داعش د وحشي دښمن په توګه

ټولنیز
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

مطیع الله سحر

څوکلونه کېږي چې په افغانستان کې د داعش ترورستي ډلې احتمالي حضور ته په پراخه کچه تبلیغات کېږي او په داخلي رسنیو کې یې په اړه ضد او نقیض خبرونه خپرېږي. دغې ترهګرې ډلې په وروستو وختونو کې په افغانستان کې خپل حضور پراخه کړی دی. دغه ډله د افغانستان د نورو سیمو په پرتله په ننګرهار او فاریاب ولایتونو کې ډېر جنګیالې لري.

که څه هم داعش او طالبان دواړه د افغان حکومت پر ضد جنګېږي، خو دغه دوه ډلې یو له بل سره هم قوي ایډیالوژیک اختلافات لري او وخت ناوخت په خپلو کې په جګړو کې سره ښکېلېږي. طالبان چې د پردیو په لمسون په افغانستان کې جګړه پرمخ بیایي، په ښکاره د امارت او اسلامي نظام چغې وهي سره له دې چې اوسنی نظام هم اسلامي دی او هم یې قانون اساسي اسلامي دی، مګر دوی خپلو جنګیالیو ته د روحیې او انګېزې ورکولو لپاره دا خبره کوي. داعش بیا د سیمې په کچه اهداف لري، دواړه ډلې په ځینو مواردو کې اسلام د خپلو اهدافو له مخې تعبیروي. 

ویل کیږي چې داعش د افغانستان په زابل،هلمند،لوګر،سرپل،ننګرهار او په داسې نورو ولایتونو او سیمو کې فعالیت لري او په خلکو کې یې خپل جلب جذب هم پېل کړي دي، ځایي اوسېدونکي وایي چې په سیمو کې یې نقاب لرونکي بهرني افراد چې په خارجي ژبو خبرې کوي او تور بیرغونه ګرځوي د سیمو اوسېدونکو ته یې ګواښ جوړکړی.

که د هیواد د وروستیو څو کلونو حالاتو ته دقت وکړو هغه وخت لا د داعش نوم په افغانستان کې چا نه و ورېدلی د پاکستاني پنجابیانو او نورو پردیو انقاب پوشه تروریستانو حضور او فعالیت په کونړ،نورستان، لوګر، او د هیواد په نورو سیمو کې په خاصه توګه ډیورنډ کرښې ته نژدې سیمو کې ځای ځای ترسترګو کېده.

نن ورځ په افغانستان کې د داعش یا(اسلامي دولت)د فعالیت په اړه د دولتي چارواکو او مسولینو ډول ډول څرګندونې او د ځینو کورنیو او بهرنیو رسنیو خبرونو او راپورنو زمونږ هیوادوالو ته یو نامکمل خو ډېر وحشتناکه تصویر وړاندې کړی دی، دافغانستان بېچاره او رنځور ملت له کلونو راهسې د طالبانو په نامه د پردیو استخباراتي سازمانونو د لویو اهدافو لپاره جوړو شویو ډول ډول تروریستي ډلو د ظلم او خشونت قرباني دي.

په دغسې روانو حالاتو او ورسره روانې جګړې کې افغانانو ته دا دې یوه بله توره بلا پیدا شوې چې خدای خبر په دغه نامه(داعش) به اوس نور څو کلونه افغانان قرباني ورکوي او خاوره به یې لا هم د پردیو د جنګ میدان وي. سره له دې چې زموږ مېړني امنیتي او دفاعي ځواکونه په قوت د دوی پر وړاندې جنګېږي او په ننګرهار کې یې دوی سخت وځپل.

د روسیې ولسمشر هم په دې وروستیو کې رسماً تائید کړه چې داعش (اسلامي دولت) اوس په افغانستان کې حضور لري او ځینې سیمې یې تر خپل کنټرول لاندې دي، داعش په حقیقت کې هر څه چې دې او څنګه چې دې لمن یې د عراق،سورې، لیبا او مصر څخه نیولې بیا تر شمالي افریقا او جنوبي، منځنۍ او شرقي آسیا پورې د غځېدو په حالت کې ده.

خو کوم څه چې همدا اوس په افغانستان کې د داعش په نامه روان دي ریښه یې بیا هم په اسلام آباد کې ده،پاکستان په خپل بهرني سیاست کې د افراطي ډلو د کارولو څخه لاس اخیستونکي نه دي د پاکستان مهم نظامی بنسټونه له ځانګړو افراطي ډلو سره هم ستراتیژيک اتحاد لري او د دغو افراطي ډلو په واسطه خپل ترورستي عملیات تر سره کوي او لا هم په افغانستان کې د جنګ ډګر اوربل ساتي په دې کار سره هم غواړي چې په افغانستان کې خپلې ستراتیژیکې ګټې تضمین کړي او هم د نورو لپاره قراردادي دنده تر سره کړي.