورته
پیغلی کوچی ان په کیږدی کې ویښوینه
«»«»
دمازیګر شپیلی ښه خوند کړی
دانری غږ یې په زړګې رباب وهینه
«»«»

مین احتیاط سره یاری کړی
دبی احتیاطو مینه زړونه ځوروینه
«»«»
بنګړۍ څی مات شی بل به واخلی
زخمی زړګی ته مینه ورکړه روغ به شینه
«»«»
مینه نیالګی ده اوبه غواړی
دسترګو اوښکې ټولوم نن یې وروړمه
«»«»
منګیه ولی نه ډکیږی
مینه زه یم پلمي تا پیل کړی دینه
«»«»
په لوپو ټګ نشوي منګیه
لکه څې پوه وي نن کودرته څوک راځینه
«»«»
بی شرمی مه کوه منګیه
دکدرشرم ترکلو به پاتی شینه
«»«»
سپوږمی راوخته منګیه
اوږی ته خیژه اوس سوکه کورته به ځونه
«»«»
منګیه مه شړپیږه ګوره
که زه لمده شم لومند ټټرمی تخنوینه
«»«»
پیڅکی می غاښ لاندی نیولی
له نامحرمو نه می مخ زر پټومه
«»«»
منګیه یخي اوبه ساته
سنګر کې ناست مین ته زه اوبه وروړمه
«»«»
مین د تندی کتاب لولې
دمینی تندی ته به ډک منګي وروړمه
«»«»
ګدرکې مه ژاړه زه راغلم
منګی دمینی ډکوه دیدن به کړونه
«»«»
د سپین مړوند بنګړي ښایسته دي
په شرنګهاریې یار له خوبه ویښوینه
«»«»
پګړی دی پورته تړه یاره
څی دمیړانی شمله باد ورپوینه
«»«»
په ټیټ آواز راته غږیږه
دبام په سرم می ورور ویده دی ویښ به شینه
«»«»
غږ دی له ستونی مه وباسه
مورته می کلی کې تعني ورکړي دینه
«»«»
ملا دی تړه پلار می په قهر دی
دا بی پګړي ریباران کورته نه پریږدینه
«»«»
کلیوالۍ رواج می خوښ دی
په یوه غوری کې شپږ نفره وریځی خورینه
«»«»
واده دکلی ښه خوشالی ده
ناوي ډولی کی په آس بل کلی ته وړینه

{/slide}{slide=وطنه}
که هرڅومره دښمن برکاندی لاسونه
په تا باندی له بهره له دیننه
ستا دهرکاڼی اوبوټی په دفاع کی
هرافغان اوس تویوي هم دتن وینه
«»«»
تویوي وینې په تا باندی وګړي
آزادې ته دي مدام ږدي خپل سرونه
میرویس اواحمد شاه دلاری مل یو
څی ورمات یې کړل دښمن ته ورمیږونه
«»«»


څی خاپوړی هرافغان خپلی په یاد کړی
دوطن په نامه تل ورکوي زړونه
داموسکا شونډی څی ووینم دخلکو
ستاپه شتون کی مدام نغښتی زمونږخیالونه
تل دوعا درته کوي د سوکالی دی
په جومات کی پوه ملا څی کړی وعضونه
«»«»


دنړی په هره لویشت کې څی افغان دی
پورته کړي په دوعا دواړه لاسونه
افغانان څی په بهرکې زیږیدلی
ستا وخواته جوړوي واړه وزرونه
موراوپلاریې دوي روزلی پردیسی کی
څنګه روغ کاندی وطن کی ټول رنځونه
څی پی پوه یې کړو وطن کی څه تیریږی
په راتلونکی کې افشا شی پټ رازونه
له «اومه»تر«اتمه» غواړي پوه شی
څی د دواړو نیټو وسپړی فاکتونه
بیا د«بن» په پروتوکول کی څه پیداکړی
درغلی به شی روښانه هم جنګونه

{/slide}{slide=ټک وټوک}
جنګ روان دی په ډګرکې
ټک وټوک دي په سنګرکې
چیغي یې ووتي له سره
څوک په تیښته له ډګره
ځینې ګټي کړې په شرکې
ټک و ټوک دی په سنګرکې


ویني تویې دښتی سری دي
داپه مونږ توری کردی دي
رڼا ورځي لکه شپي شوي
دادجنګ ترخي کیسي شوي
چا خوړلی ګولی سرکې
ټک وټوک دي په سنګرکی

ځینې ماتي دي خوړلي
په خپل مینځ کې کړې کنځلی
ماغزه نه لری په سر کې
ټک و ټوک دي په سنګر کې

ګټي غواړي د پیړیو
غم یې نشته دسړیو
خلک مري دجنګ په سر کې
ټک و ټوک دي په سنګر کې

هم ناری چیغی شوي پورته
تلفات دي دواړو لورته
ټپیان وړی څوک په ټغر کې
ټک وټوک دي په سنګرکی

داڅې بوري شولي میندي
په ژړا شولي نن خویندي
اور بل شوي لرو برکې
ټک و ټوک دي په سنګر کې

مړی وینو کی سره ښکاري
خپل خپلوانی ورته ژاړي
ټول یې وینی هر خبر کې
ټک وټوک دی په سنګر کې


جنازی وړی ادیروته
خلک ورغلل کبروته
مړی ږدی په خپل څادرکې
ټک وټوک دي په سنګر کې
ای افغانه په وطن داسې کردی دي
نه خوږی دی نه پستی دی
وطن بیا دی په ټکر کې
ټک وټوک دي په سنګر کی

{/slide}{slide=ښه پسرلی}
ښه پسرلی هغه دي څی موسکا په شونډوډیره شي
خپل کنډرموجوړ وي دوژلوویره هیره شي
وني دپاک نیت ٬ لری له جنګه تل ریښي کوي
سوله په نړی کې له جنګ لری څانګې شني کوي
کله څی تیاره شپه دوحشت په خلکوتیره شي
خپل کنډرموجوړ وي دوژلو ویره هیره شي

څه به کړم پسرلی څی څانګي وچي پاڼي سوي دي
شاړی دبڼ مځکي بوټي تندی نه وچ شوي دي
کله به دسولی هیلی مونږ خواته په بیړه شي
خپل کنډرموجوړ وي د وژلو ویره هیره شي

اوښکی موله سترګومدام څاڅی پسرلی نه راځی
ځی پسرلی هغوته څی خزان پټي ته نه راځی
کله به پګړی کی زمونږ دسرشمله را نیغه شي
خپل کنډر موجوړ وي دوژلو ویره هیره شي

دی کلی ته نه راځی پسرلی له مونږه څه غواړی
ځی هغه انګړ ته څی خندا وي نورڅه نه غواړی
دا له دوده ډکه تیاره شپه که په مونږتیره شي
خپل کنډر مو جوروي دوژلو ویره هیره شیي

{/slide}{slide=کیږدۍ}
داکوچیانې ژوند می خوښیږي
نغری تری پاتی اور بلیږي

تودې شودي شوي په دیګی کې
څښی ماشومان یې پاک کپړی کې
دشنه اسمان ستوري ځلیږي
نغری تری پاتی اور بلیږي


له کیږدی ګورم پسرلی لورته
ماشومان ټول دي نغری اورته
پیغلي کوچۍ ورته ژړیږي
نغری تری پاتی اوربلیږي




پلني کیږدي سهارشوي ټولي
کوچیان کتار شول پاتي اوریې
پستې لنډې غوږته رسیږي
نغری تری پاتي اور بلیږي

پیغلی کوچۍ اوښان کتارکړل
داواړه وریان یې په اوښ بار کړل
کوچیانې ژوند داسی تیریږي
نغری تری پاتي اوربلیږي

رمي څریږي په شنیلی کې
اوښان یې شاته ځونډیداره غړوندي کې
خوند کړی کوچیان څی دوي خوځیږي
نغری تری پاتي اور بلیږي

