اېمل پیاوړی
له یوې خوا سوله الهي امر او له بل لوري د ولس اساسي غوښتنه او د دولت مهم لومړیتوب دی، ځکه نو سوله کېدونکې ده. له نېکه مرغه، نن د سولې امکانات تر بل هر وخت زیات غښتلي دي.
لومړی؛ د سولې لپاره د امیدوارۍ تر ټولو مهم ټکی دا دی چې افغانان د سولې په ننګه را وتلي او نور هیڅوک دلته د جنګ پلویان نه دي. له حزب اسلامي سره سوله یوه بریالۍ تجربه وه چې لږ تر لږه د سولې په برخه کې یې د دولت اراده او ژمنتیاثابته کړه