حکومت اصلاحاتو ته ژمن دی

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

اېمل پیاوړی
اوسني حکومت ته ته اکثره ستونزې او ناخوالې له تېر حکومت څخه په میراث ور پاتې دي، یو له دغو ستونزه څخه اداري فساد دی. له بده مرغه د ولسمشر کرزي د واکمنۍ پرمهال فساد په هېواد کې هم پراخ شوی وو او هم یې ځېلې او رېښې دومره غځولې وې چې ځینې ادارې یې د فلج کېدو تر کچې نږدې کړې وې

.

تر ټولو بده لا دا چې د حکومت او ولسونو تر منځ د واټن د زیاتوالي یو تر ټولو عمده لامل همدغه اداري فساد وو، ځکه د فساد له امله ادارې غیر فعالې وې، د خلکو کارونه پر وخت نه اجرا کېدل، له مراجعینو سره سم چلند نه کېده او مسوولینو د همدغه فساد له امله خلکو ته د اساسي خدمتونو او اسانتیاو برابرولو ته نه یوازې پام نه کاوه، بلکې دې برخې ته بېلې شوې پیسې یې لوټلې او په خپلو کې سره وېشلې او له همدې امله ولس پر مقاماتو بې باوره او د دوی تر منځ د بې باورې، کرکې او نفرت فضا حاکمه وه.

ملي یووالي حکومت د خپل واک په لومړیو ورځو کې د جنګ د مدیریت تر څنګ له فساد سره جدي مبارزې ته مټې رابډوهلې او د فساد ضد مبارزه یې دکاري لومړیتوبونو په سر کې وه، خو په دغه مبارزه کې ځکه هغومره ونه ځلېده، څومره چې تمه کېده چې له یوې خوا هېواد په جنګي حالت کې وو او له بل په سیاسي او امنیتي انتقال کې وو. ترڅنګ یې د تېر حکومت پرمهال فساد دومره زیات او پراخ شوی وو چې له هغه سره د مبارزې لپاره زیات وخت ته اړتیا لیدل کېده.

له اداري فساد سره د مبارزې په موخه لومړی په عدلي او قضایي ارګانونو کې فوق العاده بدلونونه راغلل او ترڅنګ یې د امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو په ځانګړي ډول ملي دفاع وزارت کې د شته فساد له منځه وړلو ته زیات پام وشو چې له امله یې ملي دفاع وزارت کې د فساد کچه فوق العاده راکمه شوه، پر قراردادونو له سره کتنه وشوه، امنیتي او دفاعي ځواکونو ته ډاډ ورکړل شو، چې هیڅوک د دوی له اعاشې، اباطې او امتیازاتو څخه غلا نشي کولی او که یې وکړي، نو د هغو څو ستوریزو جنرالانو په څېر به عدلي او قضایي ارګانونو ته د څېړنو لپاره ور وپېژندل شي چې د فساد له امله دا مهال په څرخي پله زندان کې د خپل عمل سزا ګالي.

کورنیو چارو وزارت ته په یاد وزارت کې له فساد سره د مبارزې او د اصلاحاتو راوړلو په موخه د ولسمشر له لوري بار بار سپارښتنه شوې او په دې برخه کې جدي کار دوام لري. حکومت له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې تل په ولس د ملاتړ او غږ اوچتولو غږ کړی دی، ځکه دوی په دې برخه کې د ولس رول اساسي بولي.

همدارنګه حکومت له لویه سره د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ریاست فعال کړ او په دولتي ادارو کې د استخدام پروسه یې همدوی ته وسپارله، ځکه پخوا چې هر وزارت او ادارې د مامورینو د استخدام صلاحیت درلود، نو هم په کې فساد زیات وو او هم د پوهې کچې، مسلک، مهارتونو او تجربو ته زیات پام نه کېده.

ولسمشر غني د دولت د کارکوونکو د کاري مصوونیت او د باور فضا د رامنځته کولو لپاره د استخدام صلاحت د اداري اصلاحاتو کمېسیون  ته وسپاره،  تر څو ولسمشري بنسټ په مستقیم ډول د هغه اجرات وڅاري او کنټرول یې کړي. حکومت ټینګار کوي چې د کارکوونکو په انتخاب او یا انتصاب کې د تخصصي کادري نظام او شفافیت فرهنګ د رامنځته کولو لپاره باید معیارونه شفاف او موجه وي او د هغو په اجرا کې هر اړخېز دقت وشي.

ملي مشارکت او د حکومت په تخنیکي، اداري او اجرایوي بدنه کې د هېواد د ټولو قشرونو شاملول د ملي یووالي حکومت او په ځانګړي ډول د ولسمشر غني له اساسي اصولو څخه یو دی، خو ملي مشارکت د کفایت د معیارونو د راټیټولو په مانا نه دی، بلکې معیارونو ته په پام د افغانستان له بېلابېلو نقطو څخه ځوانانو ته د عمومي کانکور له لارې د مشروع رقابت لاره برابرول دي.