{/slide}{slide=د ماشوم هیلی}
که زه شم ستوری
اوس خو ماشوم یم
که زه راغټ شم
که ژوندي پاتې شم
له جنګه ووځم
او زما دمینی غونډاری پسرلني غوټی
دهوس دامیدونو بنډار
هلته به وخاندی څی
دا ټول داسمانونو
دهنداری ګردونه
ددردیدلی مځکی
او په وینو لړلي کاڼی بوټي
اوجنګ وهلی رټیدلی
دمځکی دمخ ماشومان
دخلکو داپټي ګونګسې
دادژړا ګونګي غږونه
له سلګیو ډکی سترګی
زه او دښکلا دماشوم توب مینه می
له نورو ستوروسره
په ښو خبرو سره
دسولی ټال کی
وزنګوم وخندوم
اوبیا هغوي
دښکلی رڼاپه لاس کی
په امانت سره یې ورکړم
او زه له ورا ورته وګورم
ددوي رڼی اوموسکا څیري
ځان خواته
دمینی خیال ته
راوهڅوم
ویزنګوم
او مخونه یې
له سپیروخاورو
په ښکلی وریښمین دستمال
دماشتوب په سپیڅلی لاس
پاک او په خندا کړم

او بیا زه ورته
په تخنیدوشم
او په
کټ کټ شم
اوبیا په رڼا کی
روښانه او دمینی په خیال کی
نوي ډیوي
روښانه روښانه
وړانګی وړانګی او
سپرغی سپرغی کړم
په خبرو یې په خندا کړم
دزخمونو ملهم شم
اوښکی کړم وچی
داژړغونی
له ژړا ډکی سترګی
وخندوم
په ناز یې پوه شم

زه به هماغه شم
څی ستوري غواړی
که ژوندی پای شمه
دی دنیاګی کی
مزی دسولی به شم

{/slide}{slide=دشهید جامي}
داڅه حال مو په وطن دی
اوربل کړی کوم دښمن دی
وچ لانده سوځی له اور ه
دی وحشت ته اوس ته ګوره
دغه جنګ خوڅو کلن دی
اوربل کړی کوم دښمن دی

په دی خاوري څه کرده شوه
دافغان قصاب خانه شوه
خو پوښتنه له چا نشته
کګه کیښوده شوه خښته
داله پیله داسی جنګ دی
اوربل کړی کوم دښمن دی



دژړا سترګي ړندي شوي
اوس په وینو تکی سري شوي
ځواني میندي کونډي ژاړي
زهرشوجوړدستونی لاړي
سوځي زمونږه خویندي میندي
اوربل کړی کوم دښمن دی



ماشومان تنکي دکلی
وژل کیږي دوي هرځلی
اوس کتار په ادیرو کې
ږدی شل مړي په کبروکې
د شهید جامي کپن دی
اوربل کړی کوم دښمن دی

نه یو کور ژاړی دکلی
کلي ژاړی غم لړلي
نشته کلي څې نه ژاړي
ټول وطن تورماتم ګالي
اوس پکی غرق زمونږ دطن دی
اور بل کړی کوم دشمن دی

{/slide}{slide=لنډی}
منګیه ژر شه راډکیږه
یارمی جلاشوبل ګدرته نیت کوینه

»»»
منګیه سم په اوږه کینه
بیلتون په لاره کی اغزی کرلی دینه

»»»
نوره به رانشم کدرته
خړی اوبه له کته پورته زوروهینه

»»»
منګیه کته له اوږی شه
د تا په سرباندی له یاره جلاشومه

»»»
منګۍ مې دړی وړی غـــــــــــواړم
دکدرغاړه له کودیوډکومه

»»»
بنګړیه مه ښوره مړوندکی
په ښوریدودي نوي لاره ورکه ومه

»»»
کولاله نوي منګۍ راکړه
نوي کدر ته له همزولوسره ځم

{/slide}{slide=ښځه}
امرالدین سرحد
ښځه پټه خزانه ده
دغمیو سره ګاڼه ده
نړی خدای داسی ویشلی
نیمه یې ښځی ته بښلی
دا دحق ښه ترکه ده
د غمیو سره ګاڼه ده
ښځه مینه دخلقت شوه
هم خو موردحقیقت شوه
دا دبحر دور دانه ده

دغمیوسره ګاڼه ده
پوه ښوونکې دبچیانو
ښه زړه سوانده دلمسیانو
داسی کړنه ښه توشه ده
دغمیو سره ګاڼه ده
سترګی اوښکونه شوي ډکې
ښځی سوځي دسیسه کې
دادکور رڼه دیوه ده
دغمیو سره ګاڼه ده
مبارک موشه ای خویندو
دا ښادي دټولو میندو
ښځه رنځ ته تل ادویه ده
دغمیو سره ګانه ده
دسرحد دزړه ټوټه ده
«»«»«»«»«»«»
مسکو ۳- ۰۳ -۲۰۱۱

{/slide}{slide=نغری}
داوطن دامی پټی دی
په سرناست راته پردی دی
نه مذهب نه می سنت ته
نه درناوي کړي عزت ته
نامحرمه بهرنی دی
په سر ناست راته پردی دی
ځینی ګټي مخکې بولې
بهرنیو سره جوړ یې
داهم خلکو ته مرګی دی
په سر ناست راته پردی دی
څی راولویدل بمونه
سره په وینو شول ودونه
اوس نسکور دی کوردیګی دی
په سر ناست راته پردی دی
ټول وطن مو په ژړا دی
تور تهمت کی مبتلا دی
نړیدلی مو نغری دی
په سر ناست راته پردی دی

{/slide}{slide=دسترګوغشي}
ښکلي دی موسکا په شونډوسترګي دي کجلی دي
روغ دی لیونی کړم ما خویوځل درکتلی دي
دوه کوڅی زنګیږی دکمیس په ګلدوزی باندي
ښکلی ترینه بریښی ستاټټر په خامکی باندي
ستا دسترګوغشي مایوځل په زړه خوړلی دي
روغ دی لیونی کړم ماخو یوځل درکتلی دي


سترګی دی قاتلی ډارپه کاردی په لیدولوکې
غشي دي تیره دي ستادسترګوپه کجلوکې
ای د ظالم لوری تا خومخکې څووزلی دي
روغ دی لیونی کړم ماخو یوځل درکتلی دي

دوي دی مشدي په توراوربل باندی ځړیږي
دوه دی تاویزونه نظربندله وراښوریږي
څومره دی ځلمي تا په ټوټکو بیلاری کړلی دي
روغ دی لیونی کړم ماخویوځل درکتلی دي


واړوه پلودی زړه می نن دتا لیدل غواړی
ستا دمینې تږي وچه تنده ماتول غواړی
تاخوغاښولاندی زشته ډیرپیڅکي چیچلی دي
روغ دی لیونی کړم ماخویوځل درکتلی دي

{/slide}{slide=دکلا خښتي}
څې ناحقه زمونږه ویني نن څڅیږی
په دی جنګ کې دکلا خښتي نړیږي
ترهغه څې هرافغان کورکې په تنګ وي
خامخا به په غوږوکې غږدجنګ وي
دپردیو لوټماری نه به ځوریږي
په دی جنګ کې دکلا خښتي نړیږي

ان په قوم اوپه مذهب یې اوس جلا کړې
په خپل کورکې ان پردی ته یې ګداکړې
هم دمیندو سړي اوښکي هم بهیړی
په دی چل کې د کلا خښتي نړیږی

مونږتراوسه یوتربله دشمنی کړو
له پردیومشوره غواړوسیالی کړو
ستا دسردښمن مدام دی ته خوشالیږی
په دی چل کی دکلا خښتي نړیږی

سرموکته کړی ګریوان ته لږپه ځیرشی
لږ تابع دښوواعمالوهم ضمیرشی
موده لنډه ده دشمن مووړاندی کیږی
په دی چل کې دکلا خښتي نړیږی

