دټولې نړۍله دوه سوه ژبوڅخه له پنځه زره کلونوراهيسې ۹۰۰۰متلونه او مقولې
له دنمارکي نه دمحمد صفر خواريکښ ژباړه
۲۸مه برخه
اوښ
اوښ بوره(شکره)لېږدوي،خواغزي/زوزان خوري.(عربي)
اوښ لاړچې ځانته ښکر راوړي خوغوږونه يې غوڅ شول.(تلمود:ديهودوپخوانی شفاهی قانون[ژ.])
اوښ خپل ګوپ نه ويني،خودخپل ورورهغه ته يې ښه پام وي.(عربي)