عبدالملک پرهیز
د ښاغلي ټرامپ ستراتیژي په لویو ټکو کې دا ده چې امریکايي ځواکونه له افغانستانه نه وځي، د پاکستان تروریستي سیاست نه زغمي او هند به د پاکستان د ملګرتوب ځای ونیسي. دغه ستراتيژي په ښکاره دهغه خطرونو څخه د مخنیوي پربنسټ چې د بنسټ پالو ډلو له خوا د امریکې متحده ایالاتو ته متوجه ده ، جوړه شوې او پاکستان ددغه ډلو ساتونکی، روزونکي او پناه ورکونکی دی نو له دې کبله پاکستان ددې لانجې اساسي او مهمه برخه ده چې په پاکستان کې ددغه لانجې له حل پرته د تروریستانو د له منځه وړلو ستونزه د حل وړ نه ده.
پاکستان په افغانستان کې د تیري او تروریستي کړنو درې پړاونه تیر کړي دي او اوس د خپل لاس وهنې او تيري په دریم پړاو کې دی. لومړي پړاو د سړې جګړې دوران دی چې پاکستان د امریکې او لوېدیځ او عربي هیوادونو په ملاتړ د افغانستان او هند پر خلاف ورانکاره جګړه پر