منظور د پاکستان بُت مات کړ

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

اېمل پیاوړی

پاکستان چې د ترهګرۍ او افراطیت تولیدونکی او پر توطیو او دسیسو باورمند هیواد دی، نو ډېرو ته هغه اژدها ور معلومېږي چې د خطر او شرارت له وېرې یې خوله هم نه چوله کوي او د پاکستان له لوري ډېر ترسره کېدونکي ظلمونه او وحشتونه په پټه خوله او رڼو سترګو زغمي

.

مګر بل لورته د همدغې اژدها تر زنې لاندې یو ځوان جهان بااحساسه په قوم او وطن میئن زلمی د دغې اژدها په خوله کې ګوتې وهي. د دغې اژدها له ستوني او خېټې څخه د خپلو عزیزانو جسدونه راباسي. دغې اژدها ته اخطارونه ورکوي او ورته وایي چې که زما له قوم څخه لاس وانخلې، نو د ځان په ویر به دې اخته کړم.

دا تکړه او زړور ځوان ښاغلی منظور احمد پشتین دی چې هره ورځ په ډېر متانت او استقامت خپلو موخو ته ور نږدې کېږي. پاکستان یې وارخطا کړی دی او پاکستان یې پر وړاندې بې ځوابه دی، ځکه دغه ځوان د پاکستان د ټولو ظلمونو او وحشتونو اسناد په لاس لري. د همدغو اسنادو له مخې له پاکستان څخه حساب غواړي. له پاکستان څخه د پوځ او پنجابي ملېشې له لوري تښتول شوي عزیزان غواړي. د هغوی د برخلیک پوښتنه ورڅخه کوي او دا ورته وایي چې زموږ له سیمو به وځئ او زموږ خلکو ته به په ارزښت او درناوي قایلېږئ.

ښاغلي منظور احمد پشتین د جنوري په دیارلسمه د خیبرپښتونخوا په ټانګ سیمه کې یوې لویې غونډې ته چې د ده زرګونه ملاتړو په کې ګډون کړی وو، په وضاحت سره وویل، "د لوی احمد شاه بابا روح به اراموم او د پنجاب څخه به د پښتون حق غواړم. پښتانه محافظه کاره نه دي، بلکې په ارامه مخ ته ځي. پښتانه سوکان هم لري او څپېړې هم خو دا هر څه به په خپل وخت کاروي. له پنجاب څخه به د زرګونو پښتنو غچ اخلمه. دا د احمد شاه بابا او میرویس نیکه وطن دی ، مونږ پیرنګیان مات کړي، نو له ای ایس ای څخه به ځان څنګه نشو خلاصولای."

د ښاغلي منظور پشتین دغه هره کلیمه او هره خبره پر اټومي پاکستان د تورې ګوزار دی. د هغې تورې چې د ټپ رغېدل یې نشته. پاکستان د خپل پیدایښت له ورځې له پښتانه سره دښمني وپالله او دوی فکر کاوه چې د خپلو ظلمونو او وحشتونو له امله به پښتانه ځانته تابع کړي، مګر دوی خبر نه و چې پښتانه د ظلم او زور تابع کېدای نشي، دا سمه ده چې پښتانه په عدم تشدد باور لري او له همدغې لارې په سوله ییزه توګه خپله مبارزه او داعیه مخته بیایي، خو پښتانه د سوک ځواب په سوک او د څپېړې ځواب په څپېړه ورکوي.

نوموړي یادې غونډې ته د وینا پرمهال دا هم وویل چې: " پاکستان شمالي وزیرستان په چین پلورلی او هر ورځ ترې قیمتي کانونه وباسي، زمونږ په خاوره پروژې عملي کیږي او ګټه یې پنجاب ته رسیږي. که چېرې د کشمیر په غم میدان ته دانګې ملاتړ دې کوي او که د خپلو پښتنو په غم کې میدان ته رادانګې نو پښې دې وهي. پاکستان حکومت دې د د عدالت د فیصلې نه بغیر د وژنو پلټنې وکړي او ککړ کسانو ته دې سزا ورکړي. په پاکستان کې پښتانه له خپلو اقتصادي ، بنیادي او بشري حقوقو څخه بې برخې دي. د پښتنو خاوره د دهشتګردۍ په پلمه لوټل شوې ده. زمونږ او د دوی هر څه سره بدل دي زمونږ ژبه بدله ده او د دوی بدله ، د دوی کلتور بدل دی زمونږ بدل دی ، زمونږ او د دوی یووالی په هیڅ صورت نه کیږي. زمونږ مشران بدل دي.
که چیرته د پاکستان فوځ دلال جوړېږې ، د دوی غلامي کوې ، د دوی په وړاندې سر ټیټی ژوند کوې نو بیا دې ژوند ته پرېږدي او په چیک پوسټ دې پریږدي او که نه یې کوې نو بیا مرګ دی او ظلم دی."

پاکستان اوس دوه لارې او دوه انتخابه لري، یا به د ډیورنډ هغه غاړې پښتانه او قبایل خپل ارام ژوند ته پرېږدي، د دوی حقونو ته به درناوی کوي او پر دوی به د ظلم او وحشت روانه لړۍ ودروي او یا به پاکستان داخلي ناورین ته ور غاړې وځي، ځکه چې که پاکستان د پښتنو له ځورولو او وژلو لاس وانخلي، نو باور دی چې ډېر ژر به له داسې فاجعې سره مخ شي چې په اسانه به یې مهار نشي کړای.