سید عبید الله نادر

څوک په قطرې کې، د خلــــقت لـوی دریابونه ویني

څــوک په خپل پوهـه، په ذرې کې جــــهانونه ویني

څوک دي سپیرو خـاورو ته تل، په تغافل کړي نظر

خــــــاوند د عــــــــقل په کې واړه، اندامـــونه ویني

ځکه تیر شوي په دي خاورو دي ،مغرور تاجداران

چې دعــــبرت خاوند په کې ، ښـــکلي مخونه ویني

د عبرت بین نظر له پاره، د عــــبرت نــــــښي دي

خـاوند د حــــال د لته په روڼ نظر، حــــالونه ویني

په دي چـــمن کې ، د عـــــــبرت او انـتباه خاوندان

په هره پاڼه کې اســــــرار، او حکـــــــــمتونه ویني

چا ســـره نه وي ، د راتلونکي ، او ســــبا هم اټکل

څــــوک آئینې د تـــــجربـــــو کې، واټــــنونه ویني

دردمن د خــــــپلې پیرزویـــــــــــنې،لورینې په لید

په هر قـــــــدم کې دي وطن ته، بــــــهارونه ویني

یوه ډله ځـــــــان نه ، ناخـــــــــــبره قدرت په نیلي

په آئینې د تکبر کې ، خـــــــپل ځـــــــــانونه ویني

هغوي مدار د انســـــانیت ته ، له تحــــــقیقه رسي

چې خود سازۍ په ســخته لار کې زحمـــتونه ویني

د تلسکوپ په ســـــترګوتل ، د علم و فن خـــاوندان

په سلسلې کې د تحــــــــــــقیق، کهکــــشانونه ویني

منم چې یو ورځ به مو، وطن کې ستر بدلون راشي

ځکه د زړه ســــترګي می تل دا پیـــــــغامونه ویني

که مو انجونې او بچیان ، په ښـــه تعلیم شي سمبال

نو په رڼا د معــــرفت به مــــــــــــو، دردونه ویني

  

 

د تعلیم کاراو دبیان د حق نه محرومو ښځو ته!                  

ته مه مړاوي کیږه! ته وغوړیږه! لکه د بهار ګل ،ته وځلیږه لکه د روڼې چینې اوبه ،ته ماته کړه دا دغم تیاره خونه او راووځه مخ په لور د رڼایي ،او د خپل همزولو او همجنسانو په سینه کې هم د معرفت نور وځلوه ،لږ د هوسونو او ارمانونو سا کش کړه ،او د آزادۍ په لید لو ،لږ خپل روح او روان تازه کړه ،او دي مړاوي زړونه ته روښنايی وبخښه تر څو به په تا د تیاره  ذهنیتونو خاوندان  حکو مت کوي ،لږ ځان وښوروه په تاکي هر څه شته مه ناهیلي کیږه ،ډیر فرصتونه ستا په انتظار دي ،خپل ګامونه ډیر چتک کړه ،ځکه زمان درنه تیریږي ،

 

 

 

 

 

 

 

څله به ومرمه زه
ولې به ومرمه زه
که زه څو ځلې وژل شوی یم
تیر باران شوی یم
لکه منصور ځړول شوی  یم
په خپلو وينو لوبیدلی یم
که پس له مرگه ژوندی شوی یم
که غورځیدلی یم
بیا پورته شوی یم
څله به ومرمه زه
ولې به ومرمه زه
چې خپله اور یمه اوس
یو انتقام یمه اوس
د غليم مخ ته یو غورځنگ یمه اوس
غرونه هډوکي مې دي
خاوره خړ تن مې ده
امو، هلمند او اباسين  د رگو وينې مې دي
نور نه ډاریږمه به
زه هم انسان یمه
ددې جهان یمه
غواړم انسان و اوسم
په دې جهان و اوسم
آزاد انسان  و اوسم
یو با غروره او با پته یو افغان و اوسم
ښه مسلمان و اوسم.
زلمی نصرت
دنمارک

سید عبید الله نادر

 

در اقتفای این شعرِ شاعر مشهور ایران (مهدی سهیلی)

هم سخن بسیار دیدم ، همرهُ همدل کجاست؟

عالم از دیوانه بُر شد ،مردمِ عاقل کجاست؟

 

مرد صاحبدل                      

غرق در طوفان وهمیم ،ای رهروان، منزل کجاست؟

می نشــیند کشـــتی ما، ګـــوشــه ای ساحل کجاست؟

غافلـــــند این راهـــــــــیانِ ،از خـــدا و صـدقِ دین

مرد مومن، مرد حـق یک مرد صاحبدل کجاست؟

از فراسـت تا کــــند تشــــــخیص، درد و رنج ما

مَرد با فهــم و درایت، رهـبرِ عــــاقل کجـــــاست؟

از فـــــتاوی های نا حــق، خـــون عــــالم ریختند

آنکه بطلان بر کِشَد، بر این همــه باطــل کجاست؟

سروی آزادی کـه داند ، رســـمِ عشـــق و عاشقی

با نګـــــاهـی عاشـــــقانه ،تا رباید دل کـــــجاست؟

آنکه سیرِفــــکر او ،باشــــد چـــو کوتل هــــا بلند

آن سخن پرداز و معانی دان ، چون بیدل کجاست؟

آنکه خـــواند رنـــــج  ما را، از ورا، ناصـــــــیه

آن رفیق نکته رس، یک همــدمی هــمدل کجاست

تا رهـــــاند زورق ما ، از طلاطــــم هــــــا و بیم

مرد روشــــندل کـجا شد آن شهی ، عادل کجاست؟

بارِ غم هــا تا کَــــــشَد، با برد بـــاری و ثــــــبات

بار بردارِ چون ما ســیه بختان را، محمل کجاست؟

سید عبید الله نادر

 

زیاتې مقالې …