حضرت باز دې خدای وبخښي، د لوی ننګرهار یو تکړه ټوکمارسندرغاړی وو. هغه به چې سندرې ویلې، نو ټوکې به يي هم ورسره کولې او له ټوکو سره به يي خپله لکړه هم ښکته پورته خوځوله.
هغه ټوکه کوله او ویل به يي، له کابله جلال اباد ته په یوه لارۍ کې روان وو. د لارۍ په جنګله کې د یوه مړی جسد هم بار شوی وو او د مړي خاوند هم په جنګله کې ورسره سپور وو. کله چې د لغمان سورپل ته ورسېدو، توره شپه وه. د پله امنیتي پوستې د تالاشۍ په پار غوښتل لارۍ ودروي. له ډرېور څخه يي وپوښتل چې څه شی مو بار کړي؟ پوستې فکر کاوه، چې څه قاچاق نه وي! ډریور وویل چې جنګله کې مو مړی بار کړی. دې وخت کې د مړې خاوند چې هغه هم د لارۍ په جنګله