موږ ځکه ژوندی ولس یوو!

ټولنیز
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

اېمل پیاوړی

څلور لسیزې کېږي چې هم د زبرځواکونو له لوري، هم د خپلو ګاونډیانو له لوري، هم د زورواکو او جنګسالارانو له لوري او هم د طالبانو، مافیا، ترهګرو، داعش او نورو بلا بترو له لوري په بې رحمۍ او بېدرېغه وژل کېږي. هره ورځ وژل کېږي، په کور، کلي، لاره، دفتر، ښار، بازار، جومات، ښوونځي، واده، جنازه هر ځای او هر چېرې وژل کېږو، مګر د دغو ټولو وژنو باوجود موږ لا هم د ژوند سندره بولو، د ازادۍ او خپلواکۍ سندره بولو او لا هم ورځنۍ ژوند چارې په عادي ډول مخته بیا یوو، ځکه چې موږ یو ژوندی ولس یوو

.

موږ ځکه ژوندی ولس یوو چې په دغه غمجن غمجن ماحول کې چې غزنی مو نه یوازې ویجاړ شو، بلکې د وسله والو طالبانو او پاکستانیو ملېشو د اور په لمبو کې وریت شو. امیني او دفاعي ځواکونو مو په مېړانه د غزني دفاع وکړه، سلګونه داخلي او بهرني دښمنان یې په غزني کې ووژل. غزنی وران شو، غزنی ویجاړ شو، غزنی وسوځېد، غزنیوال، مړه، بې کوره او غمجن شول، مګر دادی موږ لا هم خپله خپلواکي په خوښیو او جشنونو نمانځو.

زموږ وحشي دښمن په موږ پسې ښوونیز مرکز ته راغی، پلازمېنه کابل کې یې لسګونه ځوانان د خپل روښانه راتلونکي له هیلو سره یو ځای په خپلو وینو کې ولمبول. دوی زموږ ځوانان ووژل، خو د دوی ارادې او هیلې یې ونشوې وژلی، ځکه لا هم همغه مرکز ته چې ترهګرو ورباندې برید وکړ هره ورځ د ځوانانو لیکې ور جوړې دي او هره ورځ څو ساعته په همغه مېز او څوکۍ د دړې او ښوونکي مخې ته ناست وي او د خپل روښانه راتلونکي لپاره ورڅخه لارښوونه او الهام اخلي.

موږ ځکه ژوندی ولس یوو چې د څلورو لسیزو جګړو موږ ونشو وژلی، زموږ اراده یې کمزورې نشوه کړای، زموږ موخه او مخه یې بدله نشوه کړای، موږ یې په خپله لاره خپلو موخو ته له ورتګ څخه پښېمانه نشو کړای، موږ یې بې کوره کړو، موږ یې بدمرغه کړو، خو موږ یې ونه وېرولو، موږ یې ټکني نه کړو او له موږ څخه یې زموږ لوړې ارادې ونه شوې مروړلی، دا سمه ده چې موږ وژل شوي یوو، موږ بدمرغه شوي یوو، مګر موږ مات شوي نه یوو، موږ بېرته را قات شوي نه یوو، بلکې زموږ په لیدو زموږ دښمن مات او قات شوی دی.

موږ ځکه ژوندی ولس یوو چې موږ په خپلواکۍ مین یوو، موږ په خپل راتلونکي مین یوو، موږ په خپل هېواد او ولس مین یوو، که داسې نه وای د ویر، ماتم، وینو، جنګ او وحشت په دغه مالت کې به هیڅوک هم د ازادۍ او خپلواکۍ نمانځلو ته دغومره ونه هوسېږي لکه موږ. چې هره لاره او هر ښار مو په ملي بیرغونو پوښلی، تر ځان مو را چاپېر کړي، په خپلو کورونو او بامونو مو لګولي او هره شیبه ورسره  د خپلواکۍ سندره زمزمه کوو، زموږ دغه جشن یوازې د خپلواکۍ نمانځل نه دي، بلکې دا زموږ په دښمن، طالب، ترهګر او داعش د اټوم بم ګوزار دی، ځکه هغوی غواړي چې له موږ څخه زموږ ازادي واخلي، هغوی غواړي موږ دومره ووېروي چې د خپلواکۍ نوم په خوله وانخلو، مګر موږ لا هم ازادي او خپلواکي زمزمه کوو، نو موږ ځکه نه مرو چې موږ ژوندی ولس یوو.