د جانان لاس مي نیولی وي دیار وي
شاوخوا سمسور ګلونه وي بهار وي

پر پامیر او بابا سپیني سپيني واوري
پر پغمان د ښکلو رش وي زرنګار وي

ازادي او ارامي وي سینګار کړی
د بلبلو شورماشور وي لاله زار وي

ملاالي کټ کټ خاندي په ښونځي کي
هم ئې ژوند هم چاپېریال ورته ګلزار وي

خوبان په تورو سترګو سرو خپړو
هغه زموږ سپېڅلي خلګ شالمار وي

هر ګل بوټي ته عاشق او معشوق ناست وي
د ارغند مستي څپې وي شورهار وي

ساقیان وي هیاهوۍ وي د رندانو
مینه مسته زړه ژوندئ وي شرنګهار وي

نه کینه، نه دښمني، نه بد نیتي وي
افغانان خپلو کي خوښ یو تر بل جار وي

په والله، چي د جنته به راستون سم
چي یاران وي ډک جامونه کندهار وي
انجنیر داؤد اڅک

عبدالملک پرهیز
خدایه، بیا وینم سکڼی سکڼی ماښام دی
غر غمجن د تورې شپې له انتقام دی
لمر د ستورو په اسمان کې په سلګو دی
توی یې جام د ساه د تورې شپې ماښام دی
د ځنګل د ونو سیوري ورو غځېږي
خو تر سیوري یې ویده بدل نظام دی
مسافر په ستړي زړه درومي منزل ته
خو تقدیر یې په کمین کې لا آرام دی

آمريکا کلفرنيا المیدا د ۲۰۲۵ کال سپتمبر۲۵

سید عبید الله نادر

نا پـوهۍ کښي به نابود شو
په پوهنې کښي به بود شو
که په یو فکر او نظر شو
نو به یو تن او وجـود شـو
 په علمی پــوهی څـــیړنې
به خبر له هست و بود شو
که پوهنې ته مــو لار وي
نو قابل به د ســــجود شو
د معــرفـــــت له برکــــته
بیا قـبول به د معـــبود شو
جهالت کښی به ټـول واړه
لکه شـــمر او نمرود شو
که دعلم لار خپل نه کړو
نو به لیري له مقصود شو
دا جهان به کړو روښــانه
که د مینې یو ســرود شـو

زیاتې مقالې …