محمد بشیر یوسفزوی
په تېرو څلوېښتو کالو کې چې څومره پرېمانه وسلې افغانستان ته راغلې، نو همدومره زیاتې دغه وسلې د افغانستان د بربادۍ او د افغان ولس د بدمرغۍ لپاره وکارېدې او لا هم جنګي او وسله والې ډلې په خپلو سیمو او دقدرت جزیو کې له دغو وسلو څخه همدغسې منفي ګټه اخلي
.
د همدغو له بهر څخه را واردو شویو وسلو له امله دلته د جنګسالارانو، د نشه یي توکو د قاچاق، انسان تښتونې، غاصبینو، مفسدینو او نورو بېلابېلې مافیايې کړۍ جوړې شوې، ځکه چې هر جنګسالار، وسله واله ډله او ګروپ په یو نه یو شکل له بهرنیو استخباراتي کړیو سره تړلي دي یا تړلي وو او تر ډېره یې دهغو برنامې د ټوپک د شپېلۍ په زور زموږ پر بې دفاع خلکو تحمیلولې او د دوی له لاسه نه پرون چا خپل ځان خوندي ګاڼه او نه یې نن خوندي ګڼي.
همدغو جنګي ډلو او جنګسالارانو د کورنیو جنګونو پرمهال د زور ازمایلو، د خپلو قدرت جزیرو د پراخولو او په ښارونو کې یو پر بل دمرګونو بریدونو پرمهال د هېواد ملي شتمنۍ، تاسیسات او عام المنفعه ځایونه ویجاړ کړل، هېوادوال مو شهیدان او معلول شول. په خلکو سختې شپې او ورځې تېرې شوې. د دغو ظالمانو له لاسه یې کور او کلی پرېښود او د ناڅرګند برخلیک سره مخ شول.
په ۲۰۰۱ میلادي کال کې افغانستان ته د سوله ساتو ځواکونو په راتګ سره د دغو جنګي ډلو ماهیت یو څه کمرنګه شو. یا دوی په خپله په لوی لاس خپل پوست بدل کړ. ځانونه یې په کلیو، ښارونو او نورو ځایونو کې غلي کړل، خو چې کله د وخت حکومت کمزوری ورمعلوم شو، نو دوی بیا په بېلابېلو بڼو د خلکو په ځورولو، د جایدادونو په غصب، قاچاق او نورو کړنو لاس پورې کړ.
دغه جنګي ډلې او جنګسالاران لا هم په هر ډول وسلو سنبال دي او دوی هر وخت د نظام، حکومت او ولس پر وړاندې لوی تهدید دی او هره شیبه له دوی څخه د ناامنۍ، ظلم او وحشت خطر احساسېږي.
لنډه دا چې په هېواد کې لا اوس هم داسې ډېرې ډلې شته چې له هر ډول سیاسي فکر پرته یې دقوې له کارونې کار اخیستی چې پر مټ یې قاچاق او نورې ناروا چارې تر سره کوي. د همدغو ډلو ټپلو له امله ترهګرو ته د فعالیت زمینه برابره ده. د نشه یي توکو مافیا د همدوی په ډاډ او مټ بېغمه خپل قاچاق کوي، خلک تښتوي، تهدیدوي او نورې ناوړه کړنې ترسره کوي.
که څه هم په تېرو درې کالو کې یانې د ملي یووالي حکومت په رامنځته کېدو سره جنګسالارن یو څه له خپل پخواني زور څخه رالوېدلي ښکاري، خو لا هم دغه د قدرت جزیرې داسې نه دي فتحه شوي چې ولس دې له دې ناحیې څخه د وېرې او خطر احساس ونه کړي.
حکومت ته ښایي چې دغه جنګي ډلې هم د حکومت له مهمو او حساسو مقامونو څخه لیرې کړي، تر څو د حکومت امکانات بېرته د حکومت او ملت پر ضد ونه کاروي او هم باید په خپلو اړوندو سیمو کې پر دوی کړۍ راتنګه کړي، تر څو دغه جنګي ډلې او جنګسالاران ځانونه په خطر کې حس کړي او خلکو ته عملاً دا وښودل شي چې د دوی زور نور اوبه شوی او هیچاته د هیڅ ډول ضرر رسولو وس او جرئت نه لري.