د ټاکنو د امنیت خوندیتوب

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
مطیع الله سحر
سږکال ولسمشریزې ټاکنې له هیلو او اندېښنو سره ملې وې، ځکه چې له یوې خوا د جمهوریت د بقا او د ولس د ارادې د تمثیل او د هیواد د برخلیک او زغیم ټاکلو لپاره ټاکنې یوازینۍ ګټوره او سوله ییزه لاره وه، مګر د دې لارې پر وړاندې هم وسله والو طالبانو، هم بهرنیانو، هم مغرضو ګاونډیانو او هم پردیپالو افغان سیاسیونو هره شیبه داسې خنډونه ایجادول
چې د دغې ملي پروسې د سبوتاژ او مخنیوي ناوړه هڅې یې کولې، مګر زموږ ویاړلي امنیتي او دفاعي ځواکونه د دغو ټولو چلینجونو پر وړاندې ودرېدل او افغان ولس ته یې د دې زمینه برابره کړه، چې د رایو مرکزونو ته ولاړ شي او د خپلې خوښې نوماندانو ته خپلې رایې ورکړي.
زمونږ امنیتي او دفاعي ځواکونه به دې باوري وو چې دښمن هېڅ هم نشي کولی او نه به هم ورته د دې اجازه ورکړو چې هغوی له افغانانو څخه خپل حق واخلي. امنیتي او دفاعي ځواکونو خپل ولس ته دا ډاډ ورکړچې تاسو د دښمن په خبرو ونه وېرېږئ او په ډاډه زړه سره خپله رایه وکاروئ. ځکه چې مونږ  د ستاسو د امنیت نیولو لپاره ټول ځواک په کار اچولی دی. مونږ د ټول افغانستان امنیت داسې نیولی دی چې دښمن به هېڅکله هم خپل وحشت تر سره نکړای شي.
مونږد خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو مېړانه ولیده چې څنګه یې د یوې لوې پروسې امنیت ونیوه او دښمن هم په خپلو پلانونو کې بریالي نشو. امنیتي ځواکونو وکړای شول چې په ډېرې مېړانې ، دېسپلین او همغږۍ سره د ټول هیواد د ولسمشري ټاکنو د تر سره کولو امنیت تامین کړي. د ټاکنو د ترسره کولو پر مهال که څه هم جدي ګواښونه د دښمن له خوا موجود وو، خو زړورو امنیتي او دفاعي ځواکونو د سختو امنیتي تدابیرو په نیولو سره د دغو ټولو ګواښونو پر وړاندې جدي غبرګون مخه ونیوله. او دښمن ته یې د دې چانس په لاس ورنکړ چې هیواد والو ته مو ضرر ورسوي.
ولس هم د امنيتي او دفاعي ځواکونو منندوی دی چې د هیواد د څلور دېرش ولایتونو امنیت یې تامین کړ او ټول ولس په ارامه فضا کې خپله رایه د خپلې خوښې نوماند ته وکاروله. ولسمشر محمد اشرف غني هم له خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه مننه وکړه چې  د ټاکنو لپاره یې امنیتي تدابیر په کلکه توګه نیولي وو او هیواد والو ته مو پکې کومه مرګ ژوبله وانه وښته او په ډاډه زړه د رایو ورکولو مرکزونو ته لاړل.