قضاوت ورکړی وجدان ته په کړو وړوکې
هرڅه وڅیړی په غوراوپه جرګو کې
په بردیو مټو کله کور جوړیږی

{/slide}{slide=ټپیزی}
دمینی ټال کې دی زنګیږم
ټالونه خورم لږ څه تخنیږم
دساړه باد مینځ کې خوزیږم
په موسکا شونډودرکوزیږم
ټال ته نژدې شه زه خوځان درغورځومه

ته می سیخک دتورپیکی شوي
ته می ښکلا د شنه غمی شوي
ته می تازه ګل د ریدی شوي
دغاړی هارمی دپسرلی شوي
څي هرسهاردی آینه کي جوړومه

سترګی می تل په تا لږیږی
اشاری کاندی هم رپیږی
سترګک وهی تا ته غږیږی
زړه می پټ رازلری ځوریږی
ځواب رانکړی جنګ دسترګو پیل کومه

د سپین مړوند بنګړی اوه شول
څلوریی سپین دری یې هم شنه شول
له سره وښی سره اته شول
خو اصلآ لس وونوریې څه شول
دا مات بنګري می اوس په تا حسابومه

پګړی دی څومره نن ښایسته ده
لکه دی زوم په سر پرته ده
دخواښی کورته دی بهانه ده
ماته بیان شه څه کیسه ده
څی حال ونه وایې ښیری درته کومه
امرالدین سرحد

{/slide}{slide=ورورلی}
سرود من سرود تودراین وطن
په لوړاواز کی ورورولي غواړی
دیارجنګ زده فریاد میزند
سوله امنیت او سوکالی غواړی
این یتیمان جنده پوش خسته دل
یوڅه موسکا رحم خوښی غواړی
ګرسنه ګان درین سرمای زمستانی
خواړه ٬ جامي پاپوش عادی غواړی
کتله هوشمند عاقل بهر کار میهنی
کارغواړی عزت هم افغانی غواړی
این وطن دیارما ګلشن کوهدامنی
خپله به یې ساتوهم وحدت مدام ملی غواړی
پشتون وتاجک هزاره ازبک هم ترکمنی
ورورڼه دی وطن کی هوسایې غواړی
امرالدین سرحد

{/slide}{slide=شونډی}
نه می شونډی شوی موسکا نه په خندا شوی
نه خوشالی په سترګو راغله په ژړا شوی
نه امید راته څه راوړل دخوښی نور
نه چا وویل ته په څه باندی ګدا شوی
نه په اوړی کی خیرن اسمان را شین شو
نه یې وریځی دسپوږمی له مخ جلا شوی
نه د مینی په سکروټوکی زه تود شوم
نه مې توری شپی دغم په ما سبا شوی
نه مقصد می تر اهدافو و ړاندی لاړه
نه پوهیږم څی کردی دچاله خواشوی
نه می نیت و چا ته بد دمینی کور کی
نه په ما باندی غږ وشو څی تباه شوی
نه سرحد دی کړو معلوم دخپلی لاری
نه په مینه باندی پوه شوی څی تنها شوی
نه خوشحالی په سترګو راغله په ژړا شوی
امرالدین سرحد

{/slide}{slide=کابل}
ورغلم کابل ته هغه پټ راته ویل
ماورته ژړل خو ده حیران راته کتل

څیرﺉ ګریوان و د کمیس تڼی نه وي
پښیی وي تڼاکی ده اغزی راټولول

«»«»«»
کمیس و خیرن پڼی وی شکیدلی
ټول مخ وشوکاری دښمن ورته خندل
دروند بار په اږو و دی ایله خوزیده
په کړوپه ملا روان و ډیر وړاندی یی کتل
«»«»«»
جګړی له سره انګاره خولي وي پی راغلی
ساړه یی اوسیلی وو پردي یی هم غندل
ړانده ړانده بمونه په کلیو ان له پاسه
په کور اوهر انګړ کی مرګونه یی شمیرل
«»«»«»
په خپلوکی ناراضه کنډر په سر خپه وو
پردیو لمسول دوی په خپلو کی وژل
دښمن لوړی غونډی کی شپیلي پوکوله
فساد په مرداری کی کیفونه یی کول
«»»«»«»
بازار دپیسوګرم رشوت و عصری شوی
پوښتنه چا نه وه هرچا څومره غوښتل
تاکتیک و نوي شوي عرضه او تقاضا وه
داپټی راکړی ورکړی قانون غوندی کیدل
«»«»«»
کوټی وي شرکتونه سرایونه اوقصرونه
دزور په حکم باندی بی دریغه جوړیدل
پوښتنه داهم نه وه له کومه داپیسی شوی
پی پوه څی عاقلان وو کابل ته ځوریدل

«»«»«»
ژوندی بیا ګونګوسی شوي کابل د روغتیا غږدی
بچیان یی هری خواته یوموټی غونډیدل
دحق دغږله لاری سرحد سره به ټول ځی
نا اهلو ځینی لری کابل ته رسیدل

{/slide}{slide=مصر}
مصر توپانی شوخلک حکم ولسی غواړی
خلک له تریخوالی پکوشوي سوکالی غواړی
چاویل څی داسی به عرب ځی دتوپان په لور
خلک آزادی غواړی عادل شانته مشری غواړی
ماتی زولنې شوي پښې خوځیږی آزادی په لور
حق خپل له ناحقه ټول وګړی اساسی غواړی
خدای دبنده ګانوچیغی پورته شوی له حده ډیر
شاه اوشاهزاده وته سر ټیټ دبنده ګی غواړی
راغله موده راغله دفرعون کړی یې ماته کړه
اوس دنوي نظم جوړول دوي قانونی غواړی
ګوروعدالت ته څی ویش څنګه به ترسره کړی
وروسته انقلاب به بیاکوم خلک نارنجی غواړی
څنګه ورته ګوری ای سرحده حوادثوته
ختم دجګړی په خپل ټاتوبی کی حتمی غواړی
امرالدین سرحد

{/slide}{slide=انځور : امرالدین سرحد}
شونډې ژړغونې موسکا غم شوه ترې تمه شوه
اوښکې دغم تویې بیرته ستوني کې ترخې شولې

نشته مینه نشته سترګې نه ویني انځور دژوند
لاړه ښادي لاړه د مرګونو اوازې شولې
مخکې به کوژدې وي کلي کورکې هم ودونه ډیر
اوس له خاورو لاندې دځوانۍ خوږې کیسې شولې
اور دی اوس بل شوی سوزوي لانده او وچ هسې
کاڼي بوټي ژاړي لروبرتورې تیارې شولې
مخکې کروندې وې بڼ په کلي کې تازه و٬ تل
ډیر یې کړل مرګونه مځکې ټولې هدیرې شولې
څاڅي له شهیدو ځوانیمرګو تودې وینې نن
خاورې دوطن یې په سرو وینوتکې سرې شولې

{/slide}{slide=صندلی}
صندلی سړه پړه وه
نه یی خوند نه یی مزه وه

له زړی بړستنی لاندی
د کابل سړه څیله وه
«»«»«»
نه و تیل ٬ نه می پیسی وي
دا د ژوند یوه کیسه وه
د کابل په کرایی کور کی
هر مامور ته معضله وه
«»«»«»
سپینه واوره هر خوا کی
په کوڅو خوره وره وه
دا دتیلو په ستیشن کی
شپه اوورځ زموږ مرکه وه
«»«»«»
چا څی کورکی څه لرل
خوهغه یی خرڅول
څه ډوډی څه به سکاره شول
دغه شپه دوي ته توده وه
«»«»«»
یوه ورځ کابل کی لمر شو
په غریبو ښه میله وه
پاس اسمان کی د قارغیانو
په دی هکله څه جلسه وه
«»«»«»
یوله بله یی ټپوس وکړ
څی داڅنګه معضله ده
ځواب یو و پاس اولاندی
حق ناحق سره جګړه ده
کابل ۱۳۷۲

