خلک دې خپله همکاري نه سپموي

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
محمدروښان ښاد
پښتو متل دی چې له یوه لاسه ټک نه خېژي، نو تر هغو پورې چې خلک او ولسونه له خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو سره همکاري ونه کړي، نو هغسې امن او ثبات چې زموږ ټولو هیله ده نه راځي، نو په دې خاطر دې ولسونه خپله همکاري نه درېغوي
.
د ولسونو همکاري داده چې په خپل خوا او شا کې چې که کوم مشکوک کس او مورد ویني، نو هغه دې غلنی تعقیب کړي او که فکر کوي چې دغه مشکوک کس کوم ناوړه نیت او اراده لري، نو بیا دې د ۱۰۰۱ او یا ۱۹۱۹ شمېرې له لارې له امنیتي او کشفي ارګانونو سره اړیکه ونیسي او سملاسي دې په هغه اړه خبر ورکړي.
ممکن د دغې اړیکې په مرسته تاسو یو ژوند وژغورئ، د یو اختطاف مخه ونیسئ، یو ناورین او خطر دفعه کړئ او د یو جنایت او ناوړه کار د پېښېدو مخه ډب کړئ، ځکه چې د افغانستان بزدله دښمنان د ولسونو په منځ کې ځانونه پتوي، د دوی له خوشباورئ او سادګۍ څخه په استفادې د ولسونو ملاتړ او خواخوږي ترلاسه کوي.
بیا کرار کرار خپلو ناوړه موخو ته د رسېدو چې د برید او چاودنې ترسره کېدل وي هڅه کوي. دوی عموما له ولسونو څخه د سپر په توګه استفاده کوي، مګر ولسونه دې ویښ او بیدار وي. د دښمن پ چل، نیرنګ او فریب دې نه تېروځي. له دوی سره دې عاطفي چلند نه کوي. دښمن دې په دې پوه کړي چې د ولس په منځ کې ځای نه لري.
تر هغو چې دښمن د ولس له منځ څخه ونه وځي، نو له یوې خوا به خدای مکړه هره ورځ د یوې ناوړه پېښې او جنایت شاهدان یوو او له بل لوري به ملکي تلفات هم ورځ تر بلې زیاتېږي، ځکه بزدله دښمنان د برید او وحشت له  ترسره کولو دمخه او یا وروسته د ولسونو په منځ کې پټېږي او له هغه ځایه زموږ په امنیتي او دفاعي ځواکونو بریدونه کوي او کله چې هغوی په بالمثل عمل لاس پورې کوي، نو ملکي تلفات هم رامنځته کېږي، نو ښه لاره یې داده چې ولسونه له خپلو اتلو ځواکونو سره په اړیکه کې وي او هغوی ته پر وخت خبر ورکړي.