ښکلیه

د اونۍ شعر
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 

انجنیر زلمی نصرت 

 کوم یو حـسـن چې درکړی خالق زما دی

 انـځـور گـر درته لـه ورایه په سودا دی

 

 سـتـا د حسن د زیــارت ملنگان ډیـر دي

 کـه په سمه که په غر دی مجنون ستا دی

 

 د جهان بلبلان واړه درته وايي

 چې آواز دې او انــداز دې بې هـمـتـا دی

 

 ستا جمال ته تشبيه نه لرم په سر کې

 ځکه نن مې هم قلم تش له وینا دی

 

 زه نصرت وایـم یه ښکلیه خیال دې ساته

 چې سـزا تــه دې ملا سـوچ پــه فـتـوا دی

 

۳۰.۰۴.۲۰۱۹

 

وایله ـ دنمارک