پاکستان څومره بدل شوی؟

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

اېمل پیاوړی

پاکستان د خپلو ناوړه سیاستونو او غلطو پالیسیو له امله په دې وروستیو کې د سیمې د طومور او سرطان بڼه اختیار کړې او ټول ورته په تشویش کې وو، په ځانګړي ډول پاکستان ته نږدې او ورڅېرمه پراته هیوادونه لکه افغانستان د پاکستان د دغو غلطو سیاستونو څخه مستقیماً متاثره وو او لا هم متاثره دی، ځکه چې پاکستان موږ وینو عملاً له تروریستانو سره لاس لري، هغوی ته یې پټنځایونه ورکړي دي.

تروریزم پالي او هغوی ته جنګي تکتیکونو د ور زده کولو ترڅنګ مهمات او تجهیزات هم برابروي.

له دې امله د پاکستان شهرت په نړیواله او سیمه ییزه کچه پیکه او بې اعتماده شوی دی او ټول ورته د شک په سترګه ګوري. له افغانستان سره یې عملاً او ښکاره دښمني پیل کړې، ځکه ټولې وسله والې مخالفې او تروریستي ډلې یې په غېږ کې نیولي او د نورو پر ضد یې لمسوي او د فشار د وسیلې په توګه د دولتونو پر وړاندې ورڅخه استفاده کوي.

د پاکستان وروستیو بحرانونو او ستونزو ته په کتو داسې حس کېږي چې ګواکې پاکستان غواړي د ځان بدلولو هڅه وکړي. د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب هم له طلوع تلویزیون سره په مرکه کې وویل پاکستان د ځان بدلولو اراده لري او د دوی په پالیسي کې د بدلون څرکونه لیدل کېږي.

ولسمشر غني هم د نېکمرغه کوچني اختر په ورځ ولس ته په خپله وینا کې وویل، د پاکستان لومړي وزیر سره یې په سعودي عربستان کې لیدنه ګټوره وه، مګر نوموړي دا هم وویل چې د نمایشي لیدنو او ملاقاتونو اړتیا نشته او نه هم باید ورباندې وخت ضایع شي، اوس د دې وخت را رسېدلی دی چې کاري او عملي غونډې، ملاقاتونه او اقدامات وشي.

ښاغلي غني دا هم وویل چې د روان کال د چنګاښ په شپږویشتمه به د پاکستان د لومړي وزیر د رسمې بلنې په اساس پاکستان ته سفر وکړي او هلته به له پاکستاني مقاماتو سره د دواړو هیوادونو تر منځ په اړوندو مهمو مسایلو بحث او خبرې وکړي. د ولسمشر غني په وینا د پاکستاني مقاماتو لیدنو ته باید نه زیات هیله مند شو او نه هم بېخي نهیلي شو، مګر د وضعیت د بدلولو او د دواړو هیوادونو تر منځ د اړیکو د ښه کولو او همکاریو زیاتولو لپاره مخامخ لیدنو او مذاکراتو ته اړتیا ده او له دې مه واره نه یوازې ستونزې نه حلېږي، بلکې د لا ډېرېدو احتمال یې شته.

پاکستان ته د ولسمشر غني له سفر وروسته به د پاکستاني مقاماتو له اقداماتو معلومه شي چې پاکستان څومره بدل شوی او یا هم د بدلېدو رښتینې او کلکه اراده لري. د ولسمشر غني د خبرې په استناد لا هم په دې اړه نه زیاته نهیلي مناسبه ده او نه هم زیاته هیله مندي، مګر په دې برخه کې افغانان چندان زیات هیله من ځکه نه دي چې پاکستان په تېر کې هم دا ډول ژمنې کړي، مګر بیا یې پر خپلو ژمنو هیڅ عمل هم نه دی کړی. که پاکستان دا ځل هم همغسې وکړي، نو خپل شهرت او اعتماد ته به لا ډېره ضربه ورسوي.