بې بدیله غني

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمدروښان ښاد

باور دی چې د سږکال ولسمشریزې ټاکنې به ولسمشر غني بې چوخسه وګټي، دلیل یې دادی چې نوموړی د اولسو نوماندانو په منځ کې هیڅ داسې نوماند نه لري چې د ده پر وړاندې جدي وګڼل شي، حتی ځینې نوماندان چې د شورا  په بڼه سره را یو ځای شوي او غواړي په دې ډول پر ولسمشر غني او حکومت فشارونه زیات کړي، لا یې هم اغېز جوت نه دی.

بل عمده دلیل یې دادی چې په نورو ټاکنیزو ټکټونو کې داسې کسان سره راټول شوي دي چې ښه سابقه او شهرت نه لري او نه یې هم پر خپل وخت د وطن او ولس په خیر داسې کوم کار کړی دی چې خلک ورباندې حساب او اعتماد وکړي، بلکې ډېرو یې برعکس په کورنیو جنګونو کې سهم اخیستی، یا یې د جنګي ډلو ملاتړ کړی، د وطن په  بربادۍ او ورانۍ کې مستقیم  دخیل وو، یا د دې ظرفیت نه لري چې د ولسمشر په توګه په اوسنیو ستونزمنو شرایطو کې وضعیت کنټرول  کړای شي.

د افغانستان ولس او په خپله نوماندانو هم دا حس کړې چې دوی نه د ولسمشر غني پر وړاندې مقابله او مبارزه کولی شي او نه هم د هغه ځای نیولی شي، ځکه د افغانستان ولس په  غوڅ اکثریت د ولسمشر غني تر شا ولاړ دی. ولس ولیدل چې په تېرو  پنځو کالو کې ښاغلي غني په سختو شرایطو کې په بېلابېلو برخو کې ښه پرمختګونه لرل.

د ټرانسپورټ او زیربنا، د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو، د اوبو  د مدیریت او بندونو، لویو لارو او بندرونو د جوړولو، د افغانستان د خودکفایي، د جنګ د مدیریت، امنیتي آو دفاعي ځواکونو د تمویل او تجهیز، د فساد ضد مبارزې او اصلاحاتو، د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو، د ادارو د ځوانونو، د باج ګیرۍ او زورواکۍ فرهنګ د ختمولو، د مکافاتو او مجازاتو اصل د تطبیق، د کورنیو  تولیداتو د بازارموندنې او خصوصي سکتور د پانګونې، د عدلي او قضایي ارګانونو د اصلاح کولو، د غیر مسوولو وسله والو د ځپلو او بې وسلې کولواو نورو بېلابېلو برخو کې ښاغلي غني داسې کارونه کړي دي چې که همداسې ادامه پیدا کړي، نو باور دی چې افغانستان به ډېر ژر له اوسنیو ستونزو راووځي او د خودکفایي په لور به خپل مزل لنډ کړي.

د همدغو کارونو د لا تداوم په خاطر باید ولسمشر غني بېرته راشي او باور دی چې راځي به، ځکه ولس لا هم د ښاغلي غني بدیل نه لري او د ولس ټینګ باور او ملاتړ یوازې او یوازې له ولسمشر غني سره  دی. نوموړی نه یوازې د کار فوق العاده حوصله او ظرفیت لري، بلکې هغه د دې فکر او لیدلوری هم لري چې افغانستان څنګه له بحران څخه راوباسي او د پرمختګ، خودکفایي او پرځان بسیاینې ولرته یې سوق کړي.

د هیواد اوسنیو شرایطو او ستونزو او همدارنګه د ښاغلي غني وروستیو پرمختګونو، اقداماتو، لاسته راوړنو، طرحو، برنامو او لیدلوري ته په کتو د ښاغلي غني بیا ځلي راتګ د افغانستان او افغانانو له مهمو اړتیاوو او غوښتنو څخه دي او هغه به که خدای کول حتماً راځي.