ټاکلي کړۍ چې د هېواد تاریخ او افغاني هویت سره دوښمني يی له چا پټه نه ده او الظهر من الشمس ده، اوس يي د حکمتیاراو اسلامي ګوند په پلمه، ځانګړي قوم په نښه کړی، دې قوم ته سپورې ستغې وايی او تر ټولو بده دا چې په همدې پلمه د هېواد د ملي ګټو او ارزښتونو په وړاندې دریدل هم خپل قانوني حق ځلوي
!
دغه کړۍ هڅه کوي، د ځانګړي قوم سره تربګني د حکمتیار او اسلامي ګوند سره د سیالۍ او دوښمنۍ تر پردې لاندې پټه کړي!
دلته، دوه خبرې باید یوله بله جلا کړو:
ــ اسلامي ګوند سره د خپلمنځي اړیکو څرنګوالی او د هغه د مشر او یا غړو سره په اوس یا تېر مهال کې سیاسي سیالي او جنګي ټکرونه
ــ حکمتیار او اسلامي ګوند څخه د ځانګړي قوم د سپکولو لپاره د یوې پلمې اویا وسیلې پتوګه ګټه اخیستنه
تر کومه ځایه چې په لومړۍ خبرې پورې اړه لري نظارشورا، اسلامي جمعیت او د ستميانو بېلابېلې کړۍ او د دې ډلو قلموال او رسنوال د اسلامي ګوند او حکمتیار سره د نظریاتي اندیښنو په چوکاټ کې مخالفت لري او دې مخاالفت په تېر کې د جګړو بڼه هم نېولې، هډونه مات شوي او وینې بهېدلي؛ خو نن که داسې مخالفت د هېواد د اساسي قانون په چوکاټ کې مقید او تابع وګڼو، طبیعي ده چې اغیز يي له ګوندونو او ډلو بهر نه وځي او قومي رنګ نه نیسي. هم اسلامي جمعیت او هم د ستمیانو هغه ډلې چې عدلي وزارت اجازه ورکړې او فعالیت يي اساسي قانون سره په ښکاره ټکر نه لري او هم اسلامي ګوند یو بل سره د سیاسي سیالۍ حق لري، خو دا سیالي به مدني او د اساسي قانون په چوکاټ کې وي.
که دغو سیالیو ته وګورو تر ډېره ځایه مدنې او د اساسي قانون په چوکاټ کې نه دي. اسلامي جمعیت، نظارشورا او د دوی قلموالو او رسنوالو له هغه ځایه چې حکومت کې غوښنه برخه لري او زیات دولتي امکانات لري، د حکمتیار په مشرۍ اسلامي ګوند چې نظام سره تازه یوځای شوی او حکومت کې د دوی پشان ونډه او امکانات نه لری، د رغنده سیالۍ پرځای له هره اړخه تر برید او سبوتاژلاندې نېولي. دوی هڅه کوي خپلو پلویانو ته اسلامي ګوند د تل پشان یوه داسې بلا انځور کړی چې نظام سره یوځای کېدا يي د ټینګښت پرځای د نظام د کمزورۍ لامل ګرځي. دوی په ۱۹۹۲ کال هم په یو اړخیز ډول کابل ته ننوتل او وروسته يی د اسلامي ګوند سره د خپلو ټکرونو او جګړو ملامتیا ټوله پر دې ګوند واچوله. نن هم له خپل پخواني دریځه په شا شوي نه دي، سبوتاژ خپله کوي او پړه پر نورو اچوی، دوی تعرضي حالت لري او اسلامي ګوند یوازې د ځان دفاع کوي.
خو له بده مرغه باید وویل شی چې ستونزه ټوله دا هم نه ده، دلته د ګوندونو ترمنځ اړیکې د هغوی خپلمنځي چاره بلل کېدای شي. اسلامي جمعیت او نظار شورا غواړي خبره اسلامي ګوند سره د سیالۍ او نظام سره د اړیکو د څرنګوالي له بریده ورتېره کړې. موخه دا ده چې دوی، حکمتیار او اسلامي ګوند د ځانګړي قوم د سپکولو لپاره د یوې پلمې اویا وسیلې پتوګه وکاروي.
دوی هڅه کوي چې اسلامي ګوند یوازې په پښتنو او د هغو په قومي ګټو پورې تړلی انځور کړي او د ګوند د سراسري والي مخه ونیسي، په داسې حال کې چې نه اسلامي ګوند یوازې د پښتنو د قومي ګټو ادعا کړې او نه یوازې پښتانه په اسلامي ګوند کې راغونډ دي. اسلامي جمعیت په داسې دریځ سره چې اسلامي ګوند یوازې د پښتنو استازی بولی، غواړي تاجیک قوم وپوهوي چې اسلامي جمعیت د دوی یوازینی استازی دی او د دوی د ګټو پر سر اسلامی ګوند سره اختلافات لری، نه بل څه! په حکومت کې زیات واک هم د دوی لپاره غواړي، خو که هومره واک چې دوی يي غواړي ترلاسه نه شي بیا نو د قوم د استازیتوب په دعوه د مرکزي حکومت او نورو مخالفینو سره د ټکر او شخړې لپاره اړ کړی شوی دی.
