{slide=غزل }
لږ ورو راځــــــــــــه اې د تورتم مـــاښامه
مخکي نه جــــــــوړ دی لا ماتم ماښامه

ستا د راتلو لاره هم مـــــــــــــا جوړه کړه
د غرونو شاته پرېوه تم ماښــــــــــــــــامه

ته ابتدا د تورو شپـــــــــــــو یې هر ځای
ځکه علت یې د هر غم مــــــــــــــــــاښامه

بس په دې ښه یې چې دردونه پټ کړې
چې ‌ژړېدم چــــــــــــــــــــا نه لیدم ماښامه

ته هر یو رنګ په خپــل رنګ کړې بدل
ډېر زورور يې دا منم ماښــــــــــــــــــــامه

تا په وصال، دیدن بنــــــــــــــدېز ولګاو
چې دې خفـــــــــه کړو زما صنم ماښامه

چې د آرین غزل له ستـــــــورو ډک کړي
سپوږمۍ ته ځــان ورښکاروم ماښامه

نجیب الله آرین (لندن)

{/slide}

{slide=غزل }
د مینې لېونتـــــــــــــــوب مې تر زندانه رســـــــوي
بس غمونه دي چې اوښـــــکي تر ګرېوانه رسوي

دچـــــــــا په دې جهــــان کښې د زلت جنازه باسي
او څوک بیا دغه مینه تر ایمــــــــــــــــــــــانه رسوي

د جانان مې دغه یو دستـــــــور له نورو نه جدا ده
چې زخم راکړي  بیا مې تر درمــــــــــــــــانه رسوي

چې ورک شمه له ځانه د شرابو په رنګــــــو کښې
بیا خپله بې خودي مې تر خپل ځـــــــــــانه رسوي

لکه سرو ته چې د سرو زرو اوبه په مينه ورکړي
چې کله هم دا شـــــــــــــــــــونډي تر پېزوانه رسوي

ژوندون به ېي له ډېرو دښتــــــــــــــــــــــــو تېر کړي
منزل چې څــــــــــــــــــــــــو ارین تر ګلستانه رسوي
نجیب الله آرین (لندن)

{/slide}

{slide=آزاد پرواز}
د پلار نیکــــــونو ورک آواز لټــــــوم  
د غیرتي تاریخ آغــــــــــــاز لټـــــــــوم

چې دزړګي مراندې مې وشرنګـوي
د آدم خـــــــــان د رباب ســـــــــاز لټوم

چې هوسایي پکې اخرت دُنیــا وي
ژوندون ته داسې ښــــکلی راز لټوم

پر الوتلـــــــــــــــو د کوترو څـــــــــه کړم
لکــــــــه د باز آزاد پرواز لټـــــــــــــــوم

چې  نازیدل تل د ٭آرین٭ په نامــــــــه
زه په افغـــــان کې هــــــــــاغه ناز لټوم
نجیب الله آرین

{/slide}

{slide=غزل }
کله ساز، کلــــــــــــــــه سرود، کله غزل شم
کلـــــــه هم چې زه د ښکلو ښکلو خپل شم

هر سړی چې ورته ګـــــــوري نو خمار شي
خود به غواړم چې د سترګو یې کجل شم

تشنګي وس په جــــــــــــــامونو نه ماتېږي
تنده ماته شي په شونډو چې زه ښکل شم

هسې ډېر ګڼمـــــــــــــــــه ځان لکه شتمن زه
خو چې و وینم ښایست د زړونو غــــل شم

که مزل یې د منصـــــــــــــــور منزل ته رسي
زه به هم د لېــــــــــــــــونتوب د لاري مل شم

په شــــــــــــډل صورت بس خوښ یمه آرینه
بې پښتو به شم که بل رنګ کښې بدل شم
نجیب الله آرین

{/slide}

{slide=غزل }
لاره انګاري دې د ايرو شوه له
بيا چې سرکشي د ليونو شوه له
دا چې نمرودي غرور سر ټيټ کړلو
ښکاري چې سيالي د پښتنو شوه له
هر بادار پخپله باداري کې هم
ويرېد چې شرنګا د زولنو شوه له
ما چې زاهد وليد له ساقې سره
وس خبره تېره له توبو شوه له
په پرهر زړګي اشنا هلته خبر شوه لو
توی چې کله اوښکه له ليمو شوه له
می هم په خپل نشه نادمه شو
ارينه چې مستي د شونډو سرو شوه له
نجيب الله ارين

