د افغان سولې لپاره د سیمه ییزې اجماع اړتیا

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 

جنګ او سوله یو د بل ضد دوه متضادې پدیدې دي، خو له بده مرغه د افغان جګړې او سولې کرکټرونه او لوبغاړي تقریباً سره یو دي، ځکه همغه هیوادونه چې د افغانستان په جنګ او ناامنۍ کې رول لري، نو د سولې په برخه کې د هغوی له رول او همکارۍ هم سترګې نشي پټېدلی، خو مهمه داده چې هغوی باید سولې ته وهڅول شي.

موږ وینو چې دا مهال په افغانستان کې د سیمې او هر ګاونډي هیواد د وسله والو طالبانو جلا جلا ډلې موجودې دي چې د افغانان پر خلاف جګړه کوي او له همدې امله ولسمشر غني په دې وروستیو کې په سیمه ییزه اجماع ټینګار لري. که څه هم دلته د سیمې د هیوادونو ځینې تضادونه موجود دي او دوی غواړي چې د دغو وسله والو طالبانو او ګروپونو په لرلو سره د یو بل د نفوذ مخه ونیسي او یا حداقل یو د بل پر وړاندې خپل نظامي نفوذ او حضور وښیي، مګر د دې ټولو زیان مستقیما افغانستان ویني.

تر ټولو مهمه داده چې په افغانستان کې روان جنګ که د هر لوري، هر هیواد او هرې ډلې له لوري پیل شوی وي په اساسي توګه ودرول شي او تر هغو چې جنګ ونه درول شي او په دې اړه د سیمې د هیوادونو اجماع او توافق رانشي، نو دا جنګ یوازې د افغان دولت او افغانانو په هلو ځلو نشي ودرېدلی.

له همدې امله د سیمې هیوادونو ته د ولسشمر غني وړاندیز دادی چې دوی باید له طالبانو سره له انفرادي اړیکو او جلا جلا کتنو مطلق صرف نظر وکړي او ټول دېته وهڅوي چې په افغان سوله کې خپلې همکارۍ سره منسجمې او همغږې کړي. له همغږۍ څخه هدف دادی چې حداقل دې له ټکر څخه ځانونه سره وژغوري.

په دې کې شک نشته چې د سولې او جنګ اختیار د قانون د حکم په اساس د افغان دولت دی او دا مهال افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د وسله والو طالبانو په ګډون د ټولو تروریستي ډلو او ګروپونو په ضد فعالیت او عملیات کوي، مګر دا په دې مانا نه ده چې حکومت سولې ته لېواله نه دی، بلکې سوله د حکومت مهم لومړیتوب دی او ولسمشر غني ولي دي تر هغو چې وسله وال طالبان له جنګ لاس په سر نشي، له تروریستي ډلو سره خپلې اړیکې پرې نه کړي نو د دوی پر ضد به عملیات روان وي، مګر که دوی بین الافغاني مذاکرات ومني او له حکومت سره مخامخ خبرو ته کېني، نو هغه مهال به د دوی پر ضد عملیات وردول شي او د امنیتي او دفاعي ځواکونو ټول تمرکز به د داعش او نورو تروریستي ډلو په ځپلو وي.

مګر په دې برخه کې د سیمې د هیوادونو همکاري مهمه ده، مګر دا همکاري باید داسې هم نه وي چې پاکستان یو ځای له طالبانو سره اخته وي، ایران هلته ادعا ولري چې دوی له طالبانو سره د سولې خبرې کوي، مسکو او دوحه کې بېلې کیسې روانې وي، د دې پرځای باید دا ټولې هڅې او همکارۍ د افغان دولت تر مشرۍ لاندې په واضح او اصولي توګه ترسره شي، تر څو د سولې پروسه بریالۍ او طالبان له جنګ او خشونت څخه راوګرځول شي.