{/slide}{slide=ټپیزی}
دکونډې ځوی په پښوپڼې وي
دکمیسه تڼۍ یې درې وي

شونډې نرۍ سترګې یې شنې وي
څڼې په اوچلي راخورې وي
داتڼ مینځ کې تاویده مینه شومه

سپرغۍ دمینې تکې سرې شوې
په کلي کور کې آوازې شوې
همزولو مینځ کې ګونګوسې شوې
دکونډې سترګې په ماسرې شوې
له دې پردیو پړپړونه ستړې شومه

سبا به جوړې مرکې شي
مورجانه لږ بې حوصلې شي
ګوندي دلمروړانګې لږې سرې شي
دمیلمنوو ډډې تودې شي
زما دبخت غوټه په ګوتو خلاصه وینه

خدایه پاک نیت لرم پخوانه
څی مور خپه نشي له مانه
یمه غوټۍ ښکارم له ورانه
اغزي تیره دي شاوخوانه
نظر مې نکړې څی غوټۍ به پاتې شمه

دواده شپه څه ښایسته شپه وه
پیغلوپه شونډو دنداسه وه
زما د همزولو مرکه وه
هغه کیسه څومره خوږه وه
دکونډې ځوی په غیږ کې پاڼې پاڼې شومه

{/slide}

د امیر حمزه بابا په باب لنډ مالوت

 

{slide=غزل }
یا ره چه اسمان ته دې باڼه ګورې
ستر ګې دې زما په مخ کښې څه ګورې
ښکلۍ نظر ستا چه بې قراره دۍ
زړه یې ترینه ورک شوی دی که زړه ګورې
شوندې دی خواږه خواږه ستونه کړې
سترګی داشنا ولې تر خه ګورې
سترګۍ چه دسترګوپه لار زړونه وړې
څوک دتو ری شپی به چیرته غله ګورې
غل دمحبت غلطیدۍ نه شې
څوک چه په محفل کښی چاته نه ګورې
خشکی چه ارمان می چینې سترګې کړې
لاړ دزه په تل کښی می اوبه ګورې
زه حمزه په زړه هم ورکتۍ نه شم
څه پری که اشنا می په لیمه ګورې

{/slide}{slide=غزل }
یا ره چه اسمان ته دې باڼه ګورې
ستر ګې دې زما په مخ کښې څه ګورې
ښکلۍ نظر ستا چه بې قراره دۍ
زړه یې ترینه ورک شوی دی که زړه ګورې
شوندې دی خواږه خواږه ستونه کړې
سترګی داشنا ولې تر خه ګورې
سترګۍ چه دسترګوپه لار زړونه وړې
څوک دتو ری شپی به چیرته غله ګورې
غل دمحبت غلطیدۍ نه شې
څوک چه په محفل کښی چاته نه ګورې
خشکی چه ارمان می چینې سترګې کړې
لاړ دزه په تل کښی می اوبه ګورې
زه حمزه په زړه هم ورکتۍ نه شم
څه پری که اشنا می په لیمه ګورې

{/slide}{slide=جفا}
ماچه دمینې ابتدا ا وکړه
تا په ستم کې انتها  ا وکړه
نن مې ساقې ته چه انکار اوکړه
دا مې روا که نا روا اوکړه
ای دفطرت نه بې خبر واعظه
بس کړه رندانو ته دعا اوکړه
زلفې مې ښکل کړې ستا ، چه تا به ویل
چه دسودا دې څه دوا وکړه
یو اسویلې مې دزړه ډاډ پاتې وو
دا دځوانې خبره چا اوکړه؟
دمینې غم څه عجیبه ِغوندې دۍ
چا ترې خندا او چا زړا اوکړه
ما ورته ویل چه څه اقرار وو زمونږ
وې  چه ته دا خبره بیا اوکړه
راغله خلوت ته دنکهت قاصدان
سپرلیه تا ډیره خطا اوکړه
دا به په تاهم ازمیښت وې زما
څه از میښت خو ته په ما اوکړه
ګل په پښه کې داغزو ښکارې
بلبله تا ولې ژړا  اوکړه
شوې دقفس سره آشنا بلبله
چه په بهار دی زړه هوا اوکړه
که په څو ډوله دې ځان پټ کړو آشنا
په هر انداز کښې دې ریا اوکړه
ګل درخسار دې په کوم څیز وغوړید
چه شکریه مې ستا حیا اوکړه
اوښکو سحر شو، که اشنا راغۍ
څنګه ناڅاپه مو رڼا اوکړه
حمزه دوخت غوندې  ټال نه شو ، لاړ
وایې یاران چه یې جفا اوکړه

{/slide}{slide=نفس}
ژوند ي پا تی په تریاقودمذهب شې
یود روح دپاره روګ دي ،روګ به وې  
په کښی پاتی چه شر بت دنیکۍ نهّ شی
دا بی خوند ه ګنۍپوک دي، پوګ به وی
د فينی پکښی پرتي دی خبر نه دی
بی خبرته ځکه خوږ  دی ،خوږ به وی
د مرګ سوړه ده چه ول ځنی او باسی
ګنی یار د نفس خوکوږ دی ،کوږ به وی

{/slide}{slide=پښتون اشنا}
پــــــام چـــــــه تمنا دې بې نشې نـــــــه شۍ
لنډې مرحلې چـــــــــــه دې اوږدې نـــــه شۍ

عشقه پښيمانئ پــــــــه ميو مستې کـــــــړه
پــــــام کوه چـــــــه جوړې ترې توبې نــه شۍ

داسې اوبــــــــه هم ســـــــاقۍ لرې کـــــــه نه
کيف ئې وې سيوا خو سترګې سرې نه شۍ

هــــومره مــــې ځوانئ د غـــــزل پــــــاتې دې
څو چـــــه ورکې ستا ښکلې غمزې نــــه شۍ

تللې دۍ حمزه پښتــــــــون اشنا وتـــــــــــــــه
بيڅه را واپس بـــــــــه مې جرګې نـــــــــه شۍ

{/slide}{slide=غزل }

دادچا دتخیل څیری ګریوان دې
دپښتو ادب سحر خنده افشان دې
دادب ګلونه سترګۍ دشهلآ کړې
انتظاردتما شې دکوم جانان دې
پلوشو د کوم لمر مخې خبر راوړو
چه هر زړه یې لکه شبنم هسې چشمان دې
رنګینۍ کړې په منظر کښې پټ پټا ڼې
که ګل پوشه،،پرې خوبه،، بیابان دې
نسیم یوړی لو پټی دنکهتونو
شر منګیره خنده ګل کوی پریشان دې  
،،ستوری خند،، دشاعرۍ اوراورکی شول
په اسمان دتخیل کښې چراغان دې
په لیمه دژړغونې عند لیب کښې
رنګ دسرو ګلو شوخې کوې خندان دې
دخپل بوی په تار پیلې دې ګلونه
ورک دفکر دسهری ځنی ګریوان دې
دبوډی په ټال کښی مستۍ ځوانې زانګې
دوصال دخوب جوټو، وړی ارمان دې
مځکه هم له ،،بخملینې خندا،،شنه ده
ته به وایې چه شینکی تری ځې روان دې
ننداره د نندارچې دسترګو تور شوه
تور دسترګو ننداره دهر چشمان دې
هر بلبل یې دبقا سندری وایې
دپښتو دباغ ملیار عبدالرحمن دې
په وربل یې دجانان چه سر خندلو
نن هغه لیونۍ ځان دهر جانان دې
حمزه څومره خوشبختې دپښتنو ده
چه په لأس یې درحمان بابا دیوان دې

