محمد بشیر یوسفزوی
ولسمشر غني عطا محمد نور د بلخ له ولایته ګوښه کړ، خو په کندهار کې امنیه قوماندان جنرال رازق له ډاره مړ شو. هره ورځ غونډې، هره ورځ د ځان ستاینه، هره ورځ حکومت ته نرم ګواښ او اخطار، مګر دا ټول د څه لپاره؟
پښتو متل دی چې د غله په ږیره خله وي. دغه خلی اوس د جنرال رازق په ږیره را ښکاره شو. که جنرال رازق رښتیا هم هېواد، ولس او حکومت ته ژمن وي. غل نه وي، فاسد نه وي، د مافیا او بانډ ملګری نه وي، نو بیا ولې وېرېږي؟
له دې معلومېږي چې د جنرال رازق په وړو کې شګه شته او دا شګه پټه نه ده، بلکې ټولو ته څرګنده ده، ځکه جنرال رازق د افغانستان د نظامي نورمونو له مخې د یو برحال نظامي مسوول او منسوب په توګه په سیاست او سیاسي حرکتونو کې د مداخلې حق نه لري، بلکې دی باید په پوره بې