محمدروښان ښاد
په افغانستان کې د جګړې څلوېښت کاله پوره کېدونکي دي، همدومره جګړه بس ده، نور نو باید ولس راپورته شي او د جګړه مارو ډلو ګرېوانونو ته لاسونه واچوي، ځکه زموږ خلک نور د دې زغم نه لري چې هره ورځ دې د ویر او ماتم شاهدان وي، هره ورځ دې بې موجبه قتل شي او هره ورځ دې د دوی د کورنۍ غړي ورڅخه واخیستل شي
.
له جګړې څخه د خلاصون لپاره باید د جګړې لاملونه له منځه یوسو. له بده مرغه په افغانستان کې جګړه مختلف لاملونه لري، لکه بې سوادي، د ګاونډیو لاسوهنې، خپلمنځي اختلافات او داسې نور.
افغانستان د نړۍ په کچه یوازینی اسلامي هیواد دی چې د اسلام د مبارک دین په لاره او دفاع کې یې یو نیم میلیون شهیدان یوازې د روسانو په مقابل کې ورکړي د، ځکه کله چې پخواني شوروي اتحاد پر افغانستان وسله وال یرغل وکړ، نو زموږ خلک د اسلام د مبارک دین د صریح هدایت په اساس د هغو په مقابل کې ودرېدل او په وسله وال جهاد یې لاس پوې کړې، مګر له بده مرغه تروریستي ډلې او پاکستان لا هم موږ د اسلام او کفر په نوم سره جنګوي او وژني مو.
پاکستان وسله وال طالبان په غېږ کې نیولي، د هغوی له کم فهمۍ ناوړه ګټه اخلي، دوی ته په ښکاره د جهاد انګېزه ورکوي، مګر په حقیقت کې یې د خپلو شومو موخو لپاره پر افغان حکومت د فشار په توګه کاروي، په دې کې هم زموږ ولس قرباني کېږي او هم افغان وسله وال طالبان وژل کېږي. د دې بدمرغه جګړې قربانیان موږ یوو، نو باید د پایته رسېدو اساسي لارې چارې یې ولټول شي.
په تېرو څلورو کالو کې ولسمشر غني د جګړې پر پایته رسولو ټینګار او تمرکز وکړ او له همدې برکته نن تر بل هر وخت دا زمینه برابره ده چې جګړې سره مخه وشي او پرځای یې سوله تامین شي. حکومت د همدې لپاره د عبدالسلام رحیمي په مشرۍ ۱۲ کسیز ټیم ټاکلی دی او هر وخت او هر چېرې له افغان وسله والو طالبانو سره مخامخ مذاکراتو ته چمتو دی.
افغان وسله والو طالبانو ته ښایي چې د سولې په برخه کې نرمښت وښيي، خپل مذاکراتي ټیم ته دې اجازه ورکړي او د مخامخ خبرو جرئت دې ولري. دوی کولی شي چې خپلې ټول موضوعات د بحث لپاره د مذاکراتو مېز ته یوسي، خو که تر مذاکراتو دمخه اوربند اعلان شي او بیا د ټولو غوښتنو فهرست برابر شي، نو موږ به عملاً سولې ته څوګامه ورمخته شوي یوو.
بله مهمه موضوع چې د سولې د بین الافغاني مذاکراتو په بریالیتوب کې به پام وړ اغېز لري دوه شیان مهم دي. لومړی دا چې مذاکرات دې په پلازمېنه کابل او یا هم د هیواد په کوم بل ولایت کې ترسره شي او دویم دا چې مذاکرات دې مطلق افغاني وي، تر څو دواړه ښکېلې خواوې خپلې ستونزې او مسایل مخامخ سره شریک کړي.
د دې ترڅنګ دې بهرني هیوادونه او نړیوال بنسټونه د سولې بهیر وڅاري او چېرې چې د دوی تضمینونو او همکاریو ته اړتیا وه ، نو دوی دې همکاري وکړي، خو همکارۍ باید د مداخلې په مانا نه وي، د سولې رهبري او مالکیت به د افغانانو په لاس کې وي او بهرنیان به یوازې او یوازې ممد رول ترسره کوي. د سیمو هیوادونو ته دې په کې توازن په پام کې ونیول شي، تر څو دوی د خپلو رقابتونو په اساس افغان سوله متضرره نه کړي. زما په باور او نظر دا له جګړې څخه د خلاصونو یوازینۍ او ګټوره نسخه ده، خو په دې شرط چې په ژمنتیا عملي او تطبیق شي.