امنیتي او دفاعي ځواکونو خپله بې طرفي وساتله

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
اېمل پیاوړی
سږنۍ ولسمشریزې ټاکنې له دې امله هم له تېرو ټاکنو څخه ممتازې وې چې امنیتي او دفاعي ځواکونو په کې خپله بې طرفي وساتله او د هیواد په هیڅ برخه کې حتی په یوه سرتېري هم داسې کوم شکایت نه دی ثبت شوی چې د دوی بې طرفي تر پوښتنې لاندې راولي
.
دا د ولسمشر غني د هغو سپارښتنو له برکته ده چې هر ځل له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د لیدنو پرمهال یې هغوی ته توصیه کوله چې تاسو په هیڅ قوم، ژبې، او سمت پورې اړه نه لرئ، بلکې تاسو په ټول افغانستان پورې اړه لرئ او په دې خاطر په وړو وړو سیاستونو کې ځانونه مه ښکېلوئ.
د امنیتي او دفاعي ځواکونو بې طرفي یو مهم اصل دی، ځکه په پنځوسمو کلونو کې چې کله امنیتي او دفاعي ځواکونه په وړو او حزبي سیاستونو کې ښکېل شول، نو له همغې ورځې هیواد بحران ته ولاړ، د خلکو امنیت او ثبات له منځه ولاړ او همدارنګه په امنیتي او دفاعي ځواکونو خلکو نه یواززې خپل باور له لاسه ورکړ، بلکې د هیواد په بېلابېلو برخو کې د دوی پر ضد پاڅونونه وشول او په دې ډول ولس له خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو سره په جنګ کې ښکېل شو.
د دې کار ناوړه پایلې دا وې چې د هیواد جنګ او بحران څلوېښت کالو ته وغځېده او لا هم دغه بدمرغه جنګ ادامه لري او په همدې خاطر د ولسمشر غني یوه مهمه موخه په تېرو پنځو کالو کې دا وه چې د امنیتي آو دفاعي ځواکونو د تمویل او تجهیز ترڅنګ د دوی بې طرفي هم خوندي کړي او له  وړو وړو سیاستونو څخه یې را وګرځوي.
د افغانستان سږنۍ ولسمشریزې ټاکنې د دې ښکاره او لوی ثبوت وو چې زموږ ځواکونو په ټوله بې طرفۍ د کوم مشخص کاندید له ملاتړ پرته یوازې او یوازې د ټاکنو د امنیت خوندیتوب ته پاملرنه وکړه. په همدې خاطر ورځ تر بلې پر افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د خلکو باور زیاتېږي او د هغوی ملاتړ کوي.
زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه چې د هیواد صادق بچیان دي او دوی د خپل سر او ژوند په قېمت د هیواد د لوېشت لوېشت خاورې دفاع کوي، دوی د ټولو افغانانو ویاړونه دي. خلکو خپل امنیت دوی ته سپارلی او پر دوی یې بشپړ باور کړی دی. زموږ د امنیتي او دفاعي ځواکونو مسلکي وړتیاوې ورځ تر بلې پیاوړې کېږي.