په دې وروستیو کې حکمتیار لويي پکتیا ته په سفر او هلته په جوړه شوې غونډه کې، د دولت په کادري سیاست نیوکه کړې او بلخوا څه مهال وړاندې يي ویلي ول چې د ځینو سیمو په تېره بیا د پنجشیر څخه زیات کسان د دولت لوړې چوکۍ په واک کې لری. دغسې نیوکه یو مهال ولسمرغني هم کړې وه او ډيری نور افغانان يي هم کوي چې حقیقت لري او بله دا چې کومه تازه خبره هم نه ده. د بن په کنفرانس کې د حکومت شپېته سلنه پنجشیر او تاجکو ته بېلول، د کوم ار(پرنسیب) پر بنسټ حق ګڼلی شو چې حکمتیار او یا بل افغان يی په نیوکه فاشیست او د دوی په وینا تکقومي وشمېرل شي؟
په دولت کې د پنجشیر او یا بلې سیمې تر استحقاقه زیاتو کسانو باندې نیوکه چې د یوه ګوند د مشر او یا په دولت کې د ځینو چارواکو لخوا کیږی، د پښتنو د قوم سره څه تړاو لری؟ داسې نیوکه ولې اسلامي جمعیت وخت بېوخته د د پښتنو پر مخ راباسی او د دې قوم د سپکاوۍ په موخه ترې کار اخلي!
د وزیرانو غونډې ته په وینا کې عبدالله عبدالله په پکتیا کې د حکمتیار خبرو ته په اشارې سره وايی« قومي مسایلو ته لمن وهل او سیاست مخته وړل د هېواد سلامتیا ته د زهرو په څېر دی.»
لومړی خو عبدالله عبدالله د حکومت د اجراییه رییس پتوګه حق نه لري چې د دوه ګوندونو، اسلامي جمعیت(چې عبدالله يي غړی دی) او اسلامي ګوند ترمنځ د سیالۍ خبرې د وزیرانو غونډې ته یوسي او هلته نورو مهمو چارو ته د رسیدګۍ پرځای، د وزیرانو وخت په هسې خوشو خبرو ضایع کړی او بله دا چې د یوه ګوند( اسلامي ګوند) لخوا د دولت په کادري سیاست نیوکه، که د اسلامي جمعیت او عبدالله عبدالله په وړو کې شګه نه وی، څنګه « د هېواد سلامتیا ته د زهرو په څېر» ګڼل کېدای شي!؟
البته داسې نیوکه هغه مهال زهر ګڼل کېدای شی چې زهر له نورو لارو تیار شوي وي او هغه اسلامي جمعیت خپلو پلویانو ته مخکې تر مخکې، په واک کې ورکړي وي چې یوازې پاشلو ته يي پلمې لټوي او لکه د تېر ځل پشان چې د سقاو په لاس يي د غازي امان الله خان په وړاندې وکارول دا ځل يی د عطا نور او نورو په لاس د غني، اتمر او حکمتیار په وړاندې و کاروي چې له پخوا يي په رسنیو کې یوځای او غبرګ نومونه په نښه شوي!
که عبدالله عبدالله د هېواد د سلامتیا په غم غمجن وي، مجیب الرحمان رحیمي چې ډېر وخت يي ویاند وو او د افغانستان له تاریخه منکر دی، ولې ترڅنګ نیولی؟ د پدرام په اړه چې د هېواد له خپلواکۍ منکر دی ولې چوپ دی؟ د عطانور په اړه چې افغاني هویت نه مني او په وړاندې يي په ولسي جرګه کې د خپلو بړیڅو په مټ سبوتاژ کوي، ولې نه غږیږي؟ او داسې نور په لسګونو او سل ګونو موارد!
دا ټول هغه زهر دي چې د عبدالله عبدالله پلویان او لارویان يي په هېواد کې پاشي، خو عبدالله او ډله يي په وړاندې چوپ دي.
د اجراییه ریاست پر دوهم مرستیل محقق، د حکمتیار نیوکې چې هغه ( محقق) ایران ته خپل وروستي سفر کې د سپاه پاسدارانو په ملاتړ خبرې کړي او یا د حکمتیار دې څرګندونې چې ویلي يي دي« ایران په تېرو دیرشو کلونو کې د افغانستان په جګړه پانګونه کړې»، ښای عبدالله عبدالله متوجه کړی وی چې د لومړي ځل لپاره د هېواد د سلامتیا په اړه پام وکړي او د قومونو ترمنځ زهرپاشلو ته اندیښمن شي!
د ۲۰۱۷ کال د ډېسمبر ۱۲ مه
سرلوڅ مرادزی