سیاسي او اقتصادي خپلواکۍ سره لازم او ملزوم دي

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
محمدبشیر یوسفزوی
لکه څنګه چې زمانه بدلون کوي، موسم بدلېږي، خلک بدلېږي، ژوند په یو حال نه پاتې کېږي او لنډه دا چې نږدې ټول کاینات د تغیر په حال کې دي، نو همداسې مفاهیم هم بدلېږي. د خپلواکۍ تعریف او مفهوم هم له هغه مفهوم څخه چې سل کاله وړاندې تعبیرېده بدل شوی دی
.
پخوا به یې ازادي دېته ویله چې خپلواک وې، ډېرې وسلې او جنګي ابزار ولرې، ښه جګړه مار ولرې او هیڅوک هم دا جرئت ونه کړي چې ستا په لور کاږه در وګوري، نو دغسې ولسونه به ازاد او خپلواک ګنل کېدل.
مګر په یویشتمه پېړۍ کې د ازادۍ او خپلواکۍ تعریف او مفهوم یو څه بدل شوی دی او هغه دا چې هر څوک چې د خپلو هیوادوالو خېټې مړې کړي او د پردیو له احتیاج یې وژغوري دا په حقیقت کې خپلواک هیواد او ملت دی، نو په دې خاطر او د دغه مفهوم له مخې سیاسي او اقتصادي خپلواکي سره لازم او ملزوم ده. یانې که موږ وغواړو چې سیاسي خپلواکي ولرو او د چارو واګې زموږ په اختیار کې وي، نو د دې لپاره یوازې وسلې او جنګي ابزار کفایت نه کوي. د دې ترڅنګ باید موږ په اقتصادي او مالي لحاظ هم خودکفا او د نورو له احتیاجه وتلي اوسو.
په همدې خاطر ولسمشر غني د خپلواکۍ دسلمې کلیزې د نمانځنې پرمهال په دې ټینګار وکړ چې موږ باید د سیاسي خپلواکۍ ترڅنګ د اقتصادي خپلواکۍ او خودکفایي لپاره هم هلې ځلې وکړو، ځانونه خودکفا کړو. خپل عایدات ښه مدیریت کړو، خپلې عایداتي منابع زیاتې کړو، د سوداګرۍ او پانګونې زمینې زیاتې کړو او د کدرونو روزنې ته اساسي پاملرنه وکړو، تر څو له خپلو طبیعي منابعو، کانونو، اوبو، لمر، باد او نورو څخه اساسي او اعظمي استفاده وکړو.
مګر له بده مرغه افغانستان په دې برخه کې ځکه لا هم پرېمانه ستونزې لري چې لا هم په هیواد کې جګړه روانه ده، دغې بدمرغه جګړ ې زموږ لاسونه راتړلي، زموږ فرصتونه او منابع یې مروړلي او لا هم موږ د دې جوګه نه یوو شوي چې له خپلو منابعو څخه په ښه ډول استفاده وکړو. نو د سیاسي او اقتصادي دواړو خپلواکیو لپاره موږ امن، ثبات او لا ډېر کار او پرمختګ ته اړتیا لرو.