وچ، لغړ او سپیره ډاگ وم
د ټولو نه هیر شوی وم
هم د طبیعت نه او هم د انسانانو نه
د ټولو نه گیله مند وم
خو نا هیلې شوی نه وم
د یو چا د راتلو په تمه وم
پوهیدم او باوري وم
چې یوه ورځ نه یوه ورځ به هغه راځي او پر مالگین بدن او زخمونو مې پټۍ ږدي
زخمونه به مې مينځي اواوبه به راکوي
  بیا به نو پسرلی او خزان پرما هم راځي
ځوانیږم به، سینگاریږم به او سمسوریږم به
پوهیدم
چې یوه ورځ نه یوه ورځ
هره ورځ به د نړۍ له گوډ،گوډ نه خلک زما لیدو ته راځي
اوس دې منم
د پخوا نه لا زیات مينه در سره کوم
ای د امو سينده.

ز . نصرت
۰۱.۱۰.۲۰۲۳

زیاتې مقالې …