{/slide}

{slide=د ازادۍ نغمه}
زمونږ د ازادۍ نغمه به ورځ په ورځ ګرمېږي
چي شرنګ د توري کېږي او ننګ د توري کېږي

له ازله مونږه ژوند په استقلال کې راتېر کړی
وس به هم په دې هيواد د خپلواکۍ ستوری ځلېږي
دا خاوره به مستېږي، تقديرونه به بدلېږي

چې څوک زمونږ په لوري په کږو سترګو را ګوري
داستان د احمد شاه او ميروس خان به تازه کېږي
ديلي به فتح کېږي، اصفحان به بيا سوځېږي

چې څوک ده دې وطن بربادي او زلت غواړي
د وينو به يې رودونه او سيندونه روانېږي
زخمونه به يې ډېرېږي، پرهرونه به یې شړېږي

لشکر چې د کابل او پېښور په يو مرام شي
د دښمن زړه به لا په قبر کښې د ويري نه درزېږي
-جهان به بيا خبرېږي، افغان به بيا يو کېږي

زه ارين به د ازادۍ او نيکمرغۍ نظمونه ليکم
په دې حال کې هم که سر مې له تنه جداکيږي

{/slide}

{slide=غزل }
زه خو دستـــــــــــور ده دې جهـــــــان پيژنم
هم يې ستـــــــم هم يې درمـــــــــــــــان پيژنم

څه که ميخــــــــــور نه يم خو دومره واوره
د ميخـــــــــــــــانې واړه رنـــــــــــــدان پيژنم

په زړه کښي يو څه،په خوله بل څه وايي
خو زه يي سترګو کښي جــــــــــانان پيژنم

نه خو باغـــــــــــــــــوان او نه ګلفام يمـــه زه
بيا هــــم هر ګل د ګلستــــــــــــــــــــان پيژنم

يمه بېوســـــــــــــــه خو غافل نه يمـــــــــــــــه
په خپل لستــــــــــو ڼي کښې ماران پيژنم

څه که د ارين تندی په سجـدو نه وي تور
په سجـــــــــــــدو پروت دغه شيخان پيژنم

نجيب الله ارين (لندن 2010-07-25

{/slide}

{slide=افغان یم}
زه د ننګ میدان ته غورزم چې افغان یم
د دنیا په ننګیالو کښې خوشحال خان یم

په هر وخت کښې د باتور څیره لره مه
که میرویس یم،که ابدال او که امان یم

ما د وخت هر یو نمرود ته لار ښودلې
ځمکي ته ډاګه باندي وایم چې آسمان یم

له تاریخ وپوښته؟زما ژبه څومره غني ده
چې له کروړه تر رحمان پوري کاروان یم

هم مې د میني ورورلی درس نړی لیدلې
ځکه په فخر باندي وایم باچا خان یم

اغیار نشي زما تن جدا کوه لی
که په کابل،که پیښور که په بولان یم

٭آرینه٭ هسې په خپل قدر نه پوهیږم
په حقیقت کښې خو زه ستوری د آسمان یم

نجیب الله آرین

{/slide}

{slide=ژوند}
يـوه  لـنـډه  شېـبه  وه  ګـړنـدۍ  تېره  شوه
دا څـومـره په  ربـړ  په خـوارۍ  تېره  شوه
دلــحــد پـه تـوره غـېــږکي بـه پــراتــه يــــو   
هسي تـوروشپو کې  په زارۍ  تېره شـوه
تويوي
نه  پوهېـږم  څـوک  وينـي د چـا  تـويـوي
څوک خپلي څوک ويني  دبابا  تـويـوي
وايــي  اللهُ  اَکــبــر  بـيـا پوري  خــانـــدي
څوک يې په شپه  څوک يې په رڼا تويوي
غاټول

{/slide}

{slide=خره دي}
خره که وي  لوی شوی له سړوسره  هم خره دي
سړي که وي لوی شوي له خرو سره هم خره دي
دا ولي خـدايـــه! خلک لکــه خـــره لــويــه وې
ځيني که  زوکېږي له ســړوڅـخه هم خــره دي  
غاټول

{/slide}

{slide=غرق کېږم}
غرق کېږم دوينو توپانو کې لاغرق کېږم
غرق کېږم دوينو سېلابو کې لا غرق کېږم
پـه ګولۍ  ويشتلی يم!کفن ته  حاجت نشته
داڅنګه شهید يم ؟ سرو جامو کې لا غرق کېږم
غاټول

{/slide}

 

