{slide=غزل }

سلګۍ ځلا
جوړوم دمخ تصويردې رايادېــــــــــــــــــــــــــــــــږي
ځان مې هېردى خدايګودامې نه هېــــــــــــرېږي

ستادفکرسمندرباندې لاهويــــــــــــــــــــــــــــــــــــــم
لکه زګ مې هېڅ په لاس نه رارسېــــــــــــــــــــــږي

که مې يوځل دهغه ديدن نصيب شـــــــــــــــــــــــــو
خواروزار ځواني مې ګل پشان غوړېـــــــــــــــــږي

زړه کې دى ،په خوله مې دى ،ذهن کې دى وي
هم په ويښه اوهم خوب کې مې يادېـــــــــــــــــــږي

هغه ورځ مې تصورکې داانځورشــــــــــــــــــــــــول
يارپه مخ کې مې ولاړ وي اوخندېـــــــــــــــــــــــــږي

زه رښتياوايم ته يې ګپ ګڼې جانـــــــــــــــــــــــــانه
ته به ګورې زما رح به رخصتـــــــــــــــــــــــــــــــېږي

چې مې بنده شي سلګۍ دستوني منــــــــــځ کې
بيازمادمينې زور درمعلومېــــــــــــــــــــــــــــــــــږي

بيابه ګورې دانړۍ هغه به نـــــــــــــــــــــــــــــــــه وي
دځلابه پسته ژبه دريادېــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــږي

{/slide}

 

{slide= راځو }

دا زه هم څومره ستر يم يو مې ځان زر مې سوداوې

لښکرې شو د يو جانان ديدن ته چې راځو

زړه وايي چې په يو پالنگ دا ټول څنگه ځائيږو

په وينه کې مو مينه ده ستا تن ته چې راځو

همدا گالو له لارې ټپي ستوري ټولوو

يو، يو به ښخوو د سپوږمۍ تن ته چې راځو

مطرب پيران راغواړي خداى گو چل نه وي وېرېږم

ميدان په نښه شوى مونږ اتڼ ته چې راځو

فرصت غواړو اغيار نه که د مينې لارې پريږدي

سينگار، سينگار قطار يو دې گلشن ته چې راځو

قحطي ده د ديدن او په صواب يې پابندي ده

زړه زبېښو او رازبېښو دې وطن ته چې راځو

سيلۍ يو راځپلي څوک مني مو او که نه

دې مست بهار په غېږ کې گل بدن ته چې راځو

مرگي بلنه وکړه د سلگو سره غږېږو

اخته په کوم يو درد يو ځنکدن ته چې راځو


آرين – ٠٩-٠٣-٢٢

{/slide}

{slide=سختی فیصلی}

زړه کی فاصلی ترمنځه راغللی
ماتی چی وعدی ترمنځه راغللی
مینه او وصال کی ورته وګوره
شوڼډو کی پلمی ترمنځه راغللی
خدای خبر چی وچی لمدی سترګی شی
اوښکو کی ویالی ترمنځه راغللی
نن به د بیلتون تیاری ملګری کړم
ګرانه شوګیری تر منځه راغللی
مینی نه معنی دمینی تللی ده
داسی زمانی ترمنځه راغللی
تاخوزړه په ماباندی سپارلی وو
ولی مو دوکی ترمنځه راغللی
خدای خبر چی دایاری ځای ونیسی
خوله کی چی ګیلی ترمنځه راغللی
سترګی می منکری ستا له مینی شوی
سختی فیصلی ترمنځه راغللی

{/slide}

 

{slide= غزل}
ملامت نه يم که له ژبې مې ستا نوم ښوئيږي
شونډې مې غوڅې دچلم په دروي هم ښوئيږي
دخدای لپاره ژڼي مه وژنۍ قبرو ستړي کړو
تڼاکې چوي په لاسونو کې مو يوم ښوئيږي
ښايي سپرلی به له دې خاورې غيږه وګرځوي
چې دوطن په هره پوله ترنم ښوئيږي
دا شهيدان يې له سپيڅلي سينې مه ليږدوۍ
د ‌احد غر دوينو رنګ پسې معلوم ښوئيږي
پدې ډبره کې نن خامخا درزونه شوي
چې يې په مخ داوښکو څاڅکي ډير معصوم ښوئيږي
( اصغر ) به څړيکې په شان ستا زړګي ته ورسيږي
که څو پدې ورانه سينه لکه ماشوم ښوئيږي

اصغر اکبري ---- خوست

{/slide}

زیاتې مقالې …