دټولې نړۍله دوه سوه ژبوڅخه له پنځه زره کلونوراهيسې ۹۰۰۰متلونه او مقولې
دمحمد صفر خواريکښ ژباړه
يوويشتمه برخه
څوک دې ته اړ نه دی چې زړې سوۍ ته دکلم ځای وروښيي.(المان)
څوک پوهېږي،چې سوۍ چېرته ځغلي.(سوېډن)
)«هيڅوک نه پوهېږي،چې سوۍ چېرته ځي»،هغه سړی وويل،چې پربام يې دام ايښی دی.(ناروې
دسوۍ زړه/کمزړی/ډارن
کم زړي ځان دزمري په پوټکي کې پټوي.