امنیتي ځواکونه علم غیب نه لري

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
اېمل پیاوړی
په دې وروستیو کې له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د خلکو مینه او لېوالتیا زیاته شوې ده، ځکه په ټولنیزو رسنیو کې د دوی مبارزې او اتلولۍ ستایي او د سرترېرو بېلابېل انځورونه خپروي، مګر له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره مینه باید یوازې تر ستاینو او انځورونو پورې محدوده نه وي، بلکې په عمل کې باید دا مینه باید په عمل کې وښیو
.
دا د هر وطنپال هیوادوال دنده او مسوولیت دی چې له خپلو اتلانو سره مینه په همکارۍ بدله کړي، ځکه له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره همکاري په حقیقت کې له وطن او خپل ځان سره همکاري ده. د بېلګې په توګه که کوم چېرې مو څوک مشکوک په نظر درغی او فکر کوئ چې ممکن کوم جنایت او داسې پېښه رامنځته شي چې د ډېرو ژوند واخلي، نو دغه مهال انتظار مه باسئ او مه هم ځان ورباندې غلی کوئ. سملاسي امنیتي ارګانونو ته خبر ورکړئ.
کله چې موږ له امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د ښه امنیت د تامین هیله کوو، نو دا یوازې په غوښتنو، دعاګانو او امیدوارۍ نه کېږي، بلکې د دې لپاره باید هر افغان ویښ او بیدار وي او خپل د سترګو لیدلي مشکوک موارد له هغوی سره پر وخت شریک کړي ترڅو یې پر وخت چاره وشي او د جنایت له پېښېدو مخنیوی وشي، ځکه زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه علم غیب نه لري چې د هر هغه ځای او سیمې په اړه چې هلته جنایت رامنځته کېږي الهام وشي او بیا دوی هلته ځانونه ورسوي، نو په همدې خاطر د ولسونو همکاري ډېره مهمه ده.
له هیواد، ولس او خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو سره رښتینې مینه همدېته وایي چې موږ تل له خپلو اتلانو سره په اړیکه کې واوسو او پر وخت هغوی ته خبر او معلومات ورکړو. د دې کار ګټه په لویه کې موږ او وطن ته رسېږي، ځکه موږ او هیوادوال مو ژغورل کېږي او تر ټولو ښه لا دا چې د دغسې همکارۍ له برکته دښمن او تروریستي ډلې هیڅ وخت د ولس په منځ کې پټېدو ته زړه نه ښه کوي، ځکه دوی پوهېږي چې هلته یې د پټېدو لپاره خوندي ځای نشته او حتما به امنیتي او دفاعي ځواکونه پسې ورشي او وبه یې نیسي. د دښمن په زړه کې د دغسې وېرې اچول پکار دي، تر څو دوی د ولس له منځ څخه ووځي او له ولسونو څخه د سپر په توګه استفاده ونه کړي.