‎سوله زموږ اړتیا ده :

ټولنیز
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


‎لیکواله : پښتنه کلیواله 
‎سوله او امنیت د هرې ټولنې د وګړو لومړنۍ اړتیا ده کله چې په يوه ټولنه کې سوله او امنیت وي، هغه ټوله په هر لحاظ پرمختګ کوي، کله چې کومه ټولنه کې سوله او ثبات وي هغه ټولنه کې ، اقتصاد ، کلتور، پوهنه ، رغونه، بیا رغونه، مطبوعات، دا هرڅه مخ په وړاندې ځي


‎بدبختانه په افغانستان کې د څلورو لسیزو خونړیو جګړو زموږ څخه هر څه واخیستل، موږ یې په هر لحاظ وځپلو، ولس مو در په دره شو، هغه وخت تنظيمي جګړې وې چې ددې جګړو رهبر د سیمې استخباراتي کړیو کوله، د همدې جګړې له لاسه ځيني داخلي جاسوسه کړۍ دومره شتمنۍ پيداکړې چې اوس  یې ټولولی نشي.
‎ولې ‌‌‌‌‌‌ډېر افغانان یې داسې برباد کړل چې تر ننه یې د خوشحالۍ مخه نده لیدلې، ځکه ددې جګړې د لاسه کورونه له جنازو ‌‌‌‌‌‌ډک و، زرګونه  ښځې، کون‌‌‌‌‌‌ډې، میندې بورې، ماشومان یتیمان، پلرونه بې زامنو، خوېندې بې ورونه ، شول چې تر ننه د ‌‌‌‌‌‌ډېرو افغانانو په زړونو دا سوی داغ همداسې تازه پاتې دی، چې د ورځې په تېرېدو سره دا داغ او د زړنو زخمونه یې تازه کېږي.
‎اوس یې وخت راغلی چې د  افغانستان د هرې کورنۍ د زړه دغه سوی داغ جوړ شي، ځکه چې هره کورنۍ او هر انسان سوله غواړي، موږ خوبشخته یو چې د ولسمشر غني په څېر داسې یو ولسمشر لرو چې د افغانانو د عمرونو هیلې او خوبونه رښتیا کوي.
‎ولسمشر غني د سولې د پاره داسې هڅې شروع دي چې ‌‌‌‌‌‌ډېره لږه موده کې به دا هڅې یوه ښه پایله ولري.
‎په کوچني اختر کې ولسمشر له وسله والو طالبانو سره د اوربند فرمان ورکړ، سم د لاسه وسله والو طالبانو هم په خپلو جګړه مارو غږ وکړ چې د اختر په ورځو کې  هېڅ راز  بریدونه نه کوي، موږ ولیده چې دواړه غاړو څومره په خوند سره د سولې کوچنی اختر ولمانځه .
‎اوس هم هڅې روانې دي چې لوی اختر کې به بیا اوربند اعلانېږي، دا وار داسې هیلې هم شته چې دا اور بند به تلپاتی کېږي.
‎وسله والو طالبانو باندې هم غږ کوو چې تاسو هم ددې هېواد  بچیان یاست ، تاسو هم کورنۍ لرئ چې ستاسو په مرګ دردېږي، تاسو چې په کومه جګړه بوخت یاست دا نه جهاد دی ، او نه کومه اسلامۍ فلسفه لري، د سیمې استخباراتي کړۍ ظالمې دي لتاسو د افغانانو په وړاندې د ځان په ګټه استفاده کوي. 
‎اړتیا ده چې تاسو هم راشئ له افغان دولت سره یو ځای شئ او د خپلې خاورې ساتنه وکړئ، د پردیو ظالمو استخباراتو په وړاندې یو شئ، تر څو نوره ددې هېواد وګړي له جګړې څخه خلاصون پيدا کړي. 
‎ولس هم باید د دولت په دې کړنو سترګې پټې نه کړي، بلکې ملاتړ یې وکړي. 
‎دا مو هېواد دی په ټولو حق لري.
‎ټول باید په اخلاص سره د خپل دولت په څېر خپل مسوولیتونه ترسره کړو.