سید عبید الله نادر            

دومره وخــت شو بی اتباره، چې آشـنا نه مونږه تښتو

ځــان ځانۍ په رڼخ اخـــــته یو، له دوا نه مونږه تښتو

زمانې دیوانو دومــره یو، اوهــامو کـــښي پری ایښي

چې خپل سیوري نه ډاریږو، له هر چا نه مونږه تښتو

محبت مو د دوکــو او د درواغــــو دی ،په زړه کښي

صداقت ایمان دارۍ ، او د ریښـــتیا نه مـــونږه تښتو

د بد رنګ ضمیرپه سترګومو،جهان بد رنګه ښکاري

ټول جــهان بد رنګه وینو، د ښــکلا نه، مونږه تـښتو

دومره وشــولي چاودنې، په محراب او په منبر کښی

چې اوس هر چـیري طالب،او د ملا نه ، مونږه تښتو

د تړلي مکتـــــبومو،فلــــــسفه ده ښـــکاره شــــــوي

چې هر چا ځــــیني ډاریږو د دانا نه ، مونږه تـــښتو

پلوشو د معرفــــــت خـــو، ټول جهــــان رڼا رڼا کړ

خـو مقــــام د علم وفن، او د رڼا نه، مــونږه تــــښتو

مغــــــارو په لور روان یو،مدنـــیت نه یو بــــیزاره

له غروره نه کوزیږو، د دنـــــیا نه مـــونږه تــــښتو

حقیقت کښي مونږ د غــــرو، او تیارو هغه دیوان یو

په ویو د یو څـــو ټکي، بسم الله نه، مـــونږه تــــښتو

د بګوواو دیوانو خولي ته پروت مو خوار وطن دی

مسلم دا حقــــیقت دی، دي بلا نه مــــــونږه تــــښتو

 

زه ماشوم یم ما ته ځای د زړه په سر راکوۍ
زده کړه ماته د ادب او د هنر راکوۍ
زه لا تنکی یم د تولنې د فطرت په بڼ کشې
د زړه په وینو مې پالنه د ثمر راکوۍ
څوک دوستان دی زمونږ څوک دښمنان دی زمونږ
ما ته د دوی د ښو او بدو نه خبر راکوۍ
نور مې کسې د سکندر او دارا نه خوښیږي
ما ته د نوی ژوندون درس په زیر او زور راکوۍ
د خپل هیواد د کنډوالو لوټی به زه ټولوم
ما ته چکر د کور اوکلي او ګودر راکوۍ
ما په څاپیړو په لغتو او په سوک مه وهۍ
ماته د مینې نوازش لکه پدر راکوی
ما ته د خلکو او هیواد د خپلواکی د پاره
پوهه ادب درس د کمال او د هنر راکوۍ
ما ته ای ګرانوعزیزانو د پلرونو په دود
مزل په غرونو د پامیر او د خیبر راکوۍ

عزیزی غزنوی
تورنتو/کانادا

ښه په ډاګه برالا یې دي وژلي
شبکو د آی اس ای ټول دي وژلي
ترهګرۍ او جنایت کې دي بې ساري
څوک په بم څوک په زندان یې دي وژلي
نه یې رحم په شاعر نه په ملا شي
عالمان او هم پوهان یې دي وژلي
چا ته بم په جومات چاته په لار ږدي
څوک په توپ او څوک په ټانک یې دي وژلي
چا چې غږ د عدالت په ژبه راوړ
بیا یې سم د دار په سر یې دي وژلي
چې د پوهې او د علم غوښتنه وکړي
ټاپه دارو خاینانو دي وژلي
که یې پورته په ممبر د حق آواز کړ
په جومات کې توپکیانو دي وژلي
نه یې جرم نه خیانت کړی په ژوند کې
بس د ښه ژوند په ارمان یې دي وژلي
له قصابه به څه هیله ته د رحم کړې
څوک یې سهار او څوک ماښام یې دي وژلي
چې تل ستا له نا پوهۍ نه ګټه اخلي
پښتانه یې ښه اسانه دي وژلي
پنجابي غدار د مکر جالونه خپور دي
د خپلواک ژوندون ارمان یې دي وژلي
د نفاق دانې تل شیندي اولسو کې
پښتانه بلوڅ ارزانه دي وژلي
څو زنځیر د استعمار له پښو مات نه کړې
هم پرون او نن ځوانان یې دي وژلي
د وحشت له دوره هله را وتی شئ
د آزاد ژوند دښمنان چا دي وژلي

زیاتې مقالې …