امیرجان وحید احمدزی
محمد اشرف غني د وخت د ښه مدیریت او له هغه څخه د اعظمي ګټه اخیستنې په برخه کې ځانګړی نوم دی. نوموړی د بهرنیو سفرونو پرمهال د الوتکې په داخل کې خپل وخت په لیکلو او لوستلو تېروي.
نوموړی د بهرنیو سفرونو پرمهال له مقاماتو سره پر کتنو او د بېلابېلو موضوعاتو په اړه له بحث او خبرو سربېره پوهنتونونو، اکاډمیکو مرکزونو او فکري بنسټونو کې محصلینو او ځوانانو ته د افغانستان د ستراتیژیک موقعیت، شته فرصتونو او ظرفیتونو په اړه روښانه او مثبت انځور وړاندې کوي.