{/slide}{slide=په طلب د}
په طلب دے د حباب  غوندے چشمان يم
ستا د میني سيند اخستی يم روان يم
که قطره يم زۀ خو تۀ د حسن لمرئ
ستا د مينی  د سپرلی نه  ګلستان يم
د زړو  شرابو څښل نوي ژوندون دي
شی  توبه د ځوانی مرګه زه دي ځوان يم
ما قطريٍ  ته  ګله  کم نظراو  نۀ  کړی
په  دويم  ځله  راتږ کښی  به  باران  يم
درا تږ احسان دي  خس  همره  هم نشته
وس له عشقه چه ګر داب  هسي ګردان يم
دا دماغ د له سنګاره مخکښی نۀ وه
ا يُنی  درته  څه  ا و و يل  حيران  يم
حېرانی د هر تصوير  د پاره روح  د ئ
چه کوم رنګ دی په ديدن کړم  هغه  شان يم
ګله خېر دی چه می ستا په زړۀ کښي ځاي  شته
که د بوئ  غوندي و حشی او پريشان يم
حمزه  څه  شی که  د هوش  بخۍ  پر شوی
د  عا شق  په   پير هن  کښي  ګر يبا ن  يم

{/slide}{slide=غزل }
تا چې سبـــا وكــــــــړو سبا نــــــه راځـــي
راشي په هر چا خو په مــــــا نــــــــه راځي
بيا دې نو په بيا دى څـــــــــه بــــــاور په كار
سل ځله بيا وكـــــــړې، خـــــو بيا نه راځې
ووايــــــــه زاهــــد ته ګنــــــــــا زه كــــــوم
زور خو يې كمبخته په تـــــا نــــــــــه راځي
خداى دې مين ډېــر كړي چې ښېرې كوي
مـــــاله  خــــــــــــو نور چل د دعا نه راځي
ښكليه! چې موسكې په ټيټو سترګو شې
هيڅ دې انـــــــــدازه د ښكلا نـــــــه راځي
عشق دى لكه وخت خو زه حمزه پــــــــكې
تل وي په تګ، بيرته په شا نه راځـــــــــــي

شاعر: امیر حمزه بابا

{/slide}{slide= د پښتو غزل بابا }
چې بې تا چاته ټيټ نه شي ننگيالى زما ژونــدون كـړه
زړه زما دې مسلمــــان وي تفـــكر مې دپښتــــــــون كړه
زه له وخته ګيله نـــــــــه کړم چې ښادي يې له ما يـــــوړه
خوکاروان مې د همت او استقلال بېرته راستون کړه
کوم( ســـبا) چې راروان دى چې د(نن )سره ګډ نـــه شي
زما(نن )واخله (پرون)کړه اود(نن)په ځاى (پرون) کړه
په تبجـــــــــنه زمانــــــه کې دحــــــــالاتو زبــېرګي اورم
ته حکمت زماد خضـــــــــــــــــر،اندېشه دافلاطون کړه
خدايه زيات کړې يو په لسه د پښــتو دليلا حسن
بيا زما مينه هم زياته يوپه لسه تر مجنـــــــــون کړه
راعطا لکه دګل کړې جميـــــعت په پريــــــشانۍ کې
چې حاصله ترې خنداوي،خــوښ مې هغه زړه چاودون کړه
په ګلـــشن يې کړې بدلې ،دا زما واړه شـــــــــــډلې
هريو زړى دملت مې،تيغ په لاس کې رازرغون کـړه
زه دې وچ هډوكي شپېلم خو ملت مې دې سلطــان وي
دا زمـا د سخــــن سيـــورى په مـــانا كې همايـــــون كړه
چې احــــــــساس دکمترۍ مې شو د غـــــير له تهذيبونو
دا چمجى د دق او سل مې ،د کالبوت ځنې بېرون کړه

ما حمــــزه ته يثـــــــربي بــــاده خاونــده
په ښاغلــــې پيمــــانه كې د افغـــــان را

ستا په اننګو كې د حمزه د وينو ســـــــره دي
ته شوې د پښتو غزله ځوان زه دې بابا كړمه

{/slide}{slide= زه به جنت ته د پښتو سره ځم}

تل به په لاړ د مـــــــــــــــــــــېړنو سره ځم
يمه پښـــــــــــتون د پښـــــــتنو سره ځم
د ملـــــيت نمـــــــــــــــــــره د پرخې په څېر
ســـــــــــــتا د دې شوخو پلوشو سره ځم
دا چـــــــــې خــــــــــرد هم په ملت ځاروي
زه دې همــــــــــــداسې لـــــــېونو سره ځم
پام كـــــــــــــوه زه هغـــــــــــــــه نظر نه يمه
چــــــــــــــــې به په دود د سپېلنو سره ځم
وايي اغـــــــــيار چــــــــــــې د دوزخ ژبه ده
زه به جنت ته د پښــــــــــــــــــــــتو سره ځم
راســـــتنېدى چې نه شي وخت خو نه يم
خـــــــــو د حــــــــالت د تقاضــــــو سره ځم
كړمه جــــــــــهان چې د پښــــــتون ځملي
د خـــــــــپلو پېغلو حـــــــــوصلو سره ځم
وړم مســـــــــــتقبل ته د ماضي روايات
زه د خپل حـــــــــــــــــال د ولولو سره ځم
څــو چې راغونډ په يو مركز يې نه كړم
هرې تپې ته د جرګو ســــــــــــــــــــره ځم

