دا خو د مسلمانانو خوارانو خپل تجویز نه وو، اختیار خو د پېرنګي وو. د مسلمانانو لېډرانو خو دا حال وو، لکه سرفیروزخان نون چې په ۱۹۳۸ کال د وزیر هند په رایه پوه شو چې هغوی د هندوستان تقسیم نه مني، نو سملاسي نون صیب وویل « ښه ده چې خبر دې کړم چې بیا داسې څه خبره له خولې ونه باسم»
نو کتل دا پکار دي چې د پېرنګي په څه سمی راځي او په څه يي خپل غرض سر کیږي. اخر چې د سرسکندرحیات خان او د مسلم لیګ له خپلې کمېټې نه پوره نه شوه، نو پېرنګي د مسلمانانو دغه ټولې منصوبې نامنظوره کړې او د وایسرای د