طالبانو ته د سولې وړاندیزونه

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
محمدبشیر یوسفزوی
ولسمشر غني وایي، تر هرڅه وړاندې موږ د ملي حکومت په استازيتوب طالبانو ته د یوې داسې سولې وړاندیز کړی چې د هېواد علیا ګټې او د هېواد د ټولو اتباعو، په تېره د ښځو حقوق او مشارکت پکې تأمین او مصون وي او د هېواد پر خاوره د ټولو نړیوالو ترهګریزو او جرمي ډلو مخنیوی تضمین کړي
.
د ملي وحدت حکومت پخلا کېدونکو طالبانو سره د یوې ريښتنې او پایدارې سولې په لټه کې دی. موږ د ټولو افغانانو لپاره د سوله ییز او عزتمند ژوند په برابرۍ، د هغو طالبانو په شمول چې له تاوتریخوالي لاس اخلي باور لرو. موږ دا وړاندیز له کوم مخکېني قید او شرط پرته د سولې موافقتنامې ته د رسېدو په خاطر چې لاندې موارد رانغاړي، وړاندې کوو:
1.     د اساسي قانون سره سم د ټولو اتباعو(په ځانګړي ډول ښځو) د حقوقو او مکلفیتونو تامینول؛
2.     د اساسي قانون منل یا د اساسي قانون  له احکامو سره سم د هغه تعدیل؛
3.     له قانون سره سم د ملکي خدمتونو، امنیتي او دفاعي ځواکونو د فعالیتونو پر مخ وړل؛
4.     هیڅ یوې وسله‌والې ډلې ته چې له بهرنیو تروریستي شبکو، بهرنیو تخریبي سازمانونو، دولتي یا غیر دولتي بنسټونو سره چې په افغانستان کې د نفوذ په لټه وي اجازه نه ورکول.
د ملي وحدت حکومت طالبانو ته د سولې دغه وړانديز پرته له کوم قید او شرط څخه وړاندې کوي.
د سولې پروسه به د مذاکراتو، تصویب او تطبیق په دریو مرحلو کې ترسره کېږي، په ټولو مراحلو کې به يې د ښځو استازې ګډون کوي او له هغوی سره به سلامشوره کېږي.
له دې څخه معلومېږي چې حکومت او ولسمشر غني د سولې لپاره د ارادې ترڅنګ برنامه هم لري او دوی په هیواد کې د تلپاتې او باعزته سولې غوښتونکي دي او د همدې لپاره یې بار بار افغان طالبانو ته د مذاکراتو بلنه ورکړې، مګر له بده مرغه طالبانو دا بلنې رد کړې دي، نو هیله ده چې وسله وال طالبان دا ځل د سولې د مذاکراتو ابتکار په لاس کې واخلي او له دولت سره مخامخ مذاکرات پیل کړي او په دې ډول د ولس د هیلې او غوښتنې درناوی وکړي.