{slide=نا هيلې}
نشته داسې يــار پــه ګوتو نه راځي
ښه ښکلی نګار پــه ګوتو نه راخي
ستړی شوم دنيا مــې لټې لټې کړه
څوک چې مې پکارپه ګوتونه راځي
وکــرې ګــلان بيا يــې ښــه وروزي
داسې ګل نګار پــه ګوتو نه راخي
وکړمه پوښتنه ترې حساب واخلم
مينه کې هوښيار په ګوتو نه راځي
ښکل يې کړم ترې ځارشم دلاسه يې کړم
داسې سپين رخسار په ګوتو نه راځي
زهــدوی تقوا پــه پــاکــه مينه کي
دغسې دلدار پــه ګوتــو نه راځي
داسې يو عاشق چـې ماشوقه پالي
ستوری دسهار پـه ګوتو نه راځي
زه قسيمي ستړی ا و ناهيلې شوم
په ګوتو نه راځي  ر بها  نو  د  ګل
------------------------------
محمد نسيم قسيمي
ملبورن

{/slide}

{slide=د پلار مینه محبت}
غرق فرق به وی
د خپل کور اولادنو
په مینه محبت کی
شپه ورځ به ورک وی
خواری مزدوری په سی
خپل ژوند ځان
به ورنه هیر وی
چی شرمینده نه شی چاته
د خپل کور سیالی
برابره کړی له نورو سره
زما خوږه پلاره
یو اختر بل اختر
به کورته راتلی
له ټولو څخه اول به
د ماته هر څه راکړل
زما یوه مچکه
په غیږ کی ټینګول
ستا به یی هر څه
درنه هیر کړل
ستا د ټولو دردنو
غمونو درمان به شوم
څه په ناز نخرو د لوی کړم
هر څه به د راته راوړل
ما به لا ویل
دا شی می خوښ نه ده
نه به پوهیدم
چی تا به په سومره
زحمت کار کاوه
بیا به د هم
زما د خوشحالیو خوښیو
له لپاره هر څه راوړل
هیڅ کله به د زه نه هیرولم
ستا چاودی لاسونه پیښی
به می هم نه لیدل
ما به لا غوصه هم
درباندی کوله مرور به وم
چی زما دا شی خوښ نه ده
تا به بیا هم په ډیر
ناز نه خرو لاسا کولم
راته ویل به دی
زوی جانه مه خپه کیږی
بل واری یی درته راوړم
هیڅ کله د ماته ته د خپل زړه
د درد شکایت نوه کړی
که په تا به هر څومره
څختی تیریدلی
زه به د نه په پوهولم
هر وخت به دی خوشحاله ولم
ستا به سومره ارمانونه خیالونه
راته په زړکی ول
چی راباندی ښاد شی
ستا د لاس لکړه شم
ارمان ارمان
د بیلتون د جودا یی باد توفان
دومره لری سره والوزولو
چی ستا یی هم د ارمانونو
خیالونه کور در ړنګ بنګ
ویجاړ کړ زما یی هم د ژوند
پسرلی راته خزان وګرزاوه
خزان غورزولي پاڼی ګلان
هیڅ کله هم بیا نه دی تازه شوی
لاړ شی له خاورو سره
یو ځای حوار شی
یو وخت به ستا زه نه هیردلم
هر څومره به د هیر رولم
نه به د هیر ریدلیم
یادیدلم به دی
راپه سی به زوریدلی
زما یادونه به د نه هیریدل
هر وخت به ورک وی
اوس زما نه هیریږی
ډیر ډیر می یادیږی
هیڅ وخت له یو بل سره
په ډیرو دیدنونو ماړه نه شو
ستا هم پوره نه شول
د ښه ژوند د ارامولو ارمانونه
زما په زړه هم پاتی شول
درانده درانده ارمانونه
ستا د ډیری مینی محبت