{/slide}{slide= پښتو ژبه}

په پردۍ ژبه خبرې پښتون نه کا
بې ليلا بله سودا خو مجنون نه کا

څو د خپل ادب باران باندې ونشي
بل باران به د قام فصل زرغون نه کا

غېرو ژبو کړې لاهو پخپل تهذيب کې
بې پښتو به دې اوس هيڅوک راستون نه کا

خپلې ژبې خپل تهذيب وته چې شا کا
ملګرتيا له هغه قامه ژوندون نه کا

اوله خپله ژبه، پسته نورې ژبې
بې بنياده عمارت خو سمون نه کا

فرنګيان د پښتو ژبې خوشه چين دي
خو دې درمن ته نظر هم پښتون نه کا

بې له دې که ټول جهان هم ورته پرېږدې
بل ميراث به ستا نسلونه ممنون نه کا

پاڅه پاڅه د عمل جذبه پيدا کړه
يو ملت هم ترقي په افسون نه کا

{/slide}{slide= غزل}

په ساده سترګو کې دې غلا پېژنم
هر څه دې پېژنم چې تا پېژنم

زه خو څه نه وايم موسېږې ولې
بې لوظه ياره زه خو تا پېژنم

جار دې له زلفو نقاب مه اچوه
زه خو هم شپه او هم سبا پېژنم

ته به مې پېژنې دروغ به نه وي
زه خو دې ښکليه په رښتيا پېژنم

کله ساقي کله پيالې ته ګوري
زه به محفل کې وارخطا پېژنم

د ډېره سوخته په خندا شوې حمزه
دا دويم رنګ دې له ژړا پېژنم

{/slide}{slide=غزل}

زړه دې بد شي سم چې تاته په کاته شم
چې درنه شم، وايې څه شو؟ وايه څه شم؟

جګې جګې که مې ته په زړه کې زړه شې
درېغه درېغه چې دې زه په زړه کې زړه شم

څومره زه يم ياره ستا د ديدن تږی
چې دې مخ ته کړم نظر اوبه اوبه شم

هېرونکيه بيا به وايې څه مې ورک وو
لکه ياد کله درپېښ چې ستا په زړه شم

څه خبرې مې په زړه دي خو سلګۍ شي
طوفاني سترګو ته ستا چې په کاته شم

زلفې پرانيزه پرېشان يم د شوګير نه
په دې ګڼ سوري چې جمع زړه اوده شم

شمع رويه چې رقيب ته په خندا شې
لکه دود دې د محفل نه په واته شم

شور او زوږ مې حوصله د لوی منزل شي
ګڼې يم د همت زانړی چې په تله شم

جشن خال يې د محراب وروځو امام دی
حمزه نيت کړه که واهه او که باښه شم

{/slide}{slide=غزل}

چې دې له سترګو پرېوتلی يمه
ايله دې زړۀ ته رسېدلی يمه

عشقه د پوهې نه هم ستا دی اوچت
داسې مقام ته رسېدلی يمه

زۀ دې محفل ته په وېنا رقيبه
درتللی نه شوم خو درغلی يمه

دا څه مقام دی چې زۀ خيال کومه
نه چرته تلی نه درغلی يمه

ستا اننګو ته رسېدل ګران وو
لکه د اوښکو څڅېدلی يمه

په تمام عمر کې بس دا يو ځل
ستا په ککو کې موسېدلی يمه

{/slide}{slide= غزل}

چې د نظر سره دې مل نه شومه
څه خوش قسمته وم چې غل نه شومه

قرار مې نشته په ګردش يمه زه
فلکه ستا په ژرنده دل نه شومه

حسنه بې شک چې دې بدل نشته
ته که بدلېږې زه بدل نه شومه

ورپسې تل شومه د اوښکې په رنګ
دُر د اشنا د زړه د تل نه شومه

تېر شوم له عشق حال سوال شومه اوس
څو ځله حل شومه خو حل نه شومه

که په ژوندون دې زما اور بل کړ
څه چې لوګی دې د وربل نه شومه

حمزه ځواني زما غزل اوخوړه
خامي مې دا ده چې غزل نه شومه

{/slide}{slide= غزل}

ګوره چې خندا کوې په سترګو کې
کار د مسيحا کوې په سترګو کې

يو ته قهر بل ته مهر شابسې
دا کوې هم دا کوې په سترګو کې

ای نظره نن يې تصور شو جوړ
څه شوې؟ تماشا کوې په سترګو کې؟

اوښکو دې کافور کړه د هجران نشه
قدح د صهبا کوې په سترګو کې

مخ دې که وعدې د سبا تل کوي
ياره ته بېګا کوې په سترګو کې

ستا له ژبې خوند کوي آشنا دروغ
څو، که ته رښتيا کوې په سترګو کې

ښکاري چې ته ساتې د ژبې اعتبار
تل چې ته وينا کوې په سترګو کې

شوې په آشنايۍ کې نا آشنا ځکه
ځای د هر آشنا کوې په سترګو کې

زه حمزه دوعا درته په خوله کوم
ته راته ښکنځا کوې په سترګو کې

{/slide}{slide= غزل}

لا څو تڼۍ د ګرېوانه پاتې دي
وحشته ستا په زړه کې څه پاتې دي

دا خو ته ولوله چې سترګو کې دي
نورې خبرې مې په زړه پاتې دي

سوال خو مې اورې خو ځواب نه کوې
لا په خوږو کې دې ترخه پاتې دي

ستا د هندکي باڼه که نېغ وي څه شی
لا څه شملې د پښتانه پاتې دي

په خلاصېدو شوه د زړه وينه حمزه
لا ډېر غمونه مېلمانه پاتې دي

{/slide}{slide=غزل}

نورې کيسې وايه چې اسانې دي
پرېږده د الفت خبرې ګرانې دي

رامې شي لېمو ته د ديدن په وخت
اوښکې څه ناپوهه رقيبانې دي

خدايږو چې کافر خو مې صهبا نه کا
لا خو زما اوښکې مسلمانې دي

سترګې مې لوستی شي د فطرت کتاب
مخ ته د آشنا چې شي اميانې دي

ستا د جلب شوق يې وې راپېښې شي
دا مې که سلګۍ دي خو مهمانې دي

ګران شو هسې ستا د عشق مۍ ولې
تل چې د عاشق وينې ارزانې دي

غم د هجر يو رټلی بل جواب
داسې مرض داسې دوايانې دي

ښکاري چې حمزه په زړېدو يې اوس
لا دې چې جذبې له پخوا ځوانې دي

{/slide}{slide= غزل}

تندی مې څه پرېوت چې سر پرېوت
نن زما سر د چا په در پرېوت

لکه سپند په ګډېدو شومه زه
خدای زده په ما د چا نظر پرېوت

داسې ناڅاپه بې خبر غوندې شوم
غوږ کې زما د چا خبر پرېوت

لامې همت دی د ځوانۍ په هوا
خير که په پر زما وزر پرېوت

لکه غبار د انتظار په ګوته
زما په سترګو کې سحر پرېوت

مينې څه نوی اړخ بدل کړو آشنا
ستا نه مې زړه کې نن خطر پرېوت

تير يې بهار شو د ځوانۍ، راعۍ
پوخ شو، د څانګې نه ثمر پرېوت

ډېر تعلق د دنيا پرې ويستمه
چې سيلۍ راغله دروند شجر پرېوت

څوک په ستنه له ميخانې شو په خود؟
خو څوک دننه څوک بهر پرېوت

ځان ته په مينه کې کوم سر چې وي سر
سر چې په مينه شو په سر پرېوت

حمزه هر داغ شو مسکی لاړو آشنا
ستورو برېښنا وکړه چې نمر پرېوت

{/slide}{slide= غزل}

پرېږده چې لوظونه د دروغو دې رښتيا کړم
ته راته سبا سبا کوه زه به بېګا کړم

توان لرمه دا چې د ماضي نه خراج واخلم
زه به پخوانی شمه ستا مينه به پخلا کړم

برند که حوادث دي د وختونو په ککو کې
زه به حوصله هم پښتنه ورته پيدا کړم

لا يې د سپين مخ خالونه شمېرم اوزګار نه يم
پرېږده الواته به د سپوږمۍ په لورې بيا کړم

ستا په اننګو کې د حمزه د وينو سره دي
ته شوې د پښتو غزله ځوان زه دې بابا کړم

{/slide}{slide= غزل}

ټينګه په وعده نه شوې دا څه چل دی
کلکه پښتنه نه شوې دا څه چل دی

ډېره کستاخي مې نظر اوکړله!
ماته ولې سره نه شوې دا څه چل دی

ته مې مخ روڼی د ماښامونو يې
سوزې خو ډيوه نه شوې دا څه چل دی

تا خو د وختونو پروا نه کړله
لاړې راستنه نه شوې دا څه چل دی

ټنډه د حمزه وې د قسمت غوټه
مړ شو ته خوره نه شوې دا څه چل دی

{/slide}{slide= غزل}

د هغه سترګو پښتنو خبرې
څنګه درنې وې د درنو خبرې

زاهده! پرېږده د تسپو خبرې
کوي ماحول د زولنو خبرې

دا ستړی ژوند دې مبارک شه مينې
زده چې اشنا کړې په لېمو خبرې

درنه به وانه وړمه پوی شوې کنه؟
درته مې وکړې په پښتو خبرې

د تندي ګونځې دي مغُل خو ندي
چې کوي نن د تاترو خبرې

دا بونګېدلې هوسۍ سترګې داستا
وکړې ناڅاپه د زمرو خبرې

د حمزه زړه ته دلاسه ورکوه
دادي ارمانه د ځلمو خبرې

{/slide}{slide=اجازت دی؟}

پيرنګي درنه پښتو ده هېره کړې
چې کيسه يې راپه خوله کړم اجازت دی؟

وايي مونږه سره ټول مسلمانان يو
ډېره ښه ده زړه دې ښه کړم اجازت دی؟

د پښتو په ځای تعليم د اردو ښه دی
هيڅ خلاف به ترې ونکړم اجازت دی؟

يقين وکړه چې زه ستا نه خلاف نه يم
ولې پوی دې چې لږ زه کړم اجازت دی؟

په اردو مې ژبه نه چلي صاحبه!
په پښتو خبرې وکړم اجازت دی؟

{/slide}{slide= پښتو ژبه}

په پردۍ ژبه خبرې پښتون نه کا
بې ليلا بله سودا خو مجنون نه کا

څو د خپل ادب باران باندې ونشي
بل باران به د قام فصل زرغون نه کا

غېرو ژبو کړې لاهو پخپل تهذيب کې
بې پښتو به دې اوس هيڅوک راستون نه کا

خپلې ژبې خپل تهذيب وته چې شا کا
ملګرتيا له هغه قامه ژوندون نه کا

اوله خپله ژبه، پسته نورې ژبې
بې بنياده عمارت خو سمون نه کا

فرنګيان د پښتو ژبې خوشه چين دي
خو دې درمن ته نظر هم پښتون نه کا

بې له دې که ټول جهان هم ورته پرېږدې
بل ميراث به ستا نسلونه ممنون نه کا

پاڅه پاڅه د عمل جذبه پيدا کړه
يو ملت هم ترقي په افسون نه کا

{/slide}{slide= غزل}

هغــــــه حُسن چـــــې پـــــــه ذات د كــــبريـــــا كښې ځـــــــلېـــــدو
هـغـــــــه نـــــمـــــر چـــــې پـــه افـــــق د منشــــاء كـښې ځلېـــــدو
هغــــــه نــور چــــــې د هستــــۍ پــــــه ابتــــــداءکښې ځلېـــــدو

