اوښکې

د اونۍ شعر
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
ای اوښکو رو ورېږئ لپې ډکې د غمو دي
ډېوې رو رو سوزېږئ لا مزلې د تیارو دي
سوزیږئ خو ځګیروي د سوزیدو او سوز و نه کړئ
تیارو ستوني زبېښلي د رڼا په غړوندو دي
سست شوي د باور مزي په دې عجب دنیا کې
زموږ ساده لوحۍ ته په کمین ناست په دوکو دي
د چل او د فریب په ژبه سپین کړي تور مخونه
ډېر پانګې یې لوټ کړي لا په تمه د شیبو دي
دوی نه دي پرښتې چې ګرځي تل سپینو جامو کې
تسبې په ګوتو اړوي په زړو ډک له فتنو دي
پاکي نه د جامو او نه د ږيرې په انډول ده
پټ کړي یې تور کړنې په دروغجنو قلقلو دي
په سیند کې صدف شته دی خو هر کاڼی صدف نه دی
ټوټې د الماس نه دي دا بڅرکي د ښیښو دي
له تومنې چې ناولې وی وینځل به یې پاک نه کړي
په جهل چې لوی شوی وي دښمن د پلوشو دي
چې زړه یې د ماشوم له خنداګانو ګلاب نه شي
د کاڼو تش بتان دي تش له روح او ولولو دي
چې سترګې شي ړندې د عقل کله ښکلا ویني
چې سر کې شعور نه وي، دښمن د خپل پردو دي
دښمن که درته خاندي په خندا یې مه تېر وځئ
موسکا د قصاب ګورې د پسه له ربړیدو دي
چې زموږ د پاکو هیلو کرونده کې کر د شر کړی
دوی غله زموږ د سولې، نېکمرغۍ او خوښېدو دي