{/slide}{slide=: د اندری حازیس په یاد}
د انسان ژوند چیشی ده
ډک له خیالونو له فکرونو
څوک د خوشحالی
په ټال کی زانګی
څوک د خپګیان
په ټال کی زانګی
خوشحالی خپګیان
لکه باد او باران ده
هر چا باندی راوری
که هر چیرته وی
که هر ځای کی وی
که بد ژوند وی
که ښه ژوند وی
که غریب وی
که شتمن وی
باد باران په وری
په چا کم په چا ډیر
په چا شین پسرلی وی
په چا خزان وی
څوک غرق وی
د وړی په سرو غرموکی
څوک زګرویږی د زمی
په یخو یخنیو کی
غم خوښی یی بیستر ده
څوک دغم بیستر کی
پروت وی دردیږی
څوک د خوښی په
بیستر کی پروت وی
مستی ساتیری کړی
ژوند لکه یو خوب ده
څوک له خوب څخه
نویی راجیږیږی
څوک وی له خوبه
راجیږ شوی
څوک د خوب په تمه وی
څوک خوب یی وړینه
څوک په خواږه
خوب ویده وی
څوک زر وړی
څوک ناوخته
هر څوک چی خوب وړی
خوب وړی خلک بیا بیرته
نه دی راجیګ شوی
د چا د ژوند سفر لنډ وی
د چا د ژوند سفر وګد وی
ورنه پاتی شی یادونه
له چا کم له چا ډیر
له چا خواګه له چا ترخه
یادونه پاتی شی
اندری حازیس څخه
شول پاتی ډیر ښکولی
شعرونه خواږه یادونه
ښه ورته وګوره ذبیح لله
دا د انسان د ژوند معنا ده

{/slide}{slide=د خټک اجمل خان نصحت}
زمونږ ژوند تیرول په دنیا یو امهتان ده
دا امهتان ډک له خوشحالیو خبګیان ده

ژوند او دنیا ډکه له شخړو کړاونو ده
د جنګ جګړو کی هر څوک راګیر ده

څوک یی په پټه څوک یی ښکاره ده
دنیا او د هر چا ژوندی یی بندیوان ده

څوک د ښو څوک د بدو خواته ولاړ ده
دا د دنیا او ژوند د سفر ګزران ده

زمونږ هر کړنه کیردار یی وسله ده
دا بده او ښه وسله په لاس د انسان ده

هر خوښی غم مو د دی وسلی نوم ده
زمونږ کامیابی ناکامۍ یی نوم نیشان ده

هر بده کړنه د دنیا او ژوند په زرر ده
مینه محبت کینه نفرت یی ګټنه تاوان ده

مینه محبت رڼا د دواړو جهانونو ده
بی مینیتوب د دنیا او ژوند نقصان ده

هر ښیږڼه له یوبل سره لار د ګټنو ده
بی ښیږڼو انسان په تیرو کی روان ده

ولی بعضی انسانانو ژوند او دنیا ده
روانه کړی په مرضنو او تاوان ده

هر اځارول دردول کله ښه کار ده
د دنیا د خپل د بل ژوند په نقصان ده

دا پورتنی نصحت ما ذبیح لله ته کړی ده
د دنیا د انسان مین خټک اجمل خان ده

{/slide}{slide=نسانیت چیشی ته وایئ !؟}

ښه ژوند چیشی ته وایې
ولی له هر څه نه ناخبر یئ
پوهیږی انسانیت چیشی ده
انسانه دومره څه له ناقرار یئ
ځان خبر د انسانیت په معنا کړه
ولی د چیشی لپاره وارختا یئ
په دی باندی ځان پوهه کړه
دنیا وپیژنه دنیا چیشی ده
هغه ورځ دی در په یاد کړه
دنیا ته څنګه وی راغلی
هغه ورځ دی در په یاد کړه
له د فانی دنیا نه به څنګه ځی
څه کولی شی ولی یئ دلته راغلی

ولی دردیږی خوار او ځار یئ
د ژوند کامیابی موفقت چیشی ده
انسانه دومره څه له ناقرار یئ
ځان خبر د انسانیت په معنا کړه

چا راوړي له ځان سره څه دي
چا د وړي له دنیا نه څه دي
هر څه دی درنه پاتې دي تنها به ځی
ولی د ژوند درولی په سرو لمبو
ولی د ژوند روان کړی په بدو لارو
دوه ورځی ژوند ده مه کوه ظلمونه
اخیر یوه ورځ هر څوک مری ځی

د څه له پاره دومره بی صبر یئ
معنا د مینی محبت چیشی ده
انسانه دومره څه له ناقرار یئ
ځان خبر د انسانیت په معنا کړه

روان شه د مین محبت په لار
غوره کړه درته د مین محبت لار
مینه محبت له یو بل سره د ژوند د سفر رڼا ده
مینه محبت لوی سمر ده هر څه درته راوړۍ
مینه محبت د انسانیت جامه ده رڼا ده
مینه محبت د عبادتونو لوی عبادت ده
مینه محبت لوی راز د ژوندانه ده
مینه محبت اول له خپل ځان سره شروع کړه
بی مینی محبته خلک لکه
بی خونده میوه ده لکه بی سمره ونه ده
ډیر خلک نفرتونو خوار او ځار کړل
ډیر خلک یې غورزولی له جګو فانډونه
ډیر خلک یې مختوری د دنیا او اخرت کړل
ډیر خلک یې بندیوان د تنها یی کړل
بی مینی محبته خلک روان په تورو تیرو کی دي
ځکه دوی هر وخت په چیغو نارو کی دي
د ژوند له هر درد هر غم سره په جنګ وی