د عـــــــدم وجـــــــــــود پــــــــــــه لا او پــــــــــه الاً كـښـې ځلېـــــدو
جـــــوړه ديــــد لــــره خــــــالــــــق يـــــې ائينــــــه كــــــړه د هـستۍ
بيــــــا پـــــه خپـــــل حُسن سينــــه يــــې ګنجينـــه كـړه د هستۍ

دغــــه حُســـــــن ؤ نبــــى چــــــــې يــــــــې كامــــل انســــانيت كـړ
په دربار د سړيتـــوب كښې يــــــې ســـــــر خــــــم ملكـــيت كـــړ
پــــه اخـــــــــلاقو د خـــالق يــــــــې چــــــــې د خــــلـــقو تربيت كـړ
د الحـــــــاد وكـــفر و شرک يـــــې لـــه دنيـــــا لـــــرې لــــعنت كـړ
پـــــه هـــــم لـويــــو لــــويـــــو مــــرتـبو يـــــــې دے نمــــانځــــــــلے
بس خـــــويـوله خدايه پسته دے پـــــه ټـــــولـــــو كښې ښاغلے

مئيــــن تــــــــوب ؤ او كـــــــه مينـــــه وه كـــه راز ؤ كــــه نيــاز ؤ
كـــه فــــراق ؤكــــه وصـــال ؤكـــــــه د مينې ســــــوز او ســـــاز ؤ
پــــــه هــــــر څـــــه كښې محمـــد پــــه انبيـــاو كښې سرفـــراز ؤ
نـبوت كـــــــــه امـــــامت كښې يـــــې معـــــــراج سره پــــــرواز ؤ
شهـــــادت يــــــې هــــــم لــــــه نــــــورو انبيـــــــاو نــــــــه بلنــــــد ؤ
لکـــه نمر په روښنائۍ کښې پـــــه همه ستــــورو څـــــرګنــــد ؤ

مكـمــــل يـــــې شهـــــادت كــــړل پخــــــــوانى شهـــادتــــونــــــه
مـكمـــل كــــړل محمــــــد د خـــداے د ديــــــن عمـــارتــــــونــــه
شهـــــــــادت د حـسنينــــــو كــــــــــوى دا اشــــــــــارتــــــونـــــــــــــه
پـكښـــــې پټ دى د نــــــبـــــى د شهــــــادت حـــقيقتـــــونــــــــــه
شهـــــــــادت د خپــــــل نمسى يـــــــــې د نيــــكــــۀ وګڼـه عــــــېن
دے حـــــــــــديث حُسَــــــينُ مِنّــــــــى وَ اَنـــــــامِـــــنَ الْحُسَــــــــين

ســــور پــــه اس د تصــــورشــــــــه چـــې دې بـوځـــم كربــلا تــــه
دى راغــــــلــــــې د جــــفــــا لښكـــــرې زوے د مـــرتضــــى تــــه
نـمـــــــر د تنــــــــدر پــــرده وكــــړه نظـــر نــــه كــــــوى دنيــــا تــــه
چـــې تيــــارو هم د جنګـــرېــــز حوصلــــه كـــــړې ده رڼـــــــا تــــه
څــه خېمـــــې دى د سېـــــدانـــــو د رضــــا پكښې چپتيـــــــا ده
څــــه خـېمـــــې د يــــزيديــــانــــود ستـــــم پكښې غــــوغـــــــا ده

دا حُسېــــن دے چـــــــې تسلــيم يـــــې اس نيـــــولے لـه جـــلبــه
د هـستۍ نبضــــــونـــــــه تــېز دى پـــــه امكان راغلـــــــې تبــــــه
خـــــولـــه يــــې وركــــړه لـــــه هېبته ده ګــــرمۍ راوېستې ژبــه
چــــــې جـــــلـــوې د رســـــــالــت پــــرې قــــربــانېږی لــــه يثربـــه
د هـــــــر څـــــيز لـــــه قـــــربــــانــــۍ نه پس پــــه خپــــلــــه راوتلے
د حـجـــت اتمــــــام پـــــــــه هغــــو كانــــدى چـــا چــــــې رابلــــلے

چــــې صورت دامـــن ســـولــــې پــــه امكان کښې پــاتے نه شو
چـــــې هيڅ شــک يــــې دجګړې په طوفـــان كښې پاتے نه شو
چــــې يودوست يې ګېرچاپېره پـــه چشمــان كښې پاتےنه شو
كـــــــه يـــــوحُــــــر ؤ هغـــــه هـم په دې جهــان كښې پاتے نه شو
دۀ بـــــــه پېش ورتــــــــه قــران كــړو هغـــــوی تــورې برېښولې
چــــا بــــــــــه غشـــــى ګــــرتــــول او چــــا نېزې بـــــــــه نيـغــــولې


امـــام پــــــوه شو چــــې اوس وخت دشهـــادت د اكمـــال راغے
شـــــو مـــــزل دجـــمـــــال ختـــــم اوس مقــــــام د جـــــــلال راغے
يــو يې تـــورې ته كـــــړه هپـــــه او بــــل لاس يې پــــه ډال راغے
د اجــــل پــــــه لاس كښې ښكار د ژونـدانـه لــــــره جــــال راغے
ذوالفقــــارچــــې كـړ بهر پــــه لاس کښې زوے د حېـــدر ونيو
قُــــــدسيـــــــانو پــــــه هېبت د اسمـــــــــان مـخ تــــــه ســـپر ونيو

ذوالفقـــــــار چـــــې يـــــې مېړانه لــــه جــــــوهـــره ځــــارېــــــــــده
ذوالفقـــــــار چــــې هـــــره تــــوره يـــــې لـه پرهــــره ځــــارېـــــــده
ذوالفقـــــار چــــې تـــــل يـــــې فتــح لــــه حـېـــــدره ځــــارېـــــــده
ذوالفقـــــار چـــــې بــــادشــــاهى يـې لــــــه قنبره ځــــــــــارېــــــده
هــغــــه تــــوره چـــــې پــــه برېښ كښې يــــــې رفتــار ؤ د اجــــل
هغــه تــــوره چــــې پــــه شــړنګ كښې يــــې ګفتــــار ؤ د اجـــل

جـــــــوړ نېټـــــــه وه د اجـــــــــل د امــــام لاس كښې ښكارېــــده
پـــه يــــو وخت كښې به يو كس تـــه اوږدېــــــــده او لنـــډېــــده
اوچېـــــــــــــده او څڅېـــــــــده، كــــــــــږېـــــــــــده او سـمېـــــــــــده
بـــــرېښېـــــده او ځــــلېـــــــــده, قــــــهرېــــــــده او مــــــوسېـــــــده
نــــــه پــــه خُــــــود او نــــه پــــه زغــــره نه پــــه ډال ايسارېــــــده
نــــــه پـــــه زور د زورور او نـــــــــه پـــــه ســــوال ايســــارېــــــــده

