ډاکټر عبداللطیف کاکړ
سیاسي نظام هم اړتیا او هم وجیبه ده، ځکه کله چې په هېواد او ټولنه کې نظام نه وي، نو ګډوډي، بې قانوني، ظلم، جبر، زورواکي او نورې ناوړه پېښې او کړنې په ټولنه کې پیدا او داسې حالت ته رسېږي چې د خلکو ژوند تریخوي، د دوی امکانات، فرصتونه، شتمنۍ او جایدادونه له تهدید او خطر سره مخامخېږي او هیڅوک د خپل ځان او شتمنۍ د خوندیتوب احساس نه کوي، نو له همدې امله نظام یوه اړتیا ده.
د نظام ساتل او پالل یوه وجیبه ده، د ټولو ګډه وجیبه، ځکه لکه څنګه چې د نظام خیر او ګټه ټولو ته رسېږي، نو همداسې که نظام نه وي او یا نظام په لوی لاس تخریب او ویجاړ شي، نو د بې نظمۍ زیان ټولو ته رسېږي. له همدې امله دا د ټولو وجیبه او مسوولیت دی چې د نظام د پیاوړتیا لپاره خپل امکانات او همکارۍ سره شریک کړي او هیچا ته د دې اجازه ورنه کړي چې د نظام پر ضد ګام واخلي او یا داسې څه ترسره کړي چې د نظام له بقا او پایښت سره په ټکر کې وي.
نظام د کور د بام او چت او د دېګ د سرپوښ مثال لري، که کوټه بې بامه او دېګ بې سرپوښه وي، نو هیڅوک او هیڅ شی په کې له باد، باران، توپان او نورو افتونو څخه خوندي نه وي. له همدې امله باید په نظام کې ټول ګډون ولري، خو دنظام په سیاسي جوړښت کې سیاسي ګدون په دې مانا دی چې د هېواد او ټولنې هېڅ وګړی که څه هم له فکري او سیاسي پلوه له نظام سره مخالف وي، هغه باید ځان له نظامه پردی ونه بولي.
مګر دا په دې مانا هم نه ده چې د سیاسي نظام اداره دې له ټولو سیاسي ډلو سره ووېشل شي. دسیاسي نظام واک له واکمن سره د ولس او خلکو یو امانت دی چې دغه امانت د خلکو د رایو په اساس د ټاکنو په پایله کې ترلاسه کوي او د اساسي قانون له مخې د مسوولو کسانو له لوري د نظام واک او امانت ګټونکې ډلې ته د هغوي د ژمنو له مخې سپارل کیږي.
نو له همدې امله باید هر څوک د ټولنې د فرد او وګړي په توګه نظام ته د سهامي شرکت فکر ونه کړي او نه هم باید داسې وګڼي چې که ده ته په نظام کې سهم ورکول کېږي، نو د نظام ملاتړ کوي او که سهم ورنه کړل شي، نو د نظام په تخریب پسې به مټې رابډوهي، لکه عملاً چې ځینې لوري، ډلې، احزاب، افراد او اشخاص ګورو چې په نظام کې ځای نه دی ورکړل شوی نو هره ورځ په یوه او بله بڼه د نظام د تخریب لپاره سره راټولېږي. غیر مسوولانه څرګندونې کوي. د ولس ذهنیت خرابوي. پر حکومت او نظام د خلکو باور کموي او هره ورځ له کوم منطق او دلیل پرته د بحران او ناورین خبرې کوي.
همدارنګه د نظام مسوولین او چلوونکي هم باید ځانونه بادران او له قانون فوق ونه ګڼي، بلکې دوی باید د خادمانو په توګه چلند وکړي او خپل کړه وړه د نظام د اصولو او اساسي قانون سره سم برابر کړي او د خپلو کړنو په اړه د نورو رغنده نیوکې واوري، د نورو ګټورې طرحې وګوري او له خلکو او بنسټونو څخه وغواړي چې د نظام د لا پایښت او پیاوړتیا لپاره خپل نظرونه، وړاندیزونه او نیوکې ورسره شریکې کړي او هغو ته باید جدي پام وکړي.
د هېواد اساسي قانون چې دملت د سیاسي اجماع محصول او د دولت بنسټ دی په دې برخه کې کافي وضاحت لري، د هر چا صلاحیت، مسوولیت او مکلفیت یې تعریف کړی او دا د ټولو دنده ده چې د اساسي قانون د حکمونو مطابق خپل ځان عیار کړي او داسې کوم عمل ترسره نه کړي چې د نظام پایښت او د اساسي قانون له حکم سره په ټکر کې وي.