د ژوند د سفر هر دروند بار ورباندی بار یې
د دی ناکامی حیلت چیشی ده
انسانه دومره څه له ناقرار یئ
ځان خبر د انسانیت په معنا کړه

ځان خبر په خپل ګټه او تاوان کړه
ځان خبر په خپل خوښی او خوشحالی کړه
که چاته د ښه نه ورسیږی بد مه رسوه
که چاسره مرسته نه شی کولی بد مه کوه
که چاسره مینه محبت نه شی کولی
له هی چا څخه نفرت مه کوه
له هی چاسره کینه دښمنی مه کوه
له خپل ژوند او ځان سره
نفرت کینه دښمنی مه کړه
د خپلی اسانی اسودګی لاره پیدا کړه
د مینی محبت د ژوند لاره پیدا کړه
د حپل ژوند د مقصد لاره پیداکړه
د خپل ژوند د ښه کیدلو لاره پیدا کړه
ځان خبر له خپل ژوند نه کړه
د نورماله ښه ژوند لاره پیدا کړه
ښه او بد ژوند نورماله ژوند څه ته وایې
څه کولی شی څه غواړی
ولی وایی هیڅ شی کولی نه شی
که له بل سره مرسته نه شی کولی
له خپل ژوند او ځان سره خو دی
هره مرسته کولی شی هر څه کولی شی

ولی ځان ته وایی چی بیکار یئ
د انسان ښه او بد عدت چیشی ده
انسانه دومره څه له ناقرار یئ
ځان خبر د انسانیت په معنا کړه

ښه وګوره ونو او ګلونو ته
چی ځی او راځی
دوی څنګه راځی څنګه غټیږی
دوی څنګه زړیږی مړه کیږی
ښه فکر ورباندی وکړه
د انسان او دوۍ له منځه فرق دا ده
چی دوۍ څه نه وایې پټه خوله دي
انسان هر څه وینو خبری کولی شی
انسان هم په اخیرت کی راژوندی کیږی
انسان دنیا ته یو زلی راځی بیا ځی
دا ستا لپاره یو ښه امتهان ده
ژوند او دنیا ټوله یو امتهان ده
ولی د څه لپاره د چیشی لپاره

له خپل ژوند نه بی زار یئ
ویښ شه عبرت چیشی ده
انسانه دومره څه له ناقرار یئ
ځان خبر د انسانیت په معنا کړه

دا دومره لالوانتیا د څه لپاره کوی
دا دومره ظلم ستم د څه لپاره کړی
د انسان تر پیدا یښته تر اوسه پوری
څومره خلک راغلل او لاړل
بدرنګه او شایسته راغلل لاړل
ښه او بد خلک راغلل لاړل
امیر او باد شاه راغلل لاړل
غریب او ګدا راغلل لاړل
واړه او غټ خلک هم راغلل لاړل
زورو او کمزوری خلک هم راغلل لاړل
ټول بیرته تورو خاورو ته لاړل
هلته د ټولو منزل یو دې
لکه څنګه چی خالی راغلی وه
همغه شانته بیر ته خالی لاړل
هر څه ورنه پاتی شول
هی چا له ځانه سره چیشی وینه وړل
نو ستا ولی جنګ ده له ژوند سره
ژوند د ولی غمجن کړی دې
د ځان ښکلی دونیاګی دی
ولی تیاره کړی دی
ولی ژړیږی ولی دردیږی

ولی د څه لپاره دومره ناچار یې
د ښه او بد انسان خصلت چیشی ده
انسانه دومره څه له ناقرار یئ
ځان خبر د انسانیت په معنا کړه

{/slide}{slide=متن : هر څه روان دي}

توره شپه یی کړه ورکه سپینکی سحر په مستی کی

سپین سحرهم غرق شو په سیلاب د سری غرمی کی

سری غرمی ته ولاړلاس په تیره توره زړی مازدیګر

د شین لڼډی ماښام په دام کی راګیر شو زړی مازد یګر

لڼډی ماښام یئ هم وخوړ توری شپی پاس په اسمان کی

زه ذبیح الله هم بندیوان شوم د مسافری په تریخ زندان کی

{/slide}

زیاتې مقالې …