لكـــه بـــــرق بــــــه يې روح يـــوړلـــــو پــــرهـر بـــــه پاتے نــــه شو
غـــــړېــــدې بــــه بقــــــې سترګـــــې خـــو نظــر بـه پاتے نـــــه شو
څــــه حســـاب د لسو شــــلو دے لښكــــر بـــــــه پــــاتے نـــه شو
چــې كـــوم سربـــــه ځـــــان تــــه سر وې هغه سربــه پاتے نــه شو
چـــــې بــــــرېښنـــــا بـــــه يــــــې د خـلــــقو پـــــه نـظــــر ننـــــوتـــــه
دا بـــــــــه تــېره وه لــــــــــه زړۀ نــــــــــه پـــــــه ځيګـــــر ننـــــوتــــــه

كوم دښمن چـې نظربــــاز ؤ تـــوريــــالے ؤ هغــــــه ړونــــد شـــــو
په برېښنا د ذوالفقار کښې هوش او عقل كلــــه مـــوند شـــــو
كــه ؤ ډال لكـــه كيكـــوړے خــــود غــر په شانې درونــد شـــو
هغه دروند شو خود به دروند شو چې په خپلووينولونــد شو
دلتـــه شړنګ او هلتـــه برېښ او بيـــا په پنجه د امـــام کښې
پـــــه هــــرصف كښې پـه هر سر ؤ ګويـــا ؤ پـــــه هر مقام كښې

لــــه يو څټ نــــه پـــــه بل مټ وه بيــــــا لــــــه ډډه نــــــه بهــــر وه
لا بـــــه دلتـــــه بــــرېښېده او لا بـــــه بيــــا د بـــــل پـــــه ســــر وه
لا بــــــــــه زغـــــرې فريـــــادى وې پــــــه ټټر وه پــــــه ځيګــــر وه
لا به اوچــــه ښکارېـــــده پـــــه رپ د سترګو کښې بــــه تــــر وه
لكــــــه ژبــــــــــــه د اجــــــل بـــــــه يــــــې د زړۀ وينـــــه څټـــــلــــــه
ګـــــويــــــــــا وينـــــــه د صـفـــــين د شهيـــــــدانو يــــــې ګټـــلـــــه

نــــــــــه مقـــــــداد ؤ نــــــه بـــــــوذر ؤ نــــه سلمان ؤ تمـــــاشا تــــه
نـــــــه عمــــــار ؤ نــــــــه قنبـر ؤ تنهــــــائى وه مــــــرحبــــــا تــــــــه
علـــــمدار يــــــې ؤ پــــــه وړانــــــدې نــه اكبر قاسم يې شاتـــــه
ذوالفقـــــار يـــــې ؤ پـــــــه وړاندې او د اس ګـــــردونه ملا تـــه
مېمنـــــــه، مـېسره، قـــــلب كـــــــه د لښكــــــر مقـــــــدمــــــــه وه
د تــــرتيب بخـــــۍ يــــــې لاړې تــــــار پـه تـــــار وه كه ساقه وه

چـې پــه تېښته بـه شوڅوک، ترې ذوالجناح به پــــه ستنه شو
تــــار پـــــه تـــــار بـــــه يـې يو صف كړو بيا به بل پسې پره شو
چې بـــــه غبرګې نېزې راغــــلې زر بــــــه دې ورته پـــه دوه شو
سر تـــــر پـــــايــــه د دښمن د تـــــورې برېښ تـــــه بـــــه لمبه شو
د وښو غــــوندې راتــــاؤ بــــه يې پــه غاښونو كښې كـړه زغره
څنــډول بــــه يــــــې ذوالفقــــار تـــــه اشـــــــاره وه چــــې ونغـــره

چـــــرتــــــه سم لكـــــه د غشى چـــــرته كوږ لكــــه كمــــان تـــــلو
ځينې ســـــر بـــــه ؤ پــــــه ځمكـــــه ځينې سر بـــه په اسمـان تلو
بړبوكۍ وه چورلېدله كـه پـــــه خپــــل ګرد كــــې پنهــــان تلــو
جمعيت يــــې ؤ پـــه ځاے كه يوخوا بل خوا ته پرېشـــــان تلو
پــــه كــــــوم ځـــــاے بــــــه چــــې ؤ بس وو به د دۀ سمونه پاتې
پــــــه ميــــــدان بــــــه وو كـــــوفيـــــانو لـــــره بس صفرونه پاتې

ذوالجنـــــاح چـــــې ګېر چــــاپېره كــــــړه قـــلا د سړو مـــــاتــــه
بـــــې لــــه اذنـــــه د امــــام يې ځـــــان رسيد كړو تــــر فـــــراتـــــه
امـــــام وټپــــاۀ وې چـــــې ذوالجنـــــاحــــــــه خــــوشصفـــــاتـــــه
نــــــه اكبــــر شتــــه نـــــه اصغر شتــــه اوبـــــۀ يوسم وايـه چاتـــه
ځــــوړنــــد سرد ذوالجنـــاح شو پـــه وروروبېرته راستون شو
وې پكار چــــــې د امــــام نــۀ شـــــو عبث زمــــا ژونـــــدون شو

نــــــــدا راغــــــلــــه لاس دې ونيســـــه فـــــــرزنــــــــده د بتــــــــول
ستـــــا جمــــــال او جــــــلال دواړه دى د خــــــداے په در قبول
جنــــګ دې نـــــه دے اے امــــامــــه د ملكــــونــــــو د حـصــول
نــــه د جنـــګ لپـــــاره جنــــګ ؤ دا خــــــو جنـــګ ؤ د اصـــــول
سر يې خــــم كړو د تسليـــم او ځـــــان يې وسپـــــارهْ قضــا تـــه
مخ يـــې ستون كــــړو لــــه دښمنـه مخــــامخ شولو رضـــــا تــــه

عـمــر سعــــــد تــــــه خــــو وګــــوره چــــې څـــــه وويــــل شقـــــى
وې چې پرېږدئ ګــــوزارمـــــه كـــــړئ دغــــــه اس دے د نبــــى
تـــــــۀ نسبت تــــــــــه د اس ګـــــــــوره او نسبت تـــــــه د نــــمسى
ځــــــــــــان او تـــــــن د مـحمـــــــد ؤ وينـــــه غــــوښــــــه د علــــــى
ذوالجناح اوښکې رامــــاتې د خېمو پـــــه لــــورى ســــر شـــــو
پېغــــامـــبر د خپـــــل امــــــام ښـــــاغــــلے اس د پيغمــــبر شــــو

يـــــو پـــــه زهــــرو بل پـــــه تـــــوره د نبــــى چـــــې فـــرزندان وو
يــــو نظــــر پــــرې د نيکـــــۀ ؤكــــه دا دواړۀ يــــې چشمــــان وو
پخــــوانـــى مـــرســــلان واړه شهيد شوى پـــه خپـــل ځـــان وو
ولې دا د نبى ځـــــان وو بيـــــا لــــه ځـــــانـــــه ورتـــه ګـــــران وو
دا يـــــوه كــــړۍ وه پــــاتې پـــــــــه زنځــــير د شهـــــــادت كښې
امـامــــت كـــــــړه ورپـــــوره پــــــه ســـلســـله د رســــالت كښې

چـــــې كـــــوم سوال د پــــاک نبى د شهــــادت ؤ هغـــه حـل شو
د حـسېن لـــــــــه شهـــــادتــــــــــه شهـــــادت يــــې مكمــــــل شو
دا چـــــراغ زمـــــونږ لپـــــاره تـــرقيـــــامتـــــه پـــــورې بـــــل شو
هـــــر منكـــــر وتــــــه حمـــــزه پـــــه مخکښې دا دليـل اول شو
شهـــــــــادت د حـسنېنــــو ځـــــكـــــــــــه ؤ د نـبـــــــــــــــــى عـــــېن
پـــــــورتـــــــــه تـــــن يـــــې د حَســـــن ؤ ښکتــه تـن يـې د حُسېن

{/slide}

